
دا د شعر دنیا هم ډیره عجیبه او خوندوره ده. د ننګرهار ښاغلی شاعر آمیری شګیوال صاخب چی په شعر کښی يی هر رنګه ښکلا او ظرافت پروت دی د رنګونو ، مستیو، دردونو، اومخبت خزانه ده او اشعار يی زما ډیر خوښیږی دا لاندی بیت راته ولیکه
خداى خبر که مى ارمان په کى پوره شى
په خپل وار له دى دنيأ ځي يأران يويو
او ما هم یوازی پرینښود او دی لاندی بیتونو سره مي د هغه ملګرتیا وکړه
ارما نونه به د زړه هاله پوره شی
چي په خپل وار غیږه درکړی خوبان یویو
د باروتو په لوګو کښی وطن ډوب شو
اوس سرونه دی غوڅیږی له هر یو یو
ملغلری دی څڅیږی له قلم مي
د روښان په غزل مست شویاران یویو
اوس د دی انتظار یم چي څوک په زمونږ دواړو ملګرتیا وکړی
شاه زلمی زلمی لیکی :
چی زما او ستا په مرگ یی رحم نه شي،
احساس مر دی پلورل شوی وجدان یو یو
روح الله خان اوریاخیل لیکی:
زړگیه لیونتوب بیتابی پریژده
لیلا به دی مرحم کری زخمونه د زره یو یو.
شاعلی نصرت صاحب داسی واییی
د نړۍ ټول رقیبان راته یو شوي
رژوي زما د هیلو ګلان یو یو
د ښکلا دښمنان ګرځي په کوڅو کې
راته وژني د وطن بلبلان يو يو
پاکه ربه څه نیمګړې دنیاګۍ ده
تش لاسونه ترینه درومي یاران یو یو
ای د ژوند د میرو ستړی لارویه
پاڅه درومي د وختونو کاروان یو یو
د سپرلی وږمې خورې په پښتونخوا دي
ښکلوي د سحر پرخه ګلان یو یو
په چمن کی بازار جوړ شو د ګلپېغلو
د ګلونو منځ کې ښکاری خوبان یو یو
د باګرام ترکی ېې رقص کوي نغمو ته
ناڅي ستوري له خوښۍ د اسمان يو يو
دولتا او خوشالا یی غلامان دی
ځاروي له خپله شعره رحمان يو يو
ای نصرته اوس پوره به دا غزل شي
هڅولي دی روښان شاعران یو یو
شاغلی افغانیار صاحب وای :
چې له کرکې او نفرت ئې بل کار نشته
خدا یه. نشت کړې دهیواد جاسو سان یویو