
هغه څه چې نوم یې په زړه خوږ لږي، په راتګ یې مړو جسدونو او خپه زړونو کې ژوند بښونکې روح او خوشحالي راپیدا کیږي او په نشتون یې په بوټو کې تازه او غوړیدلي ګلان مړاوې کیږي او رژيږي؛ سوله ده!!!
سوله هغه نوم دې چې په اوریدو یې د جنګ ملا ماتیږي، سوله د ملالۍ د زړه غږ دې.
سوله امن دی چې په راتګ یې د جنګ تور او سپیره ټغر ټولیږي.
سوله مینه ده چي په شتون یې له یو بل نه قربانيږو.
سوله ریښتینولي ده چې په راتګ یې خپلو هیلو ته رسیږو.
خو افسوس چې زما په غمځپلي او دردیدلي وطن کې چې د جنګ او وحشت شومې څیرې یې له وینو ډکې لمن څخه نه لرې کیږي؛ دسولې په نامه څه نه پیژني، له نوم سره یې اشنا دي خو راتګ ته یې کړمند.
سوله الهي نعمت دی مګر څوک چې په سوله کې پیدا شوي وي او د خپل ژوند ټول پسرلی یې د سولې تر شنه اسمان لاندې تېر کړی وي نو هغه به د سولې په ارزښت څه پوه شي او څنګه به سولې ته کړمند وي، ځکه هغه چا چې زندان نه وي لیدلې نو خپل اذاد ژوند په نعمت کې نه شمیري، خو برعکس هغه خلک او ولسونه چې د خپل ژوند ډېره برخه یې جنګ او جګړه کې تېره کړي وي او د خپلې کورنۍ، کلي، سیمې او بلاخره د هېواد د بې وزله، معصومه او بې ګناه وګړو ټټرونه يې په مردکیو سوري، سوري شوي وي، د بې ګناه وژل شویو انسانانو له وینو ډک لښتي یې بهېدلي لیدلي وي،یا هم د ۲۱ پیړۍ بل ډول ظالمانه او بې رحمه وژنې د بمونو په وسیله د انسانانو د الوزولو پېښې یې په سترګو لیدلې وي او په وحشیانه ډول د څارویو او حیواناتو په څېر د حلالو شویو انسانانو ککرۍ یې لیدلې وي نو خامخا به سوله غواړي، سوله به خوښوي او د سولې راتګ ته به لبیک وایې.
مګر هغه انسان چې په جنګ کې ناروا ګټې لري او په جنګ کې د تورې سرمایې خاوند شوی دی د بل چا مال یې په خپله بې انصافه غیږ کې نیولې وي او د کاذب او مصنوعي شخصیت خاوند وي نوتل به د سولې له نوم او راتګ څخه ویره او حراس لري.
د سولې نه شتون د انسانانو زړونه دومره کلک او بې رحمه کړي چې د یو بل د وینو په څښلو او د یو بل د سر په پرې کولو نه ستړي کیږي، هر یو د خپل ځان په خولو کې ډوب دې، خپل بې وسه ولس ته د چا پام نه دې. ماشومان یې د تعلیم او کتاب په ژبه نه بلکې په ټوپک باندې روزل کیږي، د ښوونځي له نوم سره یې غوږونه نااشنا دي خو د جنګ هر ډګر ورته معلوم دې، د قلم په نیولو نه پوهیږي خو د ټوپک په اخیستلو ماهران دي. د افغان په نوم هر بچې تروریست، قاتل او غل نومول شوی.
دا چې د سولې له نعمت څخه ډیر وروسته پاتې یو او سواد باندې د ستر کفر ټاپه لګوو دا زمونږ د کمزورۍ او ناپوهۍ نښه ده. د سواد نشتون دې چې سترګې مو د نادانۍ په تورو پردو کې پوښل شوي، د یو بل حقوق نه پېژنو، د یو بل ناموس او عزت ته درناوی نه کوو، د لېوانواو داړونکو ځناورو په څېر د خپل امکان تر حده کوښښ کوو یوبل ته تاوان ورسوو او یو بل نېست او نابود کړو.
اخر تر کله به یو بل ته د کرکې او نفرت په سترګه ګورو، تر کومه به مود خوار ولس مخ په وینو رنګ وینو او جنازې به تر هدیرې رسوو.
د سولې له راتګ څخه له هيچا هیله مه لرۍ، هر یو مو په بېلابېلو نومونو وژني خو په دې لا نه یو پوهيدلي چې هرې خوا ته افغان وژل کېږي.
پورته شۍ اوپیل یې له خپله ځانه وکړئ، لاسونه سره ورکړئ او په زړونوکې مو د نفرت پر ځای د مینې تخم وشیندۍ تر څواباده، سوکاله او ارامه هېواد ولرو او په سوله کې ژوند وکړو.
لیکونکې: تورپیکۍ «غرنۍ»