د مغولګي غميزه د افغان تاريخ يوه توره ورځ!

څېړنه او ليکنه : فضل وزير  ( هيله من )
د لراو بر افغان ولس  بې پايه غميزه هغه مهال پيل شوه، چې کله په (۱۷) مه زېږدي پېړۍ کې د هند پرنيمه وچه د انګرېز ښکېلاک اوزبېښاک د ختيځ هند کمپنۍ (East India Company) د لومړي ځل لپاره ګام کېښود. په پيل کې د کمپنۍ اړوند چارواکو د هند مغولي ټولواکانوڅخه د فعاليت اجازه واخېسته او له هند سره يې د درمل پېراوپلور په برخه کې په لويه کچه سوداګري پيل کړه. دوی خپل کار د هند په مدراس او کلکته کې پيل او ورپسې يې سوکه - سوکه د واک سيمه پراخه کړه. د هند مغولي مرکزي دولت او حکومت يې ښکېلاک او زبېښاک ته دومره پاملرنه  نه کوله . د (۱۸) زېږدي پېړۍ د شپېتمې لسيزې څخه وروسته په انګلستان کې پانګوال پاړکی (‌طبقه) سېکمن او پياوړی او د ټولنيز ژوند کچه  لوړه شوه، چې ورسره جوخت د انګرېزانو او فرانسويانو ترمنځ د ښکېلاکځايونو ( مستعمرو ) د ترلاسي په لړ کې ګړندۍ سيالي هم پيل شوه . په هندي ټولنه کې خپلسري، بې اتفاقي، ګډوډون او له بل پلوه د مغولي سلطنت په اډانه کې د فساد په پايله کې  په ۱۷۵۶ زېږدي کال د انګرېزانو او هندي  مغولي  نوابانو ترمنځ  د ( پلاسي ) برخليک ټاکوني جګړه ونښته، چې په ترڅ کې يې  مغولي واکمن ځواک  مات  شو او انګرېزان  چورلټ  پر هند واکمن شول، چې له دې جګړې وروسته د ختيځ  هند کمپني د يوۀ اقتصادي  سازمان څخه په يوۀ سياسي او پوځي سازمان  بدله  شوه . په ۱۷۷۴ زېږدي کال لومړنی انګرېز والي (Governor General ) وارن هشتنګر هند ته راغی او د چارو واګې يې په ولکه کې واخېستې، چې دا لړۍ تر (۱۸۸۳) زېږدي کاله وغځېده. په دويم ټپال کې د ټول هند سياسي، اقتصادي او پوځي واک او ځواک انګرېز نايب السلطنه ( وايسرای ـ  Viceroy) ته وسپارل شو، چې پر هند دا د انګرېز ښکېلاک او زبېښاک د ۱۹۴۷ زېږدي کاله  دوام  درلود. دويمه  نړيواله  جګړه په  ۱۹۳۹ زېږدي کال پيل او په  ۱۹۴۵ زېږدي  کال پای ته ورسېده . د دې جګړې د اورلمبې  له اروپا څخه اوچتې شوې او ډېر ژر د اسيا او نړۍ  نورو برخو ته  لمبورې شوې . دې جګړې دوه  مخالف اړخونه  درلودل، چې يو يې چورليځ  (محور) او بل يې متفقين  نومېدل . په چورليځ کې نازي  جرمني، ايټاليا، جاپان او د ختيځې اروپا کوچني هېوادونه  شامل ول او په  متفق اړخ کې  پخواني  شوروي اتحاد، بريتانيا، فرانسه ، امريکا او يو شمېر نور اروپايي هېوادونه  ټاله ول . دا يوه  خورا ګواښندويه  جګړه وه،چې په کې  ښکېل هېوادونه  له دروند ځاني او مالي زيان سره مخ  شول او هغوی، چې په کې ګډون نه درلود،هم  په يو خېل  ټکني او ټپي  شول . د دغې خونړۍ جګړې پرمهال د افغانستان په شمال کې د شوروي  روسيه ، په لوېديځ کې ايران او په سوېل ختيځ کې بريتانوي هند  وځپېدل . دا مهال محمد ظاهرشاه د افغانستان  ټولواک او سردار محمد هاشم خان لومړی وزير ؤ. محمد هاشم خان  په ډېر غور او تدبير نه  يوازې  افغانستان له جګړې وژغورۀ ، بلکې د اقتصادي ستونزو سره - سره  يې په کافي کچه ډالرهم  زېرمه کړل، چې بيا يې په بل  ټپال کې د پراختيايي  پروژو په  پلې کېدا کې ولګول  شول . دويمه نړيواله جګړه په  ۱۹۳۹ زېږدي کال وپيلېده . د هېواد ټولواک د همدغه کال د سپټمبر په (۶) شپږمه  نېټه  شاهي فرمان  صادر کړ، چې په ترڅ کې  يې افغانستان په جګړه کې چورلټ ناپېيلی او بې پرې اعلان کړ . وروسته جګړې زور واخېست او چورليځي ځواکونه د ختيځې اروپا له لارې د شوروي  روسيې خاورې ته ورننوتل . دلته  يو شمېر چورليځي او متفق ځواکونو غوښتل، چې افغانستان  هم لکه د ايران  په  څېر په  خپله  پوځي اډه  بدل کاندي. خو افغان دولتمشرانو د ۱۹۴۱ زېږدي کال د جولای په  (۲۸) مه د سياسي  بصيرت، پوهې او کره ليدلوري  په اډانه کې يو ځل بيا د افغانستان  پر ناپلويتوب  ټينګار وکړ. په دې  پسې جوخت د همدغه کال د نومبر په مياشت کې لويه  جرګه را وغوښتل شوه او په نوموړې جرګه کې په غوڅه او چورلټه د افغانستان د ناپلويتوب پخلی وشو. د دويمې نړيوالې جګړې دروند اغېزمن  پېټی پرافغانستان هم  پرېوت او يو شمېر امنيتي ستونزې  يې وزېږولې، خو مدبر او کارپوه  لومړي وزير محمد هاشم خان، چې په ورته حال کې يو زورواک  هم  ؤ، د افغانستان سياسي، اقتصادي او امنيتي وضعيت عادي او نورمال وساﺗᄁ او د هغه مهال د ټولنيز حالت په پامنيوي سره د محمد هاشم خان هراقدام اوکار د ستاينې او مننې وړ دی .
                                                      *****
د دويمې نړيوالې جګړې له پای وروسته په نړۍ کې هرلور ته سياسي، ټولنيز، اقتصادي او کلتوري  بدلونونه  پيل شول، چې دغه حالت پرافغانستان هم خپل اغېزمن  سيوری خپور کړ. محمد هاشم خان له (۱۸) کالن حکومت وروسته د نړۍ او سيمې له روان وضعيت سره په سمون او اوډون کې استعفاء وکړه او افغان  ټولواک  محمد ظاهرشاه، شاه محمود خان ته دنده وسپارله، چې نوې کابينه  جوړه کاندي . شاه محمود خان په هېواد کې يو نوی سياسي څپرکی پرانېست او د ولسواکۍ پلار لقب  يې خپل کړ . خو له  بل پلوه د شاه محمود خان حکومت د بهرني  سياست په برخه کې هغه وخت  له ستونزمنې ننګونې  سره مخ  شو، چې انګرېز د هند نيمې وچې څخه د وتون او تلون  پلان د عمل په ډګر کې د پلې کېدا لاندې  ونيو. کله  چې دا پرېکړه وشوه، چې انګرېز له  هند څخه وځي او ورسره به دا نيموچه په دوو برخو وېشل او د هنداو پاکستان په  نومونو به دوه هېوادونه او دولتونه را منځته او جوړيږي، نود ۱۹۴۷زېږدي کال د جون  په (۱۳) مه افغان حکومت انګرېزانو ته خبر ورکړ، چې د افغانستان له پولې څخه بيا د اباسين پورې ټول پښتانه قومونه مېشت دي، نوله دوی څخه بايد پوښتنه وشي، چې ځان ته خپلواکي غواړي،که  له  هند، پاکستان او يا له افغانستان  سره  يو ځای کېږي . خو انګرېز د ۱۹۴۷زېږدي کال د جولای  په (۳) درېيمه افغان دولت  ته ځواب  ورکړ، چې د بريتانيا او افغانستان ترمنځ  په ۱۹۲۱ کال کې  پولې  ټاکل او منل شوې دي، نو اوس  بايد افغان دولت  هماغه پولې ومني او په شمال ختيځ ايالت ( پښتونستان ) کې لاسوهنه ونه کړي . د همدغه کال په  جولای کې لومړي وزير شاه محمود خان لندن او واشنګټن ته سفر درلود. هلته يې هم د پښتونستان  په اړه له انګرېزي او امريکايي چارواکو سره خبرې وکړې، خو دوی په ځواب  کې وويل، چې  پاکستان  ټولپوښتنه  وکړه او پښتنو ځانونه  په پاکستان  پورې وتړل .
د بنو تاريخي  لويه جرګه :
لکه څرنګه، چې مې مخکې نغوته ورته  وکړه، انګرېز د ۱۹۴۷ زېږدي کال د جون  په (۳) درېيمه نېټه د هند نيموچې څخه  وتون اعلان وکړ، نو د همدې مياشتې په  (۲۱) مه  نېټه د ډيورنډ کرښې هغې  بلې خوا ته  پښتنو د نيواکي پښتونستان د بنو په لرغوني  ښار کې يوه  لويه او تاريخي جرګه جوړه کړه، چې د هغه مهال د پښتونستان (۳) درې سياسي ګوندونو ګډون په کې وکړ. دا درې ګوندونه  په خپل وار سره د ( خدايي خدمتګاران ، جمعيت العلمای سرحد او زلمی پښتون ) ول . جرګې په غوڅ اکثريت پرېکړه وکړه، چې ( پښتانه  نه  هند غواړي او نه هم  پاکستان ،بلکې په دغه هېواد کې د اسلامي جمهوريت په اډانه کې د يوۀ  خپلواک  پښتون  حکومت  جوړاوی  غواړي .) لکه څنګه، چې د دغې تاريخي غونډې  نوښتګر او بنسټګر فخر افغان خان عبدالغفار خان او ملي پرځنګيال (مبارز) حاجي صيب ميرزا علي خان وزير « ايپي فقير » ول ، نو انګرېز ستړياوتې هڅه وکړه او نوموړې جرګه يې د خاينانه  شانتاژ( چلوټي ) په ترڅ کې سبوتاژ، له وراني او ګډوډون  سره مخ کړه. په دې لړ کې يې د غفارخان او ميرزا علي خان ترمنځ  اختلاف  راوټوکاوۀ . د محترم  حاجي صيب  ميرزا علي خان اند و واند ( فکر او خيال ) دا ؤ، چې  بايد د سِند سيند ټوله  سيمه  له سِندي او پنجابي توربامبړ څخه را بېله  شي، ځکه دا د افغانستان طبيعي پوله ده او که دا کار اوس  ونه  شي ، نو دا به د لروبر افغان  لپاره  لويه  تاريخي  تېروتنه وي او ناوړه - ګواښندويه  پايله  به ولري . خو غفار خان ويل، ما له محمدعلي جناح  سره  هوکړه کړې، چې تر (مارګله) پورې  سيمه او واک به له پښتنو سره وي . په دغه خورا حساس او برخليک ټاکوني پړاو کې غفارخان د مهاتماګاندي په پلنيوۍ او پلتګۍ (عدم تشدد) ټينګار وکړ، چې بايد له  جګړې ډډه وشي . نوموړي  زلمي پښتون  ته امر وکړ، چې له  جګړې ډډه وکړي . هغه مهال  زلمي پښتون  ټولټال (۲۵)  زره وسله وال سرښندويه  پرځنګيال جنګيالي درلودل او هر ان دې  ته  چمتو ول، چې له  تيکي توره راوباسي او له انګرېز دجال سره د حق او باطل  ترمنځ  په پاکه ، سپېڅلې او منلې جګړه کې توريالۍ او بريالۍ  ډغره ووهي . خوکله  چې غفارخان پېښور ته ستون  شو، نو له جناح  څخه  يې تر مارګله پورې سيمې د واک او ځواک غوښتنه وکړه، خو جناح  يې غوښتنه  رد کړه. پردې سربېره يې نوموړی  په ۱۹۴۸ زېږدي کال بندي هم کړ. پرهمدغه کال پښتنو مشرانو د غفارخان  په پلوۍ او ملاتړ د پښتونستان  په  بابړه سيمه کې يوه  لويه  سوله ييزه غونډه جوړه کړه. هغه مهال د پښتونستان ايالت مشر وزير قيوم خان کشميری ؤ. نوموړي د انګرېز او جناح  په اشاره د ۱۹۴۸ زېږدي کال د اګست په (۱۲) مه نېټه په ياده غونډه وسله وال  بريد وکړ. په دغه کربلا وزمه  خونړي  بريد کې (۷۰۰) کسه  افغانان  شهيدان او (۱۲۰۰) دوولس سوه نور هغه يې  ټپيان کړل، چې په هغوی کې سړي، ښځې، ماشومان، کوچنيان او ځوانان شامل ول . که څه هم انګرېز او د هغه لاسپوڅي ګوډاګي محمد علي جناح او تر واک لاندې مسلم ليګ ګوند يې د پښتون  ملتپاله ګوندونو د بنو تاريخي جرګې  مشرانو په منځ کې اختلاف، بې اتفاقي او ګډوډون  رامنځته کړ، خو پردغه چار يې هم بسنه ونه کړه او خپل نوزېږي  ښکېلاکځي (پاکستان) ته  يې د قانوني  روايښت (مشروعيت) ورکولو په  موخه د همدغه کال د جولای له  (۳ مې څخه تر ۱۷مې نېټې ) پورې  يوه جعلي او چلوټيزه ټولپوښتنه  ترسره کړه، چې پښتون ملتپاله سياستوالو له دغه تش په نوم ټولپوښتنې  سره « پرېکون - Boycott » وکړ او د ډيورنډ ښکېلاکي او زبېښاکي کرښې څخه تر اباسين پورې پښتنو په دغه ټولپوښتنه کې ګډون  ونه کړ . يوازې  (۳) سوه  زرو  کسانو په کې ګډون وکړ چې، زياتره يې ګومارلي او ټاکلي  پنجابيان او هندوان ول . انګرېز او لاسپوڅو مسلم ليګي ګوډاګيانو يې د مسلمانانو لپاره قرآن کريم او بل لور ته  يې  د هندوانو لپاره د هغوی ‌‌‌مذهبي کتاب  ( ګرين ) اېښي ؤ . له  بده مرغه،چې په دغه  ښکېلاکي  ټولپوښتنه کې درېيم  بنسټيز ځواک ( پښتون ) شتون  نه درلود . په دغه خاينانه، رذيلانه، بشري او انساني ضد ريفرنډم کې د افغان  - پښتون  اتل او باتور ولس حقه  حقونه د انګرېز ښکېلاکګر او زبېښاکګر رژيم  له  خوا په  فاشېستي او ستالېنستي  بڼه  چختاړ شول .
د پاکستان  زېږون :
انګرېز ښکېلاک او زبېښاک په پای کې د خپلې دغې پراختياپالې  ښکېلاکي  مقولې پربنسټ، چې وايي : ( بېل يې کړه ، اېل يې کړه ! Divide in rule ! ) د ۱۹۴۷ زېږدي کال د اګست په (۱۴) مه نېټه د پاکستان په نوم خپله  شيطاني او ښکېلاکي اډه  جوړه کړه، چې په اوډون کې يې ( بنګله دېش ، پنجاب ، سِند، پښتونستان ، بلوچستان او کشمير ) را ټله  شوي ول . په ورته  توګه  يې  يو کال وروسته د ۱۹۴۸ زېږدي کال د مې  په (۱۴) مه نېټه  يهودي دولت (اسرائيل) جوړ کړ. د پاکستان او اسرائيل  په  جوړاوي کې دوه بنسټيز فکټورونه په پام کې نيول شوي دي . لومړی، مذهب او دويم، ځمکنی لانجمنتوب . د پاکستان د جوړېدا پرمهال د سيمې او په ځانګړې توګه د افغان - پښتون ارواپوهنه ( سايکولوژي ) په خورا ډيپلوماټيک او تکتيکي ډول سره کارول شوې ده . لکه څرنګه، چې افغانان  پر اسلام او خپلواکۍ مين خلک دي او د افغان  - انګرېز په (۳)  درې جګړو کې افغانانو د اسلام پالنې، خپلواکۍ پالنې او هېواد پالنې  په اډانه کې انګرېز ته  غوڅه او فاحشه  ماته  ورکړې وه، نو ځکه  يې د پاکستان  پر تندي د اسلام پاک  سپېڅلی نوم ورتهولـيکـᄁاو له  بل پلوه يې د ډيورنډ ښکېلاکي او زبېښاکي کرښې  پرکښلو سره له  چترال  نه  تر بولانه  خاوره د لوی افغانستان له تاريخي او جغرافيوي  پږې څخه  بېله کړه او همدغه  شان  يې د هند له جغرافيوي  وجود څخه هم د لوی کشمير يوه ټوټه  را بېله کړه، سره ويې ګنډله او د اسلام  په نوم يې  په  لانجمن ډول  پاکستان  جوړ کړ . انګرېز د سپېرۀ  او چټل  پاکستان  په  جوړاوي کې دوه بنسټيز فکټورونه پلي کړي، چې لومړی، مذهب او دويم ، ځمکنی  لانجمنتوب دی . انګرېزانو د يوې نړيوالې  ښکېلاکي  چلوټۍ  په اډانه کې پاکستان او اسرائيل د مذهب او ځکمني لانجمنتوب  پر بنسټ  جوړکړل، چې له  هماغه  پيل څخه يې تراوسني مهاله پرنړۍ ددولتي ترهګرۍ د پالندويه او  صادرووني ځواک  په توګه يو ډيپلوماټيک سيوری خپوری کړی دی . د پاکستان د جوړېدا پرمهال د افغان –  پښتون  ولس د خپلواکۍ ملي اتل، غازي او پرځنګيال  ارواښاد حاجي صيب ميرزا علي خان وزير (ايپي فقير) يوه ډېره پخه  وينا وکړه، چې تاريخ  په خپل ګوګل کې ثبت کړې ده. نوموړي د پاکستان  په اړه وويل : « خر هماغه خر دی ، ايله کته ( ځل ) يې بدل  شو! )
د پاکستان  په  جوړښت کې د (۷) اېجنسيو د شتون  لاملونه :
کله چې انګرېزد هند پرنيموچه ګام کېښود، نو له هماغه  پيل څخه يې د پراختياپالنې پوځي دوکتورين  سياست (Forward Policy)خپل کړ او د اسيا زړۀ افغانستان  په لور يې  پرمخيون  پيل کړ. افغانستان  په اسيا کې د  زړۀ  حيثيت  لري  او هر چا چې دا د اسيا زړﮤ  په خپل ګورت کې ونيو، نو بويه، چې  ټوله  اسيا او نړۍ  يې خپله کړه . د افغانستان  جيو پولېټيک او جيواکناميک ( سياسي او اقتصادي )  ارزښتناک  مقام  علامه اقبال  په خپل  يوۀ  شعر کې ډېر ښه  انځور کړی، وايي :
قلب  آسيا يک پيکر آب وګل  است
ملت  افغان در آن  پيکر دل  است            از فساد او فساد آسيا
                                                                    از ګُشاد او ګُشاد آسيا  
پښتو ژباړه :
له  اوبو خاورو جوړ شوی د اسيا عظيم  بدن  دی
د زړۀ  ځای  په کې نيولی د افغان  ملت  وطن دی
چې سمسور افغان  ملت  وي د اسيا زړګی به  ښاد وي
چې زخمي  زخمي  په  تن وي د اسيا کور به برباد وي
                                                       (عبدالباري جهاني)
په  ۱۸۹۳ زېږديز کال د افغان  ټولواک  امير عبدالرحمان  او انګرېزانو ترمنځ  د ډيورنډ  توره  کرغېړنه کرښه  وکښل شوه . له هغه  مهاله  وروسته  د چترال  څخه  تر بولانه  خاوره د لوی افغانستان  له  تاريخي  وجود څخه  بېله او د انګرېز تر واک  او ځواک  لاندې راغله . انګرېز له افغان  اتل  او باتور ولس  څخه  تاريخي  غچ  واخېست  او د لروبر افغان – پښتون  ولس  د زور او ځواک د ماتونې  په موخه يې هغه  په (۴) څلور برخو ( افغانستان ، پښتونستان ، قبايلستان  او سوېلي  پښتونخوا  ووېشۀ . د ډيورنډ ښکېلاکي کرښې  وروسته  انګرېز له  افغان  او پښتون  ولس څخه  تل مدام  د پرله  پسې کسات  اخېستو په لټه کې  ؤ . نو په  همدې موخه  يې له  افغان  ولس څخه د خپلو (۳) درې ځلي ماتې د غچ  اخېستو په  موخه  يې قبايلستان  کې  (۷) اووﮤ اېجنسۍ (7 Agencies) ، شمالي وزيرستان اېجنسي، سوېلي وزيرستان اېجنسي،کورمه اېجنسي، اورکزی اېجنسي، خيبر اېجنسي، مومند اېجنسي او باجوړ اېجنسي او همدارنګه (۶) شپږ نيمه قبايلي يا د اېف ار(  6 FR Frontier Regions) سيمې ( پېښور، کوهاټ، بنو، ډي ای خان، لکي او ټانک ) جوړې کړې اوبيايې د (۷)اووﮤ اېجنسيو لپاره يې  د اېف  سي  ار (FCR_ Frontier Crimes Regulation) قانون  جوړ او بيايې  په کې نافذ کړ، چې دغه  قانون ته د ځنګل تور قانون هم ويل کېږي او د ټولو بشري  حقونو او نړيوالو آرونو خلاف  قانون دی . کله چې  پاکستان  وزېږېد، نو اټکل دا ؤ، چې  يادې  اووۀ اېجنسۍ به د پښتونستان  په ايالت کې ورګډې  شي، خو انګرېز او پنجابي  بيروکراسۍ نه يوازې دا کار و نه کړ، بلکې له  پښتنو څخه يې د هغوی ملي  هويت او پېژندګلوي  هم واخېسته . په دې مانا، چې د پښتونستان ايالت ته يې د شمال لوېديځ  سرحدي ايالت (North West Frontier Province) نوم  ورکړ او په دې توګه يې د لروبر افغان - پښتون  پر ټټر يو بل ګوزار هم  وکړ . په  تېرو دوو پېړيو کې  انګرېز او ورپسې  پاکستان  له  همدغو اوو اېجنسيو څخه په افغانستان کې لاسوهنې او تېري کوي او همدا اووﮤ اېجنسۍ د افغان - پښتون ولس د بدمرغۍ لامل  وې او دي .     
پر لروبر افغان ـ پښتون ټاټوبي (۸) سوله ييزه غميزې :  
لکه څنګه، چې مو مخکې وويل، انګرېز هند نيموچې ته  د ۱۶- ۱۷ پېړيو پرمهال راغی، نو انګرېز حکومت  او بيا د انګرېز ځاينانستي  پاکستان د لروبر افغان -  پښتون  پر خاوره يو لړ داسې جرمونه او جنايتونه کړي، چې د دوديالې ( متمدنې ) نړۍ  پرمخ د  تورکرغېړن خاپ  انډول  بلل کېږي . دا بشري ضد جرمونه او جنايتونه  د افغان - پښتون  تاريخ  په خپل ګوګل کې  ليکلي او خوندي  پراتۀ دي . دا جرمونه او جنايتونه  په داسې  ډول  شوي، چې د افغان - انګرېز ترمنځ  له  مخامخ  جګړې  سره  ښکاره او برملا توپير لري . د تاريخ  په بېلابېلو پړاوونو کې  د افغان - انګرېز ترمنځ  د سيالۍ  په ډګر کې  مخامخ  جګړې  شوې . خو دا سوله ييزه غميزې  د افغان - انګرېز له  نورو هغو سره  اوڅار توپير لري ، چې  په دغو کې  په  سوله ييزه غونډو، مظاهرو او لاريونونو انګرېز او وروسته يې ځايناستي ترهګر او ترهګرپال  پاکستان د دولتي ترهګرۍ په اډانه کې د ټوپکو دندوکار او د ګوليو تړيسمار جوړ کړی، چې  په کې  په  سلګونو او زرګونو کسه  بې ګناه  افغانان او پښتانه  شهيدان او يا هم  ټپيان  شوي، چې يادون يې  د افغان - پښتون  تاريخ  تل  ژوندی  ساتلای دی . دلته په لنډوني هغه (۸) اتۀ  سوله ييزه غميزې يادوم، چې ګډونوال او لاريونيان  يې په  سوله ييزه غونډو، مظاهرو او لاريون  بوخت  ول، خو انګرېز او يا لاسپوڅي او ګوډاګي  پنجابي  پوځ  پرې  وسله وال  بريدونه کړي دي :
۱ـ د بابړې غميزه : دا سوله ييزه غميزه د ۱۹۴۸ زېږدي کال د اګست  په (۱۲)مه  نېټه د پښتونخوا ايالت د چارسدې  په سيمه کې رامنځته شوې ده . هغه  مهال د پښتونخوا والي  د مسلم ليګ ګوند سره اړوند ؤ . نوموړی  عبدالقيوم خان  نومېدو او د کشمير اوسېدونکي  ؤ. د انګرېز په اشاره، د پنجاب  په امر او د دۀ  په قومانده د پاکستان  پنجابي  خاين، خړوس، چړوس، دووس، منحوس، کنجوس او بې ناموس  پوځ  د فخر افغان خان عبدالغفار خان  په  مشرۍ د افغان - پښتون پر سوله ييزه غونډه  بريد وکړ، چې  په پايله کې يې (۷۰۰) کسه  بې ګناه  نرينه، ښځينه، بوډاګان او ځوانان  شهيدان  او (۱۲۰۰) کسه  نور هغه يې ټپيان  شول .
۲ - د کيسه  خوانۍ غميزه : يوه  بله  سوله ييزه غونډه او مظاهره د پښتونخوا پلازمېنې د پېښور کيسه خوانۍ غميزه ده، چې د ۱۹۳۰ زېږدي کال  د اپرېل  په  (۲۳) مه  نېټه  پېښېدلې ده . هغه  مهال  چټل  پاکستان  جغرافيوي شتون  نه درلود. نو ځکه  د هند پر نيموچه  د انګرېز حکومت  ؤ. انګرېز خپل وينه څښاند پوځ  ته  امر وکړ او د پېښور په کيسه خوانۍ کې يې  د افغان - پښتون  ولس  په  سوله ييزه غونډه او مظاهره بريد وکړ، چې (۳۰۰) ګډونوال يې  شهيدان  او په  لسګونو او سلګونو نور هغه  ولسي وګړي  په کې  ټپيان  شول . د کيسه خوانۍ غميزه د افغان - پښتون  په  تاريخ  کې د يوې  تورې  ورځې  په  توګه  ثبت  شوې ده .
۳- د ټکر غميزه : د ټکر سوله ييزه غميزه  د پښتونخوا ايالت د مردان  په  ولسوالۍ کې  رامنځته شوې ده . هغه مهال  ټکر د خدايي خدمتګارانو پوخ  مرکز ؤ . په دغه  پېښه کې هم انګرېز حکومت د پښتنو پر سوله ييزه  غونډه او مظاهره وسله وال بريد وکړ، چې په  پايله کې يې لسګونه  افغانان او پښتانه  شهيدان او په سلګونو نور هغه يې ټپيان  شوي دي .
۴- د اوډي ګرام  غميزه : دا پېښه د پښتونخوا ايالت  د سوات  په  سيمه کې  پېښېدلې ده، چې لسګونه  او سلګونه کسه  افغانان په کې  شهيدان شوي دي . د دغې پېښې د شهيدانو لوی  شمېر خدايي خدمتګاران  ول . په  ورته  توګه  په  سلګونو نور پښتانه  په کې ژوبل  شوي هم دي .
۵- د خيسورۀ غميزه : دا پېښه د شمالي  وزيرستان  اېجنسي  د ميرعلي  اړوند د خيسورۀ  په سيمه کې  رامنځته  شوې ده .  په  دغه  غميزه کې  د وخت  انګرېز واکمن  پر بې وسلې  افغان ـ- پښتون  ولس  باړونه  وچلول، چې  په  ترڅ  کې  يې  په لسګونو کسه  افغانان  شهيدان  او په  سلګونو نور هغه  يې ټپيان  شوي دي . دا د انګرېز او لاسپوڅي  پاکستان  هر جنايت  يې  د تاريخ  په  ګوګل کې خوندي  پروت دی .
۶- د سپين تنګي (هاتي خېل وزير) غميزه : دا پېښه د پښتونخوا ايالت  د بنو ولسوالۍ اړوند د سپين  تنګي  په سيمه کې د ۱۹۳۰ زېږدي کال د اګست  په (۲۴) مه  نېټه  پېښېدلې ده . د بنو ولسوالۍ سره اړوند د هاتي خېل وزير د سپين  تنګي  خوړۀ په هوار ډاګ  کې د شهيد قاضي عطاء الله صيب  او شهيد خان ايوب  خان  وزير تر مشرۍ لاندې  وزير، بنوڅي، خټک، مروت او نورو قومونو يوه  سوله ييزه غونډه  جوړه کړې وه . نوموړو مشرانو د وخت انګرېز واکمن څخه وغوښتل، چې د دوی  سوله ييزه غونډه  جوړېدا ته  پرېږدي، خو انګرېز تل د افغان - پښتون  له  ملي يووالي څخه  وېره  ترهه درلوده . هغه  ؤ، چې  پر نوموړې غونډه يې وسله وال  بريد وکړ. په دغه  خونړي  ناتار کې  (۸۰ )  کسه افغانان  شهيدان او په  لسګونو او سلګونو نور هغه يې ټپيان کړل . په دغه  نښته کې اتل او باتور افغان - پښتون  ولس هم د انګرېزي  پوځ (۲۵) کسه  (ډوګرا) نومي  پوځيان کسکر کړل .
۷- د لياقت باغ  غميزه : دا پېښه د چټل  پاکستان  له جوړېدا وروسته  شوې ده . ياده غميزه د ۱۹۷۳ زېږدي کال د مارچ  په (۲۳) مه نېټه د پنجاب ايالت د راولپنډۍ  په لياقت  باغ  سيمه کې پېښېدلې ده . هغه  مهال  په  پاکستان  کې د ذوالفقار علي بوټو حکومت  ؤ. خدايي خدمتګارانو او پښتون  زلميانو په ګډه د لياقت  باغ  په  سيمه کې غونډه  جوړه کړې وه . پرهمدې  مهال لومړي  وزير ذوالفقار علي بوټو پر نوموړې غونډه د وسله وال بريد امر وکړ . په دغه يرغل کې د ځمکې له خوا پوليس - اردو او د هوا له  لارې  پوځي چورلکو ګډون درلود . د تېر په  څېر بياهم  په دغه افغان - پښتون دښمنه غميزه کې په  لسګونو پښتانه  شهيدان  او په  سلګونو نور هغه يې ټپيان  شول، چې يوازې (۱۴) کسه يې د پښتون  زلميانو غورځنګ  غړي ګډونوال  ول .
 
۸- د خوست  مغولګي غميزه :
د مغولګي غميزه د افغان - پښتون  تاريخ  يوه  توره کرغېړنه ورځ  ده، چې تل  به  د لروبر افغان د تاريخ  په  زړﮤ کې د يوۀ تاريخي واقعيت او حقيقت  په توګه ياديږي . د مغولګي غميزه د ۱۳۲۸ لېږديز لمريز کال د غبرګولي  په (۲۲) مه نېټه، چې د 1949 زېږديز کال د جون له (12) مې نېټې  سره يې سمون درلود، د دوه نۍ (دوشنبې) په ورځ  پېښېدلې ده . هغه مهال د افغانستان  ټولواک  محمد ظاهر شاه او ترۀ يې  شاه  محمود خان  لومړی  وزير ؤ .
د مغولګي پرېوت (موقعيت) : مغولګی د خوست  ولايت  سوېل او سوېل ختيځ  ته  پروت د يوۀ غرﮤ  نوم دی، چې  په منځ  کې يې يوه لويه او پراخه دره هم  شته  او ياده ټوله  سيمه د مغولګي  په  نوم ياديږي . مغولګی د خوست  ګوربزو ولسوالۍ اړوند دی . هغه  مهال  خوست د پکتيا ولايت اړوند لومړۍ درجه  ولسوالۍ  وه . د مغولګي  غميزې د پېښاوي پرمهال د ګوربزو ولسوالي د خوست لويې ولسوالۍ يوه علاقه داري وه، چې علاقه دار يې حفيظ الله نومېدو. په قوم  متون  او د متون سيمې اوسېدونکی ؤ . متون اوس  مهال  د خوست ولايت  مرکز هم دی . د خوست ښار او مغولګي ترمنځ  د موټر کابو دوه ساعته  مزل دی . خو که د خوست  ښار او مغولګي ترمنځ  غځېدلی واټ کرېړ او پوخ  شي، نو دا واټن  به له ټاکلي کچ  څخه  زيات  را لږ شي . د مغولګي ناورين  د پېښېدا پرمهال د خوست  تنظيمه  رئيس  تورن  جنرال  نصرالله وزيري۱ او د سرحدي  ځواکونو قوماندان  نېک محمد منګل۲ ؤ، چې  په  خوست کې د ( نيکي فرقه مشر ) په  نوم  پېژندل کېږي .
 
 
۲- دا شان  هغه مهال د خوست سرحدي ځواک قوماندان نېک محمد منګل ؤ، چې په خوست کې د نيکي فرقه مشر په نوم ياديږي . نوموړي د متون لنډي په کلي کې يوه کلا (قلعه) درلوده، چې اوس هم شته . د کابل په پښتونستان واټ کې پروت د نېک زاد هوټل  هم د نېک محمد منګل دی . ليکوال .
 
*****
په ۱۹۴۷ زېږدي کال د اګست په مياشت کې انګرېزان  د هند نيموچې څخه  لاړل . د اګست (۱۴) مه د پاکستان او د اګست (۱۵) مه د هند د خپلواکۍ ملي ورځو په  توګه  وپېژندل  شوې . انګرېزان  له هند څخه  ووتل ، خو په  پاکستان کې  په  ښکاره او برملا توګه  پاتې  شول . ټول واک او ځواک د انګرېز او د هغوی  لاسپوڅې بيروکراسۍ  په  لاس کې  ؤ، چې مشر يې اسلام  ته  خاين  محمد علي جناح  ؤ. د پاکستان  اجير، منفور او مزدور پوځ لومړني دوه مشران انګرېزان ول . د پاکستان  پوځ  لومړی  مشر (ستر درستيز) جنرال فرينک مېزري  ؤ، چې د (۱۹۴۷ - ۱۹۴۸) کاله  يې د پاکستاني پوځ  مشر ؤ. دويم  جنرال  ډېوېډ ګرېسي ؤ، چې د (۱۹۴۸ - ۱۹۵۱) پورې يې د نوموړي  هېواد پوځ مشري کوله او درېيم  هم د انګرېز جاسوس او ګوډاګی جنرال ايوب  خان  ؤ، چې د (۱۹۵۱- ۱۹۵۸) زېږدي کاله  پورې  يې د پاکستان  پوځ د مشرۍ پرڅوکۍ دنده  ترسره کړې ده . له  بل  پلوه له  هند نيموچې څخه  د انګرېز له  وتون  سره جوخت د حاجي  صيب  ميرزا علي خان  وزير (ايپي فقير) او دغازي جهانګيرخان ۱د خپلواکۍ غورځنګ  زور واخېست، چې موخه يې له  نوزېږي سامري۲،  مرهټي، مغولي او انګرېزي پاکستان څخه بېلتون او د خپل  پلار- نيکه  ټاټوبي افغانستان سره بياځلي پيوستون اوکوشېرتون  ؤ . همدا شان د ډيورنډ ښکېلاکي او زبېښاکي کرښې  افغانستان  پلو ته  پښتنو د ايپي فقير له  روحاني، انقلابي، پښتني او افغاني شخصيت او خپلواکي بښاند پرځنګ (مبارزې) او غورځنګ سره خورا زياته  ملالۍ، ګلالۍ او لېونۍ مينه، څوب او لېوالتيا درلوده، ځکه  انګرېز ښکېلاک  دواړو خواوو ته د يوې  پږې (بدن) دوه غړي  په خپل منځ کې  بې پيونده پرې او بېلولي ول . همدا لامل ؤ، چې د برې  پښتونخوا پښتنو د ايپي فقير له  روا پرځنګ او غورځنګ  سره ټينګه  خواخوږي ، همغږي او ملاتړ وښود او په  همدې موخه  په ۱۳۲۸ لېږديز لمريز کال د غبرګولي په مياشت کې، چې د 1949 زېږدي کال د جون له مياشتې سره يې سمون درلود، د خوست  په  بازارکې  يو خورا دروند، پياوړی او غښتلی قومي او ولسي لښکر را غونډ شو. له اړين  سمون او اوډون  وروسته  سوکه – سوکه  له  خوست  بازار څخه  همدا ځوږند او خوځند لاريون  وزمه  لښکر د مغولګي  په  لور وخوځېد، څو د اړتيا پرمهال  د ډيورنډ له  ښکېلاکي او زبېښاکي کرښې واوړي او د شمالي وزيرستان  مرکز ميرانشاه ته  ځان ورسوي او د ايپي  فقير له  غورځنګ او لښکر سره يو ځای شي او د جګړې  په  صورت کې پر پنجابي اوانګرېزي  ښامار ځپند ګوزارونه وکاندي او د پښتونستان خپلواکي وګټي .
 
په دغه  څو زره کسيزه سېکمن او ځواکمن  پښتني او افغاني لښکر کې د لويې پکتيا او په ځانګړې توګه د خوست  ټول  ټبرونه لکه ( ځدراڼ ، منګل ، تڼي ، اسماعيل خېل ، مندوزی ، ګوربز، متون ،لکڼ ، علي شېر، تريزي او ځاځي ) شامل ول . په ياد لښکر کې لږ ډېر (۳۰- ۴۰) ډولچيانو هم ګډون درلود. پخوا به  پښتانه  د آريايي دود له مخې د جګړې  ډګر ته  په ډول  او اتڼ  تلل او په ډول او اتڼ  به  ستنېدل . ډول او اتڼ د جګړې  په ډګرکې د بريا او سوبې  نښند (سمبول) ګڼل کېدو، ځکه  خو اتڼ د افغانستان د ملي نڅا په  توګه  پېژندل کېږي او په  افغان – پښتون کلتور کې  تاريخي  روايښت او ورايښت (مشروعيت او تجليت) لري . نوموړی ولسي لښکر په  سپکو وسلو په ځانګړې توګه په  بوړي ټوپکو سمبال ؤ . ياد  لښکر لومړی د لاريون  په بڼه د ګوربزو ولسوالۍ د ژورې سيمې ته  لاړ. د تګلوري  په  بهير کې يې ډول او اتڼ  په غرو درو کې انګازې کولې . د ژورې او مغولګي ترمنځ  کابو (۵) پېنځۀ کيلومتره واټن  پروت دی . ژورۀ د مغولګي سوېل  لوېديځ  ته او مغولګی د ژورۀ  شمال ختيځ  ته  پروت دی . قومي لښکر په  بل ټپال کې  ژورۀ ته له رسېدا وروسته  سوکه – سوکه د مغولګي  په لور پرمخيون  وکړ او نوموړې سيمې ته  په  رسېدا، همالته استوګن شو، څو د بل  پړاو په  موخه خپلمنځي سلا مشوره وکړي . د قومي لښکر مغولګي ته رسېدا او مېشتيا يې  په يو خېل د ډيورنډ ښکېلاکي او زبېښاکي  کرښه  ننګوله  او د نوزېږي  پاکستان  سياسي او جغرافيوي اډانه او پايښت يې  له ګواښ سره  مخ کړی  ؤ، ځکه  مغولګی د افغانستان او پاکستان  ترمنځ  د صفري کرښې ته لنډ واټنې  سيمه ده . هغه  مهال  افغان دولت او حکومت  هڅه کوله ، چې  د انګرېز او پاکستان  د پراختياپال  سياست او تګلارې  پر وړاندې ودريږي او  پرېنږدي، چې نوزېږی  پاکستان له  ښکېلاکي او زبېښاکي  کرښې  لا مخکې  راشي . د خوست  سيمه ييزو  ولسي سندرغاړو به  په  دې تړښت  بېلا،بېل  شعرونه او سندرې ويلې، چې  يوه بېلګه  يې د زبات په موخه  ليکم :
تور غرونه يې سوري کړل  لارې يې جوړې کړې موټرو ته
زور د ظاهر شاه  ؤ ځان يې  ورساوۀ  بندرو ته
نو پر همدې  توسن  د سامري ، مغولي او مرهټي  پاکستان  انګرېزپال او شيطانپال  رژيم  له  سختې ترهورې  وېرې  سره  مخ  شو، ځکه  نوزېږی  پاکستان د پړانګ  او ډانګ  ترمنځ  د افغانستان او هند ترمنځ د ښکېلاک او زبېښاک د يوې نړيوالې چلوټۍ په  ترڅ کې  په  نابلل  شوې  بڼه  را وټوکېد . له يوې خوا په  پښتونخوا کې د ايپي فقير خپلواکي بښاند غورځنګ  ښه  په  برم او پرتم کې روان  ؤ او له بل لوري د خوست  ولسي او قومي  لښکر د نوموړي غورځنګ د سياسي او پوځي ملاتړ په موخه  خوځښت  پيل کړی  ؤ، چې  صفري کرښې  ته  څېرمه  په  مغولګي کې مېشت  ؤ او هره  شېبه دا شونې وه، چې له کرښې واوړي او د ايپي  فقير له  غورځنګ او پرځنګ  سره په يوکېدا او ملتيا پر انګرېزي  پاکستان ځپند مرګوني ګوزارونه  وکاندي . له بل پلوه انګرېزانو د سياسي او پوځي  ستراتېژ‎ۍ او تکتيک په  اډانه کې د خپل نوزېږي  ښکېلاکځي يا مستعمرې ( پاکستان ) د ژغوراوي، ساتنې او ملاتړ په  موخه  د هوايي  ځواک (۲) دوه  غونډونه  له افغانستان سره نېږدې ځای پر ځای کړي ول، چې يو يې د پښتونستان  په پلازمېنه  پېښور او بل هغه يې د بلوچستان  په  پلازمېنه کوېټه کې مېشت ؤ، څو د اړتيا پرمهال يې د افغانستان  پرخلاف وکاروي . افغان پرځنګيال اوغورځنګيال لښکر يوه  ښايسته  موده  په  مغولګي کې ايسار پاتې شو. هره ورځ  به  له افغاني او پښتني  دود سره  سم  ډولونه او اتڼونه کېدل . انګرېزي  پاکستان  له خورا زورورې  او ترهورې وېرې  سره مخ  ؤ . چټ پټ يې د هوايي ځواک  چېلتر۱ الوتکې  په الوت  وې او د افغانستان  پولې  سره جوخت  پروت د شمالي وزيرستان د ميرانشان  په هوايي  وېج (هوايي قلمرو) کې يې  پوځي مانورونه  کول . له  بلې خوا د مغولګي قومي  لښکر هم ورځ  په ورځ  په غرغنډو او د چاودون  په درشل  ولاړ ؤ. د لښکر مشرانو وپتېيله، چې د ډيورنډ ښکېلاکي کرښه  ماته او ايسته  لکه د ګوربتانو او زمريانو په څېر په شمالي وزيرستان  ورشېوه  شي اود پښتونستان او بلوچستان محکوم  پښتون او بلوچ  قومونو سره د يووالي، پيوستون  او خپلواکۍ په موخه  ننګه، ملتيا او ملاتړ وکړي . د پاکستان انګرېزي  رژيم  د مغولګي لښکر تکل ، هوډ او خوځښت  له نېږدې څارۀ . کله چې د لښکر او لښکريانو له خپلواکي بښاند نيت او هوډ څخه خبر شو، نو خپلې  جنګي الوتکې يې د افغانستان  هوايي وېج (قلمرو) ته راواړولې او د نوموړي لښکر د روحي او اروايي ځپنې په موخه يې پرې له  پاسه  په هوا کې ترهندويه مانورې پيل کړې . پاکستاني الوتکو دوې ورځې پرله پسې په لښکر اخطاري او ګواښندويه ليکونه وشيندل . په ليکونو کې له پرځنګيال او غورځنګيال لښکر له سرښندويه لښکريانو غوښتل شوي ول، چې ژر تر ژره د مغولګي سيمه  خوشې او بېرته  د خوست  مرکز ته ستانه  شي . خو د انګرېزي  او پنجابي  رژيم  له دغه ګواښ سره – سره لښکر او لښکريان  لا په خوټېدنګ، پرځنګ او غورځنګ راغلل . خو له بده مرغه، چې د پاکستان سامري ،مغولي، مرهټي او انګرېزي  رژيم  په درېيمه ورځ  پر لښکر هوايي خونړی  بريد وکړ. (۳) درې چېلتر جنګي الوتکو انګرېز جوړ بوجۍ وزمه  بمونه، چې په  خپله  اډانه کې يې د مَوږي  په  څېر نور اوسپنيز بمونه هم لرل، په لښکر ګوزار کړل .
په ځواب کې لښکريانو هم د خپلو بوړي  ټوپکو شپېلۍ د الوتکو لورته ورواړولې او د ګوليو تړيسمار باړونه  يې  پرې  وچلول . پر مغولګي د انګرېزي  پاکستان  هوايي  يرغل  وروسته  په  نوموړې  سيمه کې يو بې ساری او کمساری  ناورين  رامنځته  شو. ټوله  سيمه  لکه د بنۍ او بټۍ په  څېر د اور په لمبو کې سوځېده . واکمن چاپېريال  خاورو، دوړو او ګردونو په خپله  لمن کې نغاړلی  ؤ. هره  خوا سرې  وينې ، غوښې او مات  ګوډ کنډر هډونه  پراته ول . د مغولګي  په وچ  سپېرۀ ډاګ  چاپېره  اتل او باتور شهيدان او ټپيان  خوارۀ  وارۀ پراته  ول .  په  رڼا ورځ  توره  شپه  جوړه وه، چې د دويمې کربلا بېلګه ييز انځور يې  وړاندې کاوۀ . د مغولګي  پر لښکر د انګرېزي  پاکستان  په  خونړي  بريد کې د رسمي شمېر پر بنسټ (۲۲) کسه  افغان  لښکريان  شهيدان او د (۵۰- ۸۰ ) پورې  نور هغه  په کې ټپيان  شول . خود نارسمي شمېر له مخې له (۱۰۰ـ ۱۵۰) پورې  شهيدان  او په  سلګونو نور په کې  ټپيان  شوي دي . د مغولګي  په  خونړۍ جګړه کې د ځدراڼو قوم ټولټال (۱۸) کسه شهيدان او ټپيان  شوي، چې  په هغوی کې د ځدراڼو قوم مشر د ظريف خان زوی (ذکي )  او د زمرګل  ورور ( حاجي حليم )  شهيدان  شوي او د علي خان زوی ( جغ )، د جعفر زوی (غفار) او د سالم  زوی ( شتکی ) په نومونو يو شمېر نور په کې ټپيان شوي دي . په همدې توګه د المرې کلي  اوسېدونکي عبدالسلام  ځدراڼ ، حکيم خان ځدراڼ ، سيد اکبر ځدراڼ او د کپړي کلي اوسېدونکی ګلاب جان  د نوموړي  قومي  لښکر ګډونوال ول . دغه راز د مغولګي  په ناورين کې دوه  نامتو او بېوزله  ډولچيان کوناټ ځدراڼ او  ميراجان ( اسماعيل خېل ) هم  شهيد شوي دي . د ميرا جان ډولچي ټوټې ټوټې مړی  عبدالسلام  ځدراڼ  په  خپله  جوبټه (څادر) کې  را ټول او تر کوره  يې  د کفنپوښنې او ښخونې (تکفين او تدفين )  په موخه  رسولای  ؤ . ميراجان  ډولچي  ايله  يوه  ښځه لرله، چې (ګُل تريزه) نومېده . د نوموړي  د وطن  لارې  شهيد خونه  ميراته (ميراث) شوه . کله  چې  د مغولګي  پر قومي لښکر بمباري  وشوه، نو زيات  مړي او ټپيان  په  وينو کې ليت  پيت  ټوکر- ټوکر هر لور ته  خوارﮤ وارﮤ پراته  ول، چې  پېژندګلوي  يې  په اسانه  نه  شوه کېدای . يو زيات شمېر مړي او ټپيان  يې  په يوه  لويه لارۍ کې  بار کړل او د تڼيو علاقه دارۍ اړوند د درګي کلي ته  يې  راوړل  او هلته  يې  د کمکۍ ډنډې  په ځای کې  پر وچ  ډاګ کېښودل . د خوست  له  نورو سيمو څخه  خلک د خپلو مړو او ټپيانو د لټون او پېژندتيا په موخه  ورتلل او خپل  بلهاري  عزيزان يې د هغو ظاهري نښو، جامو او خاپونو له مخې لټول، چې پر بدن  يې له مخکې موجود ول .  
 
د مغولګي  په ډګر د ګلاب جان  ځدراڼ  زړوره  اتلولي :
د روايت  پربنسټ کله  چې انګرېزي  پاکستان  په  مغولګي کې د افغان – پښتون  په  مست  او ځوږند لښکر بمباري وکړه، نو په  همدې شېبه کې يو مَوږی وزمه بم  له  چاودون څخه  مخکې  پر خپل ځای د لاټو په دود  چورلېدو . وايي، په  همدې  وخت کې  ګلاب  جان  ځدراڼ  ورټوپ کړ، ياد بم  يې  روغ رمټ ، ژوندی  په  لاس  واخېست ، د لښکر له  منځ  څخه  يې  بېديا منډه کړه او ايسته  وريا يې  ارتاو کړ. کله  چې  بم  په وچ ډاګ  ولوېد، نو (درز)  وچاودېد . په دې  توګه  ګلاب  جان ځدراڼ  د خپلې  زړورتيا او اتلولۍ  ننداره  لښکر ته  وړاندې کړه او د لښکريانو د لا زياتې  درنې مرګ  ژوبلې مخنيوی  يې وکړ. نوموړی د نادرشاه کوټ  ولسوالۍ د کپړي کلي اوسېدونکی ؤ .
د مغولګي  پر ډګر د ماهر ډولچي  کوناټ  ځدراڼ اتلواله  ننداره !
د مغولګي جګړې  يو بل اتل  شهيد کوناټ ځدراڼ دی . نوموړی  پرهېواد او خپلواکۍ مين  ملي  پرځنګيال او ډغريال  ځوان  ؤ، چې د خپلې خاورې څخه د دفاع  په  هره جګړه کې به يې فعاله ونډه اخېسته . هغه د مغولګي  په  لښکر کې د ځدراڼ  قوم ماهر او تکړه  ډولچي او اتڼچي ؤ، چې  په ډول وهنه کې يې ځانګړی او منلی مهارت، شهرت او تجربه درلوده. کله چې به يې اتڼچيانو ته ډول  واهه، نو په دﮤ به هم د اتڼ  ښاپېرۍ کېناسته او له خپل  ډول سره به هممهاله  په اتڼيزه  ګډا او نڅا سر شو. د مغولګي  په جګړه کې يې هم فعال  او مناند ګډون درلود. کله چې د نوزېږي سامري  پاکستان  الوتکې د مغولګي  پر لښکر بمباري  وکړه، نو اتل او باتور کوناټ ځدراڼ  لاهم  ډول  په غاړه درلود او داسې  يې  په ملي او افغاني  وياړ او غرور غړمباوۀ ، چې پرله پسې يې د مغولګي  په ډګر او دره کې انګازې کولې . کوناټ  ځدراڼ  په داسې  تپجن او کړکېچن حال کې  په دې موخه  خپل ډول  واهه، څو لښکر ته  مانيزه او ولوليزه  پياوړتيا او احساسات وربښي او د ماتې مخنيوی يې وکاندي . خو پردغه مهال د سامري پاکستان يوې چېتلرالوتکې په نښه کړ اود ماشينګړې  پرله پسې باړونه  يې پرې  وچلول . دی کاري  ټپي شو، خو لا يې هم  ډول  واهه او د خپلې مېړانې او اتلولۍ ننداره  يې لښکرته  ډاګينوله . په پای کې له خپل  ډول  سره سوکه  پرځمکه  ولوېد او په رغړېدو شو . لښکريان  د کوناټ  له ټپي  کېدا ناخبره  ول . يو بل  ته يې ويل، هله، تاسو وګورئ !  کوناټ  د رغړاوي  په حال کې  لاهم خپل ډول  وهي او ورسره  ګډيږيٍ، خو په اتل کوناټ  د ځنکندن سختې  راغلې وې او څو شېبې  وروسته  ومړ، د شهادت  لوړ پوړ ته  وخوت او روح  يې  جنت  ته  والوت .        
يادؤنه :
د مغولګي په جګړه کې د خوست  ټولو قومونو او ولسونو په  خپل وار او تلوار سره د افغاني او پښتني غيرت، همت ، سرښندنې، مېړانې، زړورتيا او اتلولۍ څرګندونه کړې او خپل  سرونه  يې د لوی افغانستان ، لروبر افغان اتل او باتور ولس او په  ټول کې د اسلام  سپېڅلي دين  بريا او سوبې ته ډالۍ کړي، چې بلهاريزه اتلولي يې  په  افغان  تاريخ کې  په  برېښانده او ځلانده  تورو ثبت او ليکل شوې ده .
د مغولګي غميزې  پر وړاندې د افغان  ټولواکي (شاهي) رژيم  سوړ غبرګون  او د حق السکوت ( Black Out)  تګلارې خپلول او پلې کول !
تاريخ  شاهد دی، چې  د بريتانوي  هند انګرېزي حکومت د سيمې  او افغانستان  د کورنۍ شاتګپالې ارتجاع  پرمټ د هېواد د خپلواکۍ ګټيالي غازي  امان الله خان  ټولواکي (شاهي) واکمني او حکومت  نسکورکړ او پرځای يې  خپل  لاسپوڅی ګوډاګي حبيب الله کلکاني (بچۀ سقاو) د واک پرګدۍ کېناوۀ، چې  ورسره جوخت  په افغانستان کې د ځوړتيا او تربتيا ( انحطاط او اختناق ) ناورين پيل شو . دغې غمېدلې  لړۍ  د هېواد په  ګوټ – ګوټ کې کابو نهه  مياشتې  دوام  وکړ، چې  په کورنۍ کچه يې  ټول دولتي او حکومتي  جوړښتونه او بنسټونه  ونړول او د دولتولۍ او حکومتولۍ  اساسات  او تشکيلات يې د مذهب  او دين ترنامه  لاندې  نسکور کړل  او افغان ولس او افغان  ټاټوبی د ګونګ  او ناڅرګند حالت  په  څرخوبي کې  لکه  د نيمژواندي  مرغۀ  په  څېر د ژوند او مرګ  ترمنځ  د پايښت  په  جګړه کې  په  ستړياوتې  پرځنګ  او غورځنګ  بوخت  ول .
*****
حبيب الله کلکاني ( بچۀ سقاو ) کابو نهه  مياشتې  پر هېواد د ظلم، تيري، زورزياتي، او لاټي ګرۍ پرمټ  حکومت وکړ . دا مهال  محمد نادر خان  له  خپلې کورنۍ او وروڼو سره د فرانسې  په  پلازمېنه پاريس کې د افغانستان د لوی  سفير او استازي  په  توګه  اوسېدو . افغانستان  په  چورلټه  د سقاوي وحشت او بربريت  په ولکه کې د خپل  ژوند وروستۍ سلګۍ  وهلې . لکه  چې متل دی، په  هرې تيارې  پسې  رڼا راځي !  نو نادر خان د هېواد د ژغوراوي  په موخه د عمل ډګر ته  را وړاندې  شو او د بريتانيا دولت او حکومت سره يې د پردې  شاته  يو لړ پټ  تړونونه  او هوکړه ليکونه  وکړل او لاسليک يې کړل . په بل ټپال کې د انګرېز دولت او حکومت  په اجازه له  فرانسې څخه  بريتانوي هند او بيا د لويې پکتيا اړوند خوست  ته  راغی او له ببرک خان ځدراڼ او يو شمېر نورو مخورو قومي ملکانو او خانانو سره  د شل شپې وکړې . نادر خان او نورو مشرانو په دې خبره هوکړه  وکړه، چې د سقاو واکمني به  پرځوي او بيا به غازي امان الله خان  واک  ته  رسوي . په همدې موخه د لويې پکتيا ټول قومونه  را ټول  شول او د جنګي لښکر په  جوړاوي  سره يې سم د پکتيا په مرکز (ګردېز) بريد وکړ او د نوموړي ښار له نيواک  وروسته  پر کابل  ورشېوه  شول . په افغان  پلازمېنه کابل کې د پکتياوالو او سقاويانو ترمنځ  خونړۍ  جګړه  ونښته . پکتياوالو سقاويانو ته د جګړې  په ډګرکې غوڅه  ماتې ورکړ او بچۀ  سقاو د يوۀ  ګيدړ په څېر شمالي  ته  وتښتېد، چې وروسته  نادر خان  په چل ول  راوغوښت او له  خپلو يو شمېر نېږدې  پلويانو او بړېڅيانو سره يې يو ځای د کابل  په  حضوري چمن کې  زندۍ کړ .
*****
غازي امان الله خان د 1919 زېږدي کال د اګست  په  ( 18) مه  نېټه، چې د ۱۲۹۸ لېږديز لمريز کال د  زمري  له (۲۸)  مې نېټې سره يې سمون درلود، له انګرېز ښکېلاک  او زبېښاک څځه  د افغانستان خپلواکي ترلاسه او اعلان کړه . د هېواد خپلواکۍ ګټيالي  امان الله خان  له  انګرېزي  ښکېلاک  سره د خپلواکۍ په  موخه  په (۳) درېيو جبهو( ننګرهار، پکتيا او کندهار ) کې جګړه وپيلوله . د ننګرهار جبهې قوماندان  جنرال صالح  محمد خان ، د پکتيا جبهې قوماندان  جنرال محمد نادر خان او د کندهار جبهې  قوماندان عبدالقدوس خان  ول . افغان  ځواکونو د ننګرهار او کندهار په  محاذونو کې ماتې وخوړه، خو د پکتيا اړوند خوست  په محاذ کې  افغانانو انګرېزي  ځواک  ته  غوڅه او فاحشه  ماتې  ورکړه . افغان لښکر په  ټل کې د انګرېزانو پوځي چاوڼۍ  ونيوله، انګريزي  بيرغ  يې تر ښکته او پرځای يې  د افغانستان  بيرغ  پرې  ورپاوۀ . د پکتيا جبهه ځکه  بريمنه  او سوبمنه  وه، چې د جنرال محمد نادر خان سره د لويې  پکتيا او په  ځانګړې  توګه د ملي پرځنګيال  ببرک خان ځدراڼ  هر اړخيزه  مرسته او ملتيا وه . پردې  سربېره د جنرال محمد نادر خان د جبهې  مرستيال  او پياوړی  څنګښتي ملګری  ببرک  خان  ځدراڼ  ؤ . نو ځکه  د پکتيا په جبهه کې انګرېز شرمندويه ماتې  وخوړه او په دې توګه يې د هېواد خپلواکي  وګټله . له  هماغه  مهاله  را په دېخوا انګرېز ته د لويې  پکتيا تاريخ  ښه مالوم او جوت دی  او د پښتنو ځواکمن  ولايتونه او قومونه  په کره او ثِقه  توګه  پېژني . انګرېزان  لويه  پکتيا او په کې مېشت  ولسونه  او قومونه  تر بل هر چا ښه  پېژني او د دې خاورې  قومي او ولسي پوټانشېيل  يې هم  په  ځير او دقت  سره تللای او کره کړی دی . نو همدا لامل ؤ، چې کله  محمد نادر خان  ( بچۀ  سقاو ) د لويې  پکتيا پرمټ  نسکور کړ، نو له  انګرېز سره يې د کړيو پټو تړونونو پر بنسټ  لويه  پکتيا په  ټولنيز ډګر کې  له  هر پلوه  له  مدنيت  او دودياليتوب  څخه  وريا په  بدويت  او دودپاليتوب کې وساتله . ځکه همدا لويه  پکتيا وه، چې  د خپلواکۍ  په جګړه او هم  يې د نادر خان او سقاو په جګړه کې انګرېزانو او سقاويانو ته  ماتې ورکړې ده . نو پرهمدې  توسن  کله  چې  د مغولګي  غميزه وپېښېده، د کابل  شاهي ارتجاعي  رژيم  يې  پر وړاندې  د چوپتيا ( حق السکوت – Black Out) سياست غوره او پلی کړ، ځکه د وخت  افغان  رژيم  نه  غوښتل، چې  پکتيا کې د پښتونستان  پلوه  پرځنګ او غورځنګ  مرکز شي او د خلکو احساسات  وپاريږي او د پښتونستان آزادۍ د حصول په موخه د چاودون تر بريده ورسيږي . همدا هيله او غوښتنه د سامري، مرهټي، مغولي او انګرېزي  پاکستان هم  وه . نوځکه لويه پکتيا ورټل شوه . پرهمدې  بنسټ  دا توطيه او دسيسه د افغان – پښتون  په  تاريخ  کې د يوۀ  تور خاپ  په  څېر ثبت  او ياديږي .
*****
د مغولګي غميزې  بلهاريان اود شاهي رژيم  سمبوليکه  خواخوږي او لاسنيوی !
لکه څنګه، چې مې مخکې ورته اشاره  وکړه، د مغولګي  غميزې د پېښاوي  پروړاندې  د کابل شاهي  رژيم  نه يوازې د چوپتيا (حق السکوت) تګلاره خپله او پلې کړه، بلکې  په دغه  خونړي  ناتار کې د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره يې هم مازې سمبوليکه  خواخوږي  وښوده او د هغوی نيمګړی او نيمه خوا لاسنيوی  يې وکړ، ځکه د مغولګي  غميزې له  پېښېدا سره جوخت  په  لويه  پکتيا کې انګرېزي او پاکستاني ضد ولولې او احساسات  توپاني شوي ول . د پکتيا ولس  پرله  پسې  د کابل شاهي رژيم  د رټ  فشار لاندې  ونيو او غوښتنه يې کوله، چې  افغان دولت دې د پاکستان هوايي ځواک  مخنيوی وکړي، نورموږ په  تش لاس  له انګرېزي  پاکستان  سره ډغريالۍ او پرځنګيالۍ جګړه کوو . په  همدغه  بوخته کې کابو يوه  مياشت  وروسته افغان  ټولواک  محمد ظاهر شاه د بوختين کړکېچ د کېناوي، سړاوي  او ورکاوي  په  موخه  خوست  ته راغی . نوموړي د خوست  ولسونه او قومونه  وروغوښتل، ناسته او غونډه يې ورسره وکړه، د شهيدانو کورنيو ته يې فاتحه وکړه او خپله غمشريکي  يې ورته  ډاګين کړه او د ټپيانو سره يې خواخوږي  وښوده . ورپسې يې د شهيدانو هرې کورنۍ ته د خوست  اړوند د علي شېرو په  ولسوالۍ  کې (۵) پېنځه  جريبه ځمکه  او هر ټپي ته  يې  ايله ( يوه – يوه  لونګۍ ) ورکړه ... ، چې دا چار په  خپله  اډانه کې  د ټپيانو سپکاوی او ورکاوی  بلل کېږي . نو دلته د پښتو دا متل  په  تول  پوره  او کره  خيږي، چې  وايي : ( يار تر کوڅه تېر کړه، رنګ  يې هېر کړه ! )
خوست  ته د ټولواک  راتګ  تريوۀ  بريده ولسي او قومي ولولې او احساسات  ساړۀ  او ولکه کړل، خو له سامري ، مرهټي، مغولي او انګرېزي  پاکستان څخه د غچ اخېستنې  بټۍ د پړسېدلې بنۍ  په څېر خوټېده . په  يوۀ بل پړاو کې د خوست ولس  د انګرېزي  پاکستان د ټل  په  سيمه  برېښنا څرک  يرغل  وکړ. ګڼ شمېر پاکستاني ملېشيايي سرتېري يې ووژل، د سر و مال دروند زيان  يې  ورواړاوۀ  او د هغوی  مخابراتي نظام  يې  تالا ترغه کړ او د ځکمني  لرغږون ( ټېلېفون ) ستنې  يې  له  تارونو سره يو ځای  غنيمت کړې  او خوست  ته يې  راوړې .  
... او په دې  توګه د مغولګي غميزې  ژوبلنۍ او خونړۍ - ګونګه او ناڅرګنده  کيسه د تل لپاره د تاريخ  په  مړېستون کې د تلپاتې ابديت  په  خوب  ويده  شو .
د ټولواک  محمد ظاهرشاه او يوۀ لېونغرتي  ښکنځلمار ترمنځ  ټکر !
ويل کېږي،کله  چې  د ټولواکي  رژيم  لوړ درشل (اعليحضرت) محمد ظاهرشاه د پکتيا اړوند خوست  ته  راغی، نو د خوست  په  ښار کې  ولسي  مېلمه پالې  پرګنې  په لويه  کچه  د درناوي  په دود د واټ  پر څنډو ورته ولاړې  وې .  په  همدغه  مهال  يوۀ لېونغرتي  ځوان  ټولواک  ته د لاس  روغبړ په موخه د نېږد تيا هڅه  وکړه . د ټولواک سخت  زړو او بې رحمه  ساتندويانو ايسار کړ او رټ – رټ  يې وواهۀ . يوۀ  بل ساتندوی  د ټوپک په کونداغ ( قنداغ )  پر ټټر وواهۀ، چې  له دې  سره  لېونغرتی ځوان  د شاپرتخته  په وچ  ډاګ  ولوېد او سخت  خوږ شو . لوړ درشل  د دغې  صحنې ننداره کوله . ياد ځوان  ډېر ژر را ولاړ شو او په غرېو نيولي  ژړغوني  غږ يې  ټولواک  ته  وويل :
( ستا د ښځې کو...  غ...، که دومره نر وې، د مغولګي مړي  دې  وګټه ! )
له دغه سپکاوي  او ښکنځليز پېغور سره  جوخت د ظاهرشاه  بڼه  والوته، خپل  خړوس او چړوس ساتندويان يې وښکنځل او ورټل . لېونغرتی  ښکنځلمار يې  په غېږ کې  ونيو، بښنه  يې ترې وغوښته  او د هغه  د هېواد پالنې  احساسات يې  وستايل . په دې  توګه  ټولواک  ظاهرشاه  ځان  ته د اوړو پزه  جوړه کړه او خپل سپکاوی ، سرکوزي ، سرټيټي او بې پتي  يې جبران کړه .
يادؤنه : هغه  مهال  د خوست  ښار – د خوست  بازار ؤ .
د خوست  په  ولسي  فلکلور کې د مغولګي  غميزې  شاليد:
د نړۍ  هره  لويه  پېښه  د خپل  پېښېدا ځای  په  چاپېريال  او شپول کې  د تاريخ  برخه  ګرځي  او د اړوند سيمې  په  ادب  او فلکلور کې  هر اړخيزه  ژورې  جرړې  ځغلوي . د مغولګي  غميزه هم  د لر و بر  افغان – پښتون  پر غيرتي  او تاريخي خاوره  (خوست)  کې پېښېدلې ده، نو ځکه يې د دې سيمې  په  ولسي  ادب  او فلکلور کې  ژور ټولنيز حماسي  څرک  او اغېز لېدل کېږي ، چې  په  هغوی کې  سندرې ، لنډۍ ، متلونه  او د جګړې  ډګر د اتلانو انقلابي  ويناوې  شاملې دي . ما ( چونګ  له خرواره ! ) دلته يو څو د مغولګي  غميزې اړوند ( ولسي مرغلرې ) را ټولې  او د ليکاړي (قلم)  په  تار مې پېيلې او د بېلګې په دود يې  وړاندې کوم .  پر دې  سربېره  مې د خوست  نامتو ليکوال  او فلکلور پېژاند  محترم  حاجي صيب عبدالکريم  ( پتنګ ) د دغه  وينا پر بنسټ، چې  وايي ( تاريخي  روايتونه  –  لاسوندونه  دي ! ) د مغولګي  غميزې اړوند ليکنه  د همدغو کره او ثِقه  روايتونو په  اډانه کې  بشپړه او وليکله .  
د مغولګي غميزې اړوند لنډۍ :
۱ـ  د مغولګي  وينو ډنډونه  -  نه  يې مرغان خوري نه يې ځمکه وچوينه
۲ـ  په آسمان ټکی وريځ  نشته  - د مغولګي په وينو ژرندې ګرځوينه
۳ـ  په مغولګي کې وينې پنډې – د آسمان  وريځې  سلام  ورته کوينه
۴ـ  مورې  بوړی  ټوپک مې را کړه –  زۀ  مغولګي  ته د غزا لپاره ځمه
۴ـ مورې  ټوپک کمربند را کړه –   په مغولګي  جنګ دی په اتڼ  ميدان  ته ځمه
۵ـ که مغولګي کې شهيد نه شوې – د خوست  پېغلې په  پېغورونه درکوينه
۶ـ  ته  مغولګي کې ځان شهيد کړه – د وطن  نجونې به دوعا درته کوينه
۷ـ دا انګرېز ګړي کټوې  - خوستيان  ژڼي يې  په ګوتړکو ماتوينه
۸ـ چې سپينې وريژې  مالکان  خوري –  تور ټوپکو ته  نادان  ژڼي  ورځينه
۹ـ مغولګی جوړ دې جنګ ډګر دی – خړ ډاګونه  يې سرۀ جب  جوب  په وينو شوونه
په خوست کې د مغولګي غميزې اړوند متل
د خوست  ټول قومونه د مغولګي جګړې ګډونوال  ول، چې  په هغوی کې د دغه  ولايت د متون  سيمې  ځوانانو هم  پراخ  او فعال  شتون او ګډون  درلود . کله چې د سامري، مرهټي  او انګرېزي  پاکستان هوايي ځواک (۳) وزره  الوتکو بمباري وکړه، نو د مغولګي  تنګی او سيمه  خړ او تور ګرد او لوګي په  سر واخېسته . هره خوا مړي او ټپيان  پراته  ول. کله چې خاورې دوړې کېناستې، نو د متون سيمې ژڼي  له  تلولۍ او سربدالۍ  حالت سره مخ  ول او غوښتل يې ، چې له  جګړې ډګر څخه  ووځي . نو د نورو لښکريانو يې وپوښتل : دا متون  ته  کومه  لار تللې ده ؟
له  جګړې  وروسته دا متل ورپورې  وتړل  شو :  پورې  ورې جنګ  ؤ، زموږ  متون دې  نه  ولېدو؟!.
د مغولګي په ډګر د خان ګل (تڼي) وينا !
د خوست  قومي مخور، ټولنيز، پوهنپال او فرهنګي  شخصيت د ښاغلي خزان ګل ( تڼي ) پلار ارواښاد خان ګل (تڼی) هم د مغولګي جګړې ګډونوال  ؤ. هغه مهال، چې د نوزېږي انګرېزي  پاکستان هوايي ځواک  الوتکو بمباري وکړه، نو محترم  خان ګل ( تڼی ) هم  په کې  ټپي شو. کله  چې يې نوموړی  د جګړې ډګر څخه  را پورته کړ، نو دا خبره يې وکړه : انګرېزه، په لندن کې  به دې ميمې۱ خوندې نه وي، چې د خان  بدي  دې  وکړه !
 
 
 
 
 
 
 
د بريتانيا ملي ارشيف د افغانستان اړوند څانګه :
د بريتانيې ملي ارشيف د افغانستان  په اړه د مالوماتو يوه  بشپړه، کره او ثِقه  څانګه  لري . انګرېزانو د هند پر نيموچه د خپلې واکمنۍ او پرافغان  ټاټوبي  د خپل (۳) درې ځليز بريد پرمهال د افغانستان په اړه خورا زيات  مهم او ګټور مالومات د خپلې څارګرې ادارې د جاسوسانو، پوځي افسرانو او د بېلا،بېلو سرچينو پرمټ  ټول او په نوموړي ارشيف کې يې خوندي کړي دي . ياد مالومات  تر ډېره بريده رښتيا او په  تول  پوره دي . ښايي په نوموړي  ارشيف کې  به د مغولګي غميزې  په اړه لا ډېر کره او دقيق  مالومات وي، چې بايد د تاريخ  څېړندويان  يې  په اړه پلټنې او څېړنې وکړي او په دې  تړاو لا زيات  پت  رازونه  را برسېره او لرو بر  افغان – پښتون  ولس ته يې  د خبراوي او پوهاوي په  موخه  وړاندې کړي .  
د مغولګي د شهيدانو هديرې عالي  آستانتوب
د دغې پلټنيزې، څېړنيزې او تاريخي ليکنې له  منځپانګې څخه  جوتيږي، چې د مغولګي غميزه د لروبر  افغان – پښتون  په  تاريخ  کې  يوه  توره ورځ  او په  خپله اډانه کې  دويمه کربلا ده، نوځکه يې پېښاوی په افغاني کړکېښ (تاريخ) کې دافغانستان او انګرېزي  پاکستان  ترمنځ  د ترينګلتيااو کړکېچ  لومړنۍ  پيلامه ګڼل کېږي . سامري، مرهټي او انګرېزي پاکستان  په مغولګي کې پر افغان سوله ييز لښکر خونړۍ او ژوبلنۍ هوايي  بمباري  وکړه، چې په ټس کې يې د مغولګي غميزه وپېښېده . په دغه  ناتارکې د رسمي شمېر پر بنسټ  ټولټال (۲۲) کسه  افغانان  شهيدان او د (۸۰-۵۰) پورې  نور هغه  ټپيان  شول . خو د نارسمي شمېر له  مخې د (۱۵۰-۱۰۰) په  شاوخوا کې کسان  په کې شهيدان او په سلګونو نور يې ټپيان  شوي دي . د مغولګي غميزې  زيات  شمېر شهيدان  په هماغه  سيمه کې خاورو ته سپارل شوي، چې  يوه  لويه هديره يې جوړه کړې ده . نوموړې هديره د مغولګي د شهيدانو هديرې  په نامه  ياديږي ، چې د هېواد، خاورې او خپلواکۍ  رښتينې  ملي اتلان  په کې د ابديت  په  خوب ويدۀ دي . د مغولګي  شهيدان  عالي آستانتوب  لري . د مغولګي  پر سيمه  پلې او سپرې لارې  تېرې  شوې دي . ټول  لارويان ، سورلۍ او مساپر د مغولګي  شهيدانو هديرې ته  په  رسېدا سره د درناوي  په دود دريږي او د خپلواکۍ لارې  شهيدانو پاک او جنتي  روح  ته د بښنې او مغفرت دوعاګانې کوي . که کوم  لاروی، مساپر، سورلۍ او ياهم ګاډی  په  ناغېړۍ  او سپک نظرۍ ترې تېر شي، نو د هديرې په  بريد کې د شهيدانو د کرامت  په  زور خامخا له  يوې  ناوړه او بدې  پېښې سره  مخامخيږي . دا خبره په  نظريه ، مشاهده او تجربه  ثبوت  او عملي  پايله  يې  لېدل  شوې، چې هېڅډول دروغ  په کې  نشته .
د ليکنې سرچينې او اخځونه :
۱ـ قومي  مخور ، ليکوال او فلکلور پېژاند حاجي  عبدالکريم  ( پتنګ )
۲ـ ليکوال ، تاريخپوه ، ژورنالېست او ژباړن  استاد حاجي ګل شريف ( هڅاند )
۳ـ سياستوال او تاريخپوه ارواښاد استاد اميرشاه  ( کارګر )
۴ـ د سياسي او تاريخي  چارو او پېښو شناند حاجي  معلم شاه ( نېکيار )
۵ـ د امريکا غږ، د ډېوه راډيو وياند،خبريال  او ژورنالېست  بهروز خان
۶ـ قومي مخور او مشر حاجي شېرنواز خان  ځدراڼ
۷ـ قومي مخور او مشر حاجي حضرت  علي ( ګلابزوی ) ځدراڼ
۸ـ قومي  مخور او مشر حاجي  احمدوزير ځدراڼ
۹ـ ليکوال ، شنانداو ټولنپوه  حاجي خان وزير ځدراڼ
۱۰ـ قومي مخور او مشر حاجي  محمد کريم  ځدراڼ
۱۱ـ تاريخپوه او ديني عالم  مولوي صيب  اول دين  ( ګوربز )
۱۲ـ شاعر او ليکوال  خليل جان ( ګوربزوال )
۱۳ـ قومي مخور او مشر حاجي ولي ځدراڼ ۱۴ـ قومي مخور او مشرعبدالقاسم  ځدراڼ ۱۵ـ د المرې لېسې  استاد محمد شريف ( صديق ) ځدراڼ
۱۶ـ د المرې لېسې  استاد عالميار ( ثمر زوی ) ځدراڼ
۱۷ـ قومي مخور او مشر مستوخان  ځدراڼ
۱۸ـ ليکوال  او سياستوال  احمد ظاهر (وحدت )
۱۹ـ خان کريم ( زاهد) تڼی
۲۰ـ عابد ( افغان ) ځدراڼ
***
۱ـ افغانستان در مسير تاريخ ، ليکوال : مير غلام  محمد غُبار
۲ـ د افغانستان  معاصر تاريخ  ته  يوه کتنه ، ليکوال : کانديد اکاډېمسين  محمد ابراهيم عطايي
۳ـ د وطن  مجله ، نهمه او لسمه ګڼه ، ۱۳۷۹ لېږديز لمريز کال ، د وږي او تلې مياشتې .
مسؤول : ليلا ( خُرم )
۴ـ د مزل  مجله ، پرله پسې درېيمه ګڼه ، ۲۰۰۲ زېږديز کال ، د سپټمبر مياشت .
مسؤول : ارواښاد حميد علي شاه ( بنوڅی )
۵ـ پښتو – پښتو تشريحي  قاموس ، د افغانستان د علومو اکاډېمي .
۶ـ مؤرخ  او ليکوال  پوهاند استاد ډاکټر حسن  ( کاکړ )
 
پای !