ټولنيزي شبکي خلک له يوه او بل سره وصل کوي د خلکو په شخصي ارتباطات جوړولو کښي ټولنيزي رسني مهم کردار تر سره کوي تر سو دي خلکو له يوه بل سره تعلق جوړسي ټولنيزي رسني خلکو ته د نورو سره د ورته ګټو اخيستلو لپاره ځانګړي ارتباط جوړوي.
دغه رسني فقط د غږيز يا صوتي يا ويديوي پيغام ليږلو لپاره کار نه کوي بلکه د درسي موضوع ګانو د بحث لپاره هم کار کوي په مثبت کردار سره ټولنیز شبکه يو شخص د ژوند کیفیت لوړ وي او کولي شي چه روغتيايي خطرونه هم کم کړي. ډېر خلک وایي چې دوی له ټولنیزو شبکي په ښه استفاده سره کوم منفي تجربي نه دي تر لاسه کړي.
د ټولنیزو شبکو په کارولو سره د زده کوونکو لپاره د ټیکنالوجی مهارتونو کښي معلومات اخيستلو لپاره مرسته کوي، او د عصري علومو په اړه ډېر مختلف نظرونه څخه ګټه موندلو لپاره فرصت تر لاسه کيږي.
سره د پوهني ښو مهارتونو، په ټوله نړۍ کې د ټولنيزي شبکي کاروونکو په اړه د هغوي د کلتورونو دوده په اړه مطالب تر لاسه کوي د زده کونکو لپاره يو ښه فرصت ور په برخه کوي. همدارنګه د زده کړو لپاره د ټولنیزو شبکو په استفاده سره زده کونکي کولي شي آنلاین درسونه خبرې مجلي ورځپاڼي څخه ښه زده کړه وکړي.
۶۰٪ سلنه محصل دا ادعا کوي چه دوي له اينترنت څخه د زده کړي په برخه کښي ډير پر مختګ کړي او ۴۰٪ سلنه محصلين بيا د مکتب له لاري زده کړه خوښه کړي.
دغه زده کوونکي داسې ښکاري چې په شمول د مثبتو اړیکو، تخليقي فکر، همکارۍ، ښه مشرتابه، مهارتونو او تکنالوژي د يويشتمي پيړي له دودیزو سره سم یوه فوق العاده او منظم ټولګه لري.
ډير پلرونه په مکتبونو کښي د نورو درسونو تر سنګ داينترنت له لاري زده کړه خوښوي او ځيني پر مختللي مکتبونو کښي د اينترنت له لاري درسونه ورکول کيږي ترڅو دي له نورو محصلو سره په تماس کښي اوسي او د زده کړي په برخه نورو محصلينو سره خپله نظرونه تبادله کړي.
له ټولنيزي رسنيو څخه فقط شخصي ګټه نه اخيستله کيږي بلکه د کار موندني په صورت کښي هم ګټور وي، د کاري او د سوداګريزي بڼي په برخه کښي د ان لاين تبليغاتو له لاري خپل سوداګريز ټولګي ته پر مختګ ور کولاي شي د بيلګي په توګه د خپلو توليداتو لپاره وړ مراجعينو سره په تماس کښي کيداي شي، د ټولنيز رسني له لاري په کامل باور سره خپلو توکو ته وده ورکولاي شي، د نړي له خلکو سره د ارتباطاتو لپاره ټولنيز رسنيو ډير بدلون راوستي او د اړيکو نيولو لپاره ډيري مناسب لاري يي رامنځته کړي.
ټولنیز شبکي اوس د ګرځنده تلیفون د په څير کارونه اجرا کوي، دا انګېرل به غلط نه وي چه خلکو د تيرو لسو کلونو په پرتله د ټولنیزو شبکو استعمال ۷۰٪ سلنه زیات کړي په مجموع کښي د ټولنيز شبکو څخه د کار اخيستني په موخه ګرځنده تیلیفونونه څخه استفاده کوي.
خلک کولای شي د گرځنده تلیفونونو څخه د خپل موقف اخيستلو، تبصرې، مقالي، انځورونو، پيغامونه واستوي. او له هر ځای د خپل تليفون د اوسمهالولو په وجه خلکو ته ددې زمينه برابره کړي چه په خپل کارونه کښي چټکوالي او همدارنګه ځینې وخت ټولنیزو شبکو له لاري په ارتباط کښي او سي.
ټولنیزو شبکو يا ګرځنده تیلیفونونه له لارې د پام وړ کاروونکو يا ملګرو سره هم په ارتباط کښي کيداي سي، او زيات شمير خلکو سره په کاري برخه کښي لاسرسي موندلي شي. د ګرځنده تليفونونو څخه د کاراخيستلو په صورت کښي ټولنيزي شبکي نسنتآ د کمپيوتر څخه کار اخيستلو په پرتله ډير دي لکه فیسبوک، تويتر، انستاګرم، وايبر، واتس اپ، او نور دغه رنګه شبکو له ګرځنده شبکو څخه ليدنه کيږي.
که په لنډو جملو يي اختتام وکړم نو دابه ووايم په ټولنيزي شبکو کښي منفي کارونو سره خپل وخت بربادول به د هغه کس په ذهنيت به بدي پايلي ولري.
والسلام
ليکوال: عبدالرحمن ذکي
محصل پوهنتون
وروستي