دشهيد ډاكتر محمدهاشم مصوريادغونډه په جرمني كې وشوه

 نن مې بيا دزړه په كـــــورباندې ماتم شو****چې يوبل گل دپښتون له باغچې كم شو
خپل پښتون مې نن پښتون راته حلال كړ****دجاهل په ناكـــــــــردو مې زړه قلم شو
گـــــرانــــولوستونكـــــــــــو!
نن دجرمني په بايرن ايالت دهېرشينگ دښارپه څنډه كي دشهيد ډاكترمحمدهاشم مصور په ياد غونډه وشوه په غــونډه كې له فرانســې اواطــــريش څخه راغلو ميلمنوله هم گډون درلود زموږ غونډې څلورساعته دوام وكړموږ ديــوو سينـد پرغاړه له هرچــا گوښه راټول شوي ؤكه څه هم نن په داورستيو ورځو كې هواډېره ښه وه لمر په خپلو زرينووړانگـو نازولواو دشــنه اسمان ښايسته تصويرهم دسيند په رڼواوبوكې لا ښايسته ښكارېده خوزموږ زړونه داسې شـنه ول چې ددې ښايسته ورځې خوند اورنگ په موږ بې اثره ؤ هو!
موږدكلونوكلونوماتم ځپلونن بياهم ماتم وكړدپښتونخوادرنگينې باغچې په ښايسته رژېدلي گل موډېر وېروكړهغه مـوياد كړدهغه كارنامې مويوبل ته بيان كړې هغه كسان،خبري رسينۍ،اخباراوويبپاڼې مووستايلې كوموچې زموږدگران شـهيد
ډاكترمصور په شهادت غمشريكي كړې ده بيا موپه خاص ډول په افغــــان ادبـــي بهيرځانگـړي تبصــرې وكــړي چـې دشهيدډاكـترمصويرپه يادئې دسپتمبرپه ۲۸نېټه غونډه كړې وه نوموړې غونډه په زړه پورې لاس ته راوړنې هـم لـري
له هغې جملې تاسوتـه د((مصورخپرندوى بنسټ))يادولاى شم چې مالي لگښت ئې ديوميليون افغانيوپه انـدازه ښاغـلي ډاكــترمحمــداكـــرم خپلواك دشهـــيد مصور مشـــرورور په غاړه واخيست اونورې چارې به ئې په موږ گـــران وروڼه ښاغلى ډاكترخوشحال روهي،اســـــــــــداﷲ غضنفر،نورالحبيب نثـــاراونورپه هيوادمين زلميان سرته ورسوي نوموړى خپرندوى بنسټ به دماشومـانو لپاره تصويري كتابونه خپروي زموږتنكيو گلانوته به په كتابونوكې دخپلونيكونووياړنې لكه دسترخوشال،ميرويس نيكه اتلې ميوندي ملالۍ،احمدشاه بابااوزموږ دنوروبې شمارواتـــــلانوكارنامې،تصــــويرونه اودنړۍ په مخ ډول ډول موجـــــودات په مصوير ډول وروښـئي ځكه غواړم چې له ښاغلي ډاكترمحمداكرم خپلواك څخه زموږ دنننۍغونډې دگډونكوونكوپه استازيتوب مننه وكړم چې په دې نيـك كار به نه تنهادخپل شهيد ورور روح ارامــــه كړي بلكې دافغـان ولس دتاريخ په ژوندي ساتلو كې به هم پوره ونډه ولري همدا راز ښاغلي ډاكـــترخوشحال روهــــي،ښاغلي اســــداﷲ غضنفراوښاغلي نورالحبيب نثــارته له پاك رب څخه توفيق غواړم چې دنورو ملگروپه مرسته دانيكې چاري په ښه ډول سرته ورسوي .
اوس به بيا راوگـرزم خپلې نننۍ غونډې ته زموږ په منځ كې يوهم شهيدډاكـــترمحمدهاشم مصور له نږدې څخه نه ؤ ليدلى خوصرف ماورسره ډېرځلې تيليفونې خبرې كړې وې موږ به په گـــډو مشـورو دلويې پكـتيا دادبـــي ټولنـې چاري سره تنظيمولې په خاص ډول دنښــــترددوديزې كالنۍ مشاعرې دلمړۍ كالـيزې دلاښه تنظيم لپاره مـوږپه ورځ كې درۍ څلور ځلې تيليفونې اړيكه سره نيوه داكيسې مې زموږ دغونـــډې گـډونكوونكوته هم وكړې هريووته په زړه پـورې وي شهيد مصور دومره خاكسارانسان ؤ چې هيڅ كار ئې په خپله خوښه نه كاؤ لمړى به ئې له نوروملگرو سره مشـــوره كوله ښه مې په ياددي چې دنښترددوديزې كالنۍ مشاعرې دلمانځنې په اړونـــــد ئې څومشوروته اړه لرله موږ په ټولو خواوو سره وغږېدوترټولو زيات ما په دې فشار واچاو چې دهيواد له شمال څخه زيات ميلمانه رواوبولي ترڅودشــمال پښتانه تشويق اوزموږ بېوزله پښـتو ژبه هلته په خوځښت راشي نورمې امنيتي ستونځـواوچاروته متوجــــع كړهغه په خپل خواږه غږ راته ووېل چې بســمل صيب ته هيڅ اندېښنه مه كوه موږ دلـويې پكـتيادادبې ټولنــې غړي به دخپلوسرو په بيه دنښتركاليزه درته ولمانځواودگـــران هيواد له هرې برخې څخه به ميلمانه راوبولو.
خــوږوملگـــــــــــــــــرو!
باور وكړئ چې همدااوس مې هم دشهيد ډاكترمحمدهاشم مصورداخبر دده په خواږه غـږ په غــوږوكې راتاويږي سخت غرېب نيولى يم خودومره پاك رب ته زارۍ كوم چې نورزموږ دبڼ گلان مه رژوه بس دي هغــــه پخواني كله منارونه...
په غم اوخوښـــي شريكـــوخونـــــدواووروڼـــــو!
بايد زياته كړم چې دنښتركالنۍ مشاعره ددود له مخې دجرمني په مونشن ښاراودلوي پكتيا په تاريخي ښارگــردېزكې په يوه ورځ لمانځله كېږي موږ دتيليفون په ليكه سره وصليږواودخپلو مشاعرو جريان يواوبل ته نقلووداځل دپكــتيا دادبې ټولنې اتلوغړو دشهيد ډاكترمحمد هاشم مصوير په مشرۍ په داسې ستونځمنوامنيتي شرايطو كې دالمـانځنه وكړه چې د
ځانمرگي بريدونو ډېرخطرموجودؤخوبياهم زموږدلـــــويې پكتيانښتري زلميانودهرډول بدې پېښې مخه ونيوه اود گـران هــيوادله هرې خواڅخه رابلل شوي ميلمانه ئې په مينه مينه له سوغاتونو سره دخپلو سيمو په لوري بدرگه كړل مــوږ
ټول جريان دتيليفون په مرسته تعقيباؤ په گردېز كې دمشاعرې پياوړي وينادښاغلي جمال خوږمن ځاځي دستيج ســرته زموږدزرمــت دسيمې ځوان اوتكړه شاعرښاغلى احسان اﷲ محجورراوباله موږورته غوږؤ خوښاغلى محجورستيج ته رانه غى ښاغلي خوږمــن يووبل شاعرته بلنه وركړه اوله واره ئې ووېل چې ښاغلى محجورله كابل څخه درارسېدونكو ميلمنومخې ته ورغلى خوبيادمشاعرې په پاى كې ما له ښاغلي محجور سره په جــلاډول تيليفونې خبرې وكړي اوورته ومې وېل چې ته ولې ستيج ته را نه غلې؟
هغه په ځواب كې راته ووېل چې يوزه نه بلكې نورډېرزموږځوان شاعران هم له ماسره يوځاى ول موږټولود مشـاعرې
دتالاردننه اودباندې څارنه كوله چې كومه بده پېښه ونه شې دخپلوشعرولوستل دومره راته مهم نه ؤ.
نوپــه ماگـــرانوپه نړۍ خورووروپرديســووروڼــــو!
زموږ زلميان په داسې شرايطو كې دخپل قام اوژبې لپاره سرونه ښندي راځۍ چې ترخپله وسه ئې ونازوواوداهم بايد له ياده ونه باسو چې تېر كال ولې زموږ دښكلي ننــــگرهاردنارج گل دوديزه كالنۍ مشاعره چې دگران هيواددټولومشاعرو
مورهم ورته ويلاى شم بصيرسالنگي سبوتاژكړه هغه قصداٌ دخلگوداسې تالاشي كوله تاسې به واياسـت چې دكــــــرزي گلخانې ته شاعران ننوزي هدف ئې داؤچې شاعران مايوس اوپه غوثه كړي ترڅودنارنج گل دمشاعرې سپـكاوى وكړي
همداسې ئې وكړل اوماهم په هغه شپه داشنايانو په ادبي دېره كې ښه سابه ورپه مالگه كړل .
دپورتنۍ تجروبې له مخې ماله شهيدډاكترمحمدهاشم مصويراودلويې پكــتيادادبي ټولنې له ټولو غړوسره وخت په وخت مشورې كړې وې همداډول مې دوه درۍ ځلې دلــويې پكـتياله والي ښـاغلي رحمت اﷲ رحمت سره ځانگړي خبرې كړې وي چي په نتيجه كې نه تنهاچې زموږښايسته نښـترپه ښه ډول ولمانځل شوبلكې ښاغلي والي زموږ ادبې ټولنې ته دوه نمرې ځمكه هم راكړه چې دا كار تراوسه پورې چېرې نه دى شوى موږ به له خيره سره په دې ځمكه كې دخپلې ادبـــې ټولنې لپاره وداني جوړه كړوداملكيت به يوازې دلويې پكتيا په ادبې ټولنه پورې تړاونه لري بلكې دابه دلراوبـرگډملكيت وي زموږ دادبې ټولنې غړي به ددې ملكيت په مرسته ټولې پښتونخواته چوپړكوي نوراځئ چې ټوله پښــــــتونخواخپله كړوراځئ په قلم اوهنرخپلواكي وگټوموږ دچادچوكيو وږي نه ېو اونه دچا پروالروكه دولـــت دى اوكه مخاليفين ئې دي له موږ فرهنگيانو څخه دلرې لرې گرزي كه زموږخولې يوځل په چا پسې خلاسې شوې بيا به روغه ورځ ونه ويني زه خوځكه كله كله يوشمېر ليكوالان پلن څټي بولم دومره محافظه كاردي تاسې به واياست چې يودوي له غوښوڅخه جوړ دي دوى په سوړوننوتي دي نه راوزي دوى غواړي ډير اوږد عمرولري خوزه وايم چې دننگ اوهمت ژوندكه يوه ورځ هم وي دبې ننگي له زروكالوڅخه به بهتروي ترڅوبه داښاغلي په سوړوكې ناست وي؟
قـــــدرمنــــوخوينـــــدواووروڼـــــو!
 زړه مې ډېرسخت ورته ډك دى نوربه تاسو ته دسردردنه دركوم خپله ليكــــنه به رالنډه كړم په پاى كې اتـل شـهيدډاكتر محمدهاشم مصورته له پاك اﷲ څخه جنتونه،ټولوخپلوانوته ئې جميل صبر اوزموږ ټولو وطنپالوفرهنگيانوته حوصــــــله قوت اويووالى غواړم.
يادونـــــــــــــــــــــــــــه:
دشهيدمصورثبت شوې مركه هم ويبپاڼو ته له همدې ليكنې سره يو ځاې ورلېږم هيله ده چې دتخنيكې امكان په صورت كې ئې تاسو خوږو وروڼو ته خپره كړي.
ددشهيد ډاكتر محمدهاشم مصور سره (په غږ كې ) مركه تاسې د دې ځاى په كليك كولو اورېدلى شى