باده زه هم د اشنا د عشق یاردګار یم!
کونړ کې جمهوریت د بنسټګر رهبر د لاس نښه په ړنګېدو ده.
په دې بې خاونده وطن کې د اوسېدونکو انسانانو د ژوند ډېره برخه راتلونکې ته یوازې په "تمه" او"هیله" تېرېږي؛ ځکه دوی یوازې ژوندي پاتې کېدل غواړي، نه دا چې تر دوی وروسته یې هم یو څوک د لاس په پاتې نښو د ویاړ غړۍ هسکه کړي.
مونږ ته څښتن تعالی په خاوره او وطن ميېنې هستۍ هم راکړې، خو په خپل لاس مو بېرته په قبرونو ور ومنډلې، ان چې د ځینو هډوکي مو هم لسګونه کلونه وروسته ومیندل.
ما د جهوریت د بنسټ اېښودونکي شهید، سردار محمد داوود خان خبره کوله، هغه څوک چې په رشتیا یې غوښتل ددې قوم حالت د خجالت او وژنو له سلسلې راوباسي.
د پنځه کلنې واکمنۍ ډېرې پلې کېدونکې هېلې یې د خلکو پر ذهنونو او تاریخ پاڼو کې خوندي دي، خو دلته د کار د سټو ژوندي پاتې کېدل ګرانه ده.
خبره مې د کال ۱۳۵۶ ه ل د وروستیو میاشتو کوله، هغه چې سردار محمد داوو خان د خپلې واکمنۍ په اواخرو کې ختیځ کونړ ته راغلی و، غوښتل یې د راسا د سیند د هغو څپو د شور مستي وګوري چې د یوې سروی له مخې یې په "سره طاق" سیمه کې د زر میګاواټه برېښنا د جوړېدو تمه کېده او دا یې د خپلې واکمنۍ یوه بنسټیزه پروژه شمېرل کېده.
مشران کیسه کوي چې د سردار داوود خان د راتلو پر ورځ شړقنده باران ورېده، خو خلک د خپلې خاورې د یوه ستر او ریښتیني مشر لیدو ته دومره سترګې په لاره وو چې دغه شان جاکړې او بارانونه یې مخ ته نه شو خنډ کېدای .
سردار کونړ ته په دغه تاریخي سفر کې د خپل لاس یوه داسې نښه هم پرېښوده چې د ابادۍ او ښېرزاۍ سبمول یې ګڼلای شوو، د ا د راسا د سیند په غاړه د یو پانډ پر سر د "نښتر "د وړوکی نیالګي کېنول و.
ددغه نیالګي تر کېنولو ایله څو میاشتې وروسته پر داوو خان د همدې خاورې اولادونو کړۍ راتنګه کړه او بالاخره د کورنۍ له ګڼو غړو سره له دې نړۍ په داسې حال کې وکوچېد چې لسګونه کلونه بې قبره اوبې شناختې پاتې و.
پېغور!
خو ددغه ستر رهبر د لاس دا تاریخي او سمبولیکه نښه تېرو څو لسیزو جګړو بې اغېزې پرې نه ښوده ، اوس یې تنه لکه د سرطان د ناروغ ورځ تر بلې ځپېدونکې او څانګې یې په وچېدو دي.
د ونې چاپېره د ګټو یوه تنګه حلقه داسې راتاو ده لکه زموږ د خاورې له اوسنیو رهبرانو چې د مافیا او غل غدۍ کړۍ چاپېرې دي.
څه موده مخکې ځینو فرهنګیانو او خبریالانو پر دغه موضوع د کونړ والي و ننګوو؛ د والي ځینو بړېڅو ددغه ونې نه د احاطې تاوولو او پالنې ژمنه وکړه ، خو وروسته هر څه بېرته هیر شول. د کونړ والي ته "پېغور" دی چې لاهم لاس تر زنې کېني.
دلته اوس د فساد نوم یوازې یوه کلېشه ګرځېدلې، ملي شتمنۍ" ځنګلې او قیمتي کاڼو کانونه" د مافیا او قاچاقبرو په لاسونو کې کېوتي، د یو عادې ملازم په ټاکنه کې هم د ولایت مهمې سټې مداخله کوي، نو له دې ټولو نارواوو سره سره دې چارواکي د یوه ریښتیني حقدار حق هم اداء کړي.
وروستي