
۱۳/۳/۱۳۹۶،ل،ل
په ټوله نړۍ کې لاریونونه ترسره کیږي په همدې ورځ چې په کابل کې د ځینو توکمپالو او متعصبو ډلو مشران یو شمېر ځوانان د لاریون په نوم راغونډ کړي وو د امریکا د سپینې ماڼې پر وړاندې د ولسمشر ډونال ټرامپ د ځینو پالیسیو پر خلاف هم لاریون شوی ؤ، خو له هغو سره نه چړې وې نه توپنګچې، نه پرسپینه ماڼې باندې ورختل او نه یې له پولیسو سره جګړه وکړه.
د افغانستان ټول اوسیدونکي حق لري سوله ییز لاریونونه(مظاهرې) وکړي، د افغانستان د اساسي قانون په(۳۶) ماده کې راغلي دي:«د افغانستان اتباع حق لري د روا او سوله ییزو غونښتنو د تامین لپاره له قانون سره سم، بې وسلې غونډې او مظاهرې وکړي.»
خو د شمال ټلوالې(جمعیت بانډ، نظارشورا، ستمیانو او نورو ډلو ټپلو) په قانون کې مظاهرې داسې تعریف لري:«په مظاهرو کې باید د یو شمېر کسانو سره وسلې موجودې وي، ترڅو موخې ته د رسیدو او له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ کیدو په صورت کې وکارول شي.»
په کابل کې د جمعې ورځې حرکت ته هېڅ کله د لاریون نوم نه شو ورکولې دا ډول کړنو ته د اساسي قانون پر ضد جرم ویل کیږي، د اساسي قانون په پورتنۍ ماده کې په ښکاره توګه راغلي دي چې(غوښنتې باید روا او سوله ییزي وي او مظاهره کوونکي باید بې وسلې وي. که داسې نه وي نو د قانون پرخلاف جنایي کړنې او کودتا ده او کودتا پخپله ذات کې یو ترورستي عمل دی.
کودتاچیان د دې پر ځای چې د وزیراکبر خان د جوزا د ۱۰ لویې غمیزې له شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره غم شریکي وکړي، د هغوی پر زخمونو باندې یې لامالګې ودوړولې، په دغو راټول شویو کسانو کې د زنبق پېښې د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو یو کس هم ګډون نه ؤ کړی، ډېری کسان د جمعیت بانډ او د نظار شورا لنډغر سره یو ځای شوي وو او په سر کې یې هغه فاشیستان، له حکومت څخه عاق پدره، د ایران ګوډاګی، د پاکستان د آی، اس، آی اجنټ او د هیواد تجزیه غوښتونکی لطیف بدرام(۱)
(له ښی خوا دویم انځور لطیف پدرام د ایراني ارد بزرګ لاسپوڅی)
نومیالی غل، د هیواد د ښمنو هیوادونو د استخباراتو مزدور، له حکومت څخه شړل شوی احمدضیاء مسعود(۲) او نور هیواد دښمنه کسان ولاړ وو، دغو لنډغرو د خپلو پخوانیو سقاویانو په شان غوښتل ارګ ته ننوځي او واک ترلاسه کړي، دوی دومره اسانه بللي وه چې ناري یې وهلي:(شب ما در ارګ است!)، نن سهار د جوزا په ۱۳نیټه باندې د بي، بې، سې راډیو د لنډغرو هغه غږونه خپاره کړل چې په کې ویل شوي وو:(کسان مسلح اماده شوید...)دغو فاشیستانو نه یوازې د ولسمشرغني، ډاکټر عبدالله، اتمر او نورو پر خلاف شعارونه او کنځلې کولې بلکه د ښاغلي حکمتیار پر خلاف، چې په حکومت کې هېڅ ونډه نه لري هم ناوړه شعارونه ورکول او له نورو سره یو ځای یې د حکمتیار چلیپا شوي انځورونه هم لېږدول، چې د دوی دا ډول کړنې د پښتنو پرواندې ښکاره تبعیض ښکاره کوي او داسې هم ویل کيږي چې د پښتون اتل قوم پرضد یې هم نارې وهلی.
د کودتا مشرانو تر دې پورې ناپوهان او ډارن کسان دي چې کله په جګړه کې(له بده مرغه) څو تنه غولول شوي ځوانان ووژل شول، د ارګ له ساحې څخه وتښتیدل او د وزیر اکبر خان د پېښې په ځای کې د اعتراض په نوم راټول شول، د کودتاچیانو مشرانو که عقل درلودلی او رښتیا یې مظاهره کولی نو له آره به په هغه ځای کې راټول شوی وای، چې وروسته د مرګ او ژوبلې څخه راټول شول.
بدرام، مسعود او نور غوښتنه کوي چې حکومت دي استعفاء وکړي او مؤقت حکومت دې رامنځ ته شي، سره له دې چې همدغو د نظار شورا لنډغرو د جانکیري په مشرۍ باندې دا اوسنی دوه سری حکومت په اشرف غني باندې وروتپلو، موږ دا خبره منو چې دوه سری حکومت رښتیا هم په امنیتي برخه کې لکه څه ډول چې لازمه ده بریالی نه دی، چې په حقیقت کې د همدغو ناامنيو عاملین بیا هم د نظارشورا ده، نني تپل شوي دوه سري حکومت په امنیتي ارګانونو کې وړ کسان نه دي ټاکلي، د حکومت دواړه مشران د چا اهلیت او استعداد په نظر کې نه نیسي هر یو خپل، خپل کسان د شخصي او تنظمي ګټو پر بنسټ ټاکي، چې نتیجه یې نن ټول ویني.
د پرونۍ کودتا پایله خورا خواشینونکي ده، ومو لیدل چې د پنجاب د آی، اس، آی شیطاني ادارې د مزدورانو لخوا درې تنه ځانمرګي د جنازې لمانځه ته راولېږل شول او د اسلام د سپیڅلي دین د ټولو احکامو او اصولو پرخلاف؛ او د اسرائیلو د دین سره سم یې د جنازې پر لمونځ کوونکو باندې برید وکړ.
د پولیسو سره د جګړې او احساساتي ځوانانو د مرګ ژوبلې او د جنازې پر لمونځ کوونکو باندې د بریدونو ټول مسولیتونه د لطیف بدرام، ضیاءمسعود او نورو پر غاړه دی، موږ له دوه سري حکومت دواړو مشرانو په ځانګړي توګه له ولسمشر اشرف غني څخه غواړو جرئت وکړي له دغو جنایتکارانو او پردیو مزدورانو څخه ونه ډار شي، نوموړي کسان د کودتا، وژنو او هیواد ته د خیانت په تورونو توقیف، تر څو د خپلو ناوړو کړنو سزا وویني، خو موږ پوهیږو چې دوه سری حکومت په دې اړه هېڅ نه شي کولی، په دې شهر ناپرسان کې هېڅ ډول مجازات او مکافات نه شته، داسې ډېر جنایتکاران ګرځي خو څوک مخ نه شي وراړولي.
په پای کې باید ووایو چې په هیواد کې نن داسې حالت راغلی دی، هغه څه پېښیږي چې څوک یې په خوب کې هم نه شي لیدلی، نو دا امکان لري چې د کودتاچيانو په منځ نورې چاودنې هم ترسره شي، کودتاچیان باید خپلې کړنې پای ته ورسوي، که نه نو د راتلونکو عواقبو مسؤلیت د دی پر غاړه دی.
۱ــ په همدې ویبپاڼه کې ولولئ، د محمدانور آڅړ لیکنه: اتلان پېژنی؟ لسمه برخه، مسعود د افغانستان د تجزیې اصلي مخکښ.
۲ــ ... محمدانور آڅړ اتلان پېژنی؟ څلورمه برخه :مسعود د C. I. A په خدمت کې.
پای