په افغانستان کې دحامد کرزي ماموریت او د حکومت واګې

کای ای‌‌‌‌‌‌ډه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی و (٢٠٠٨-٢٠١٠ ز) په خپل کتاب «په افغانستان کې د واک پر سر شخړه»کې لیکي: زه افغانستان ته له هیلو سره راغلی وم؛ زه په دې ګومان وم چې زه به یو بدلون راولم او داسې کاري تګلاره (ستراتيژي) به جوړوم چې نتیجه ورکړي، خو زه اوس ستړی وم او تریخ شوی وم. 
کای ای‌‌‌‌‌‌ډې د خپل ماموریت ناکامي د دوو لاملونو له امله ښيي.۱-  د کرزي له خوا په جنګسالارانو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه لګول ۲ -د واشنګټن د بنسټیزې تګلارې نه شتون. کرزي پر جنګسالارانو او د کورنیو جګړو پر اتلانو داسې ‌‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه لګولې وه، چې ګواکې دوی دا هېواد فتحه کړی او د دغه هېواد د واګي حق یوازې دوی لري او که چېرې دوی ته حق ورنه کړل شي نو کرزی به د ولسمشر په توګه پاتې نه شې.
امریکا په پوځي تګلارې، ځواکونو او یرغلټینګار کاوه. واشنګټن په پوځي دندو کې ملکي او سیاسي اړتیاوو ته د لومړیتوب په سترګه نه کتل.
 
تحلیل:
 
جنګسالاران او د حکومت واګې
له بن کنفرانس وروسته دموقتې ادارې جوړولو جنګسالارانو ته دا فرصت ورکړ، ترڅو په واک کې پاتې شياو دخپل واک په ناوړې کارونې خپلې ناقانونه ملېشې لا پیاوړې او دتېرېکورنۍ جګړېپه څېر خپلو جنایتونو ته دوام ورکړي. پوښتنه داده چې کرزي ولې جنګسالارانو ته په خپل حکومت کې ځای ورکړ او یوه پیاوړې اداره یې رامنځ ته نه شوه کړای؟  کرزی دهمدغه هېواد بچیدی او له کورنۍ جګړې څخه با خبره هم و، نو بیا یې ولې همدغو ټوپکسالارانو ته چې په کورنیوجګړو کې ښکېل وو په خپل حکومت کې ځای ورکړ؟
په رښتیا هم کرزي نه د کوم ګوند استازولي کوله او نه یې د کوم ګوند یا جمعیت ملاتړ درلود. نو ایا کرزی به څرنګه توانېدلی وای چې د افغانستان غوندې هېواد مشري وکړي؟ دا هغه پوښتنه یا پوښتنې دي، چې کرزی یې اړ کړ له جنګسالارانو سره معامله وکړي. کرزي د خپل ماموریت په وخت کېتل دا هڅه کوله، چې یا ځانته یو ګوند جوړ کړيیا د کوم ګوند ملاتړ خپل کړي، ترڅو خپل واک وغځوي. کرزي په خپل حکومت کې هغو جنګسالارانو ته ځای ورکړ، چې په کورنۍ جګړه کې د افغانانو په وژنه تورن وو.
داسې نه شو ویلی چې ګواکې کرزی دې یو جنګسالار وياو یا د هغوی ملاتړی، بلکېکرزی اړ و، چې له دوی سره معامله وکړي او دوی ته په خپل حکومت کې ځای ورکړي. کرزی په دې اند و، چې که چېرېدی جنګسالارانو ته په خپل حکومت کې ځای ورنه کړينو دوی به دده پرضد جګړه وکړي او حکومت به یې له منځه یوسي. دا دکرزی تر ټولو لوی خطر او ډار و.
د  ۲۰۰۸زېږدیز کال له ټاکنو وړاندېضرار احمد مقبل د کورنیو چارو وزیر و، چې کومه لاسته راوړنه یې هم نه درلودهاو د دغه وزارت اداره یې هم تر ‌‌‌‌‌‌‌ډېره بریده توکمیزه کړېوه. د ملګرو ملتونو استازی کای ای‌‌‌‌‌‌ډه چې له٢٠٠٨ څخه تر ٢٠١٠ زیږدیز کال پورې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی و، کرزيته وړاندیز وکړ چې'مقبل لرېاو پر ځای یې یو مدبر مدېر او وړ وزیر وټاکي'. خو دا هر څه یو خیال او خوب و. کرزی تل په دې هڅه کې و، چې خپل ملاتړي زیات کړي، نو همدا و، چې چاته یې غوږ نه اېښود. کرزي نه غوښتل چېد تاجکو کمپايني حوزه چې احمد مقبل یې ملاتړ درلود، له لاسه ورکړي ځکه کرزي پر وړاندې د  ۲۰۰۸ زېږدیز کال ټاکنېدرلودې اونه یې غوښتل چې د ضرار احمد مقبل ملاتړ له لاسه ورکړي.
همدا ډول کرزي محمد قسیم فهیم په ۲۰۰۸زېږدیز کال کې د خپل لومړي مرستیال په توګه وټاکه، چې په کورنۍ جګړه کې ښکېل و. دملګرو ملتونو دفتر له کرزي څخه وغوښتل، چې فهیم خپل مرستیال ونه ټاکي، خو کرزي یې څه پروا ونه ساتله. کرزي د خپل واک غځولو لپاره د ملګرو ملتونو لېوالتیا چې له افغانستان سره یې درلوده له خاورو سره خاورېکړه. داسې ډېر څه شته چې حامد کرزي د خپل واک غځولو لپاره قرباني کړل، نو ځکه خو ویلی شو، چې د ده د حکومت کوم داسېبنسټیز کار نه ترسترګو کېږيچې د سړي زړه پرېخوږ او د تاریخ زرینو پاڼو ته یې وسپاري.
دا به هم بېعدالتي وي، چې ګواکې کرزي دې هېڅ کار نه وي کړی، بلکې د یادولو ده، چې څومره کرزي ته په کار وو، هغومره څه یې نه ديکړي او له مېلیونونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو لګښت سره سره یې یوه بنسټیزه اداره جوړه نه شوی کړی!
 
 بنسټیزه تګلاره او که پوځي یرغل؟
 ایا امریکا دافغانستان په جګړه کې بریالۍ او که ناکامه؟ زما په اند د دغو پوښتنو ځوابول به له وخت څخه مخکې وي، خو که چېرې ووایو چې که امریکا د افغانستان په جګړه کې ناکامه ده نو ولې؟ څه لامل شو، چې له مېلیونونو ډالرو لګښتسره سرهامریکا د افغانستان په جګړه کې ناکامه شي؟ په امریکا کې دوه ډلې حاکمېدي، ډیموکراتان او جمهوري غوښتونکي،بوش جمهوريغوښتونکی و،کله یې چې پر افغانستان برید کاوه بوش په واک کې و.
د تاریخ په اوږدو کې جمهوري غوښتونکو تل پر پوځي تګلارو ټینګار کاوه، نو ځکه خو د بوش ادارې د افغانستان په جګړه کې پر پوځي تګلاره ټینګار کاوه او د افغانستان لپاره یې کومه خاصه ستراتیژي نه درلوده، ترڅو دننه او د افغانستان څخه دباندې چارې په سوله ییزه او سیاسي توګه پرمخ بوځي. 'د بوش ادارېتل په پوځي دندو کې ملکي او سیاسياړتیاوو ته د لومړیتوب په سترګه نه کتل'. ۶[1] مخ، 'په افغانستان کې د واک پر سر شخړه' کای ای ډه-  د افغانستان په جګړه کې امریکا خپل ماموریت په خپل سري ‌‌‌‌‌‌ډول پر مخ بېولو او د ملګرو ملتونو او یا هم ناټو غړو هېوادونو نظر یې نه اخیسته.
امریکا تل په پوځي تګلارو خپل ماموریت پر مخ ووړ چې دا د یوې ستراتېژۍ نه شتون په ګوته کوي. امریکا د افغانانو نظر نه اخیسته، چې افغانان څه غواړي او د امریکایانو له چاسره جګړه ده. امریکا په افغانستان کې ملکي او سیاسي اړیکو ته اړتیا درلوده، تر څو د خلکو زړونه لاسته راوړي او ملکي اړتیاوو سره باید خپلې سیاسي اړيکې په دننه هېواد او د ګاونډیو هېوادونو سره هم جوړې کړي خو داسې ونه شول.
امریکا د دې پرځای چې د ملکي وګړو پام وساتي یوازې یې د تېرې کورنۍ جګړې اتلانو ملاتړ خپل او په واک کې یې شریک کړل، چې دا د امریکا تر ټولو ستره تېروتنه وه. د وخت امریکایي ادارې ملکي قراردادونه هغو ټوپکوالو ته ورکړل، چې په کورنۍ جګړه کې ښکېل وو. له دومره جنایتونو سره دغو اشخاصو دومره فساد وکړ، چې افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د دې فساد قرباني وي، چې له منځه ولاړ شي. نه یوازې هغه چارواکي یا کارکوونکي چې د امریکا او نورو مرستندویه هېوادونو رالیږلي وو خپله په فساد کې ښکېل وو؛ بلکې هغه بهرنیان چې د مرستو په لګولو کې یې له افغان حکومت سره مرسته کوله په خپله په فساد کې ښکېل وو.