لیکوال: لارېنس سېل ان
ژباړه: حزب الله جلال
پاکستان چین ته د اوږد مهاله ستراتیژیک ملګري په سترګه ګوري؛ نه متحده ایالاتو ته.
پاکستان تل افغانستان ته د هغه هېواد په سترګه چې د اقتصادي، سیاسي، او نظامي ملاتړ له پلوه په نورو هېوادونو اتکاء کوي، د هند هېواد د بالقوه محاصرې پر وړاندې د یو امنیتي ډال او دا چې خپل نفوذ یې د مرکزي آسیا په هغه سیمو کې چې د زېرمو له پلوه بډایه دي، پراخ کړی وي؛ د جمناستېک د یوې تختې په حیث کتلي دي. پاکستان د پام وړ اقتصادي انګېزې د درلودلو سره هڅه کوي تر څو غربی هېوادونه په افغانستان کې د هر ډول نفوذ د ساتلو نه محروم کړي. همدا د پام وړ اقتصادي انګېزه د چین ـ پاکستان د اقتصادي دهیلز تر سرلیک لاندې یادیږي. د چین د ستر کمربند او سړکونو د طرحې یوه برخه ده، چې موخه یې د ځمکې او بحر له لارې د اقتصادي زونونو سره د آسیا نښلول دي.
سي پېک ( د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز ) یوه بنیادي یا زیربنایي پروژه ده؛ چې د ترانسپورت د شبکې نښلول یې د ملا تیر دی. چین د پاکستان د ګوادر بندر او کراچۍ ښار سره چې د عرب په سمندرګي کې موقعیت لري، نښلوي. همدا شبکه به د ځانګړو اقتصادي زونونو او د انرژۍ د پروژو سره وتړل شي، بل دا چې د پاکستان د ځنډنۍ انرژي د کمښت د کچې د راټيټولو سره به هم مرسته وکړي. لکه څرنګه چې د فوربز له لورې یادونه شوې، « د پاکستان لپاره دا یو ستره بنیادي پروژه ده، چې د هېواد د یو نوي پيل شوي اقتصاد نه د یو غوړېدونکي اقتصاد پر لور د یو ستر ګام د اخستلو په برخه کې مرسته کولا شي. د چین لپاره سي پېک، د منځني شرق تېلو ته یوه لویدیځه لار ده؛ او د دوی د (دریمې قارې)افریقا پانګه هم ده. د هند هېواد په راګېرولو کې د بېجنګ د ستراتیژیکو موخو سره هم مرسته کولای شي، دا هغه څه دي چې په طبعي توګه پاکستان د دې اقتصادي دهلېز ملاتړ ته اړ باسي.»
افغانستان ته د سی پېک «د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز» غزونه به دواړه چین او پاکستان ته ګټه وکړي، چې د اقتصادي موخو یوه برخه یې په اټکل شوي توګه د ۳ تریلیونه ډالرو په ارزښت د افغان د ناراویستل شویو طبعي زېرمو څخه ګټه اخستل په کې شامل دي. د افغانستان څخه د متحده ایالتونو او ناټو شاتګ به چین ته دا اجازه ورکړي، تر څو د جنګ ځپلي هېواد د بیارغونې څخه؛ معمولا د زېرمو د راویستلو د قانوني هوکړه لیک له لارې به یې عوض بېرته تر لاسه کړي.
اسلامي جنګیالي د اوږدې مودې راهیسې د پاکستان د بهرني سیاست یو برخه پاتې شوي دي. لکه څرنګه چې یې د ۱۹۵۰مې لسیزې په لومړیو کې، د پاکستان د جمعیت اسلامي ګوند سره په ګډه یې د اسلامپالو ځایونه په افغانستان کې پيل کړه. د ۱۹۷۴میلادي کال نه وروسته د پاکستان لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو د پاکستان په استخباراتی اداره کې ځینې مهرې ځای پر ځای کړې، تر څو په افغانستان کې د مخالفه اسلامپالو کنترول په لاس کې واخلي. د پاکستان ولس مشر ضیاءالحق (۱۹۷۷ـ ۱۹۸۸) یو د خپل جنرالانو ته یې وویل: " افغانستان باید هغه حالت ته ورسول شي، چې په مناسبه حرارت درجه کې جوش وخوري." په افغانستان کې د نفوذ درلودلو او د بې ثباتۍ په موخه له طالبانو د پاکستان اوسنی ملاتړ؛ د نوموړي هېواد د اوږدمهاله سیاست یوه برخه ده. په تېر کې د بې ثباتۍ څخه ګټې اخستنې د دوی ګټې خوندي کړي دي، اما پاکستان د اسلامپالو ډلو پام له خپله ځانه اړولی دی.
څرګنده نه ده، چې د طالبانو له لورې تر کنټرول لاندې افغانستان به د پاکستان او چین د نړیوالو پلانونو د ترسره کولو کې مرسته وکړي او یا به په پراخه توګه د همدې هېوادونو له لورې د بې ثباتۍ د فضاء د رامنځ کولو لپاره خنډ وګرځي. په ۱۹۹۰ لسیزه کې چې کله د افغانستان واګی د طالبانو په لاس کې و، دوی درې وارې د پاکستان د بهرني سیاست یوه اساسي موخه، چې د ډیورنډ فرضي کرښه د دواړو هیوادونو تر منځ د یو دایمي پولې په توګه منل ؤ، شنډه کړه.
د سي پېک پروژې بریا د پاکستان د ستر ایالت، بلوچستان د ثبات پورې تړاو لري چې د ګوادر او کراچۍ بندرونو ته د سي پېک د پروژې د انتقال لپاره یو مسیر ګڼل کیږي. نوموړی ایالت د قومي پلوه د مختلفو هېوادونو د ملیتونو نه سره اخښل شوې سیمه ده، چې سوئیل لویدیځ پاکستان، شرقي ایران او جنوبي پاکستان پورې غزیږي او ډېری نفوس یې بلوچان او پښتانه جوړوي. نورې پاتې کوچنۍ ټولنې یې پر براهوي، هزاره، سندهي او پنجابي توکمونو شامل دي. د ۱۹۴۸ میلادي کال نه را په دېخوا، بلوچستان د یو متورم قیام کور پاتې شوی دی، چې د بلوچو ملت پالو په ملاتړ یې د پاکستان او ایران د حکومتونو پر ضد خپله مبارزه پیل کړې ده. د طالبانو نه د بهرني سیاست د یو آلې په توګه ګټه اخستنه به ښایي پاکستان یو ورځ په دې کار پښېمانه کړي. د یو بریالي اقتصادي پرمختګ لپاره د ثبات درلودل لومړی شرط ګڼل کیږي؛ او د بې ثباتۍ نه د ثبات د رامنځ ته کولو شرایط ډېر سخت دي.
هغوي چې په جنګیالو باندې ژوندي دي، په جنګیالیو مړه شوي هم دي ( کوهي کیندونکی په کوهي کې وي ). د همدې ټکي په پام کې نیونه په د پاکستان په ګټه وي.
وروستي