
بیګاه شپه به په هغو سلګونو کورنیو هم تیره شوې وي،چې د کورنۍ غړي یې یا په شهادت رسیدلي یا په روغتون کې دژوند اومرګ ترمنځ شیبې شمیري،اوداچې اوس به په دوي څه حالت تیریږي یو خدای به پرې خبروي،خو زمونږ دملي وحدت حکومت به دغو سلګونوکورنیوته څه ځواب ووایي او ایا ددغوغمځپلو کورنیو درد به دوا کړی شي؟؟؟ هرګز نه،خو صرف دمیډیا پرمخ به دغه لاندې کیسې تکرار شي اوبس
هغه چې په تیرو ۲۴ ساعتونوکې ترسره شول
۱- دپیښې سیمې ته کورني اوبهرني سرتیري له تحقیقاتي ټیم سره یوځای ورسیدل، په سیمه کې غوغاجوړه شوه بهرنیو میلمنو(؟) تخریب شوې ساحه ګزاوپل کړه ویډیوګانې وشوې اوعکسونه واخستل شول.
۲- د کورنیوچارو وزارت په سیمه کې رسنیوته وویل چې چاودیدونکي توکي د فاضله موادو په ټانکر کې ځای پرځای شوي وه .
۳- د ملي امنیت لوی ریاست معلومات ورکړل،چې دکابل برید دحقاني شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای په همکارۍ په دغه هیواد کې پلان کړی و.
۴- لوی درستیز شریف یفتلي او د کورنیو چارو د وزارت امنیتي معین مراد علي مراد په ګډې خبرې غونډې کې راڅرګند شول اورسنیو ته یې دا ډول بیان وکړ:"ستاسو امنیتي ځواکونه به د دغو جنایتکارانو، تروریستانو او د خلکو د قاتلانو پرضد سختې امنیتي هلې ځلې وکړي او نتیجې به یې ډېرژر بیا له تاسو سره شریکې کړو.
۵- ولسمشرغني په سختو ټکو دپیښې دغندنې ترڅنګ امنیتيادارو ته امر وکړ،چې ډېر ژر دا پيښه وڅيړي او نتیجې یې له ولس سره شریکې کړي.دغه راز یې د ښارجوړونې وزارت ته لارښوونه وکړه،چې هغه ځایونه بیرته ورغوي چې په پرونۍ چاودنه کې وران شوي دي.
۶- اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په سختو ټکو پیښه وغندله اودایي سترجنایت وباله .
۷- ولسمشربیګاه ناوخته روغتون ته لاړ څوکسه ټپیان یې په غیږ کې ونیول.
۸- ولسمشردشپې ناوخته په ملي تلویزیون کې راڅرګند شو ولس ته یې دپخوا په څیر څوثبت شوې تکراري جملې وکارولي او ولاړ .
۹- ملګروملتونو،ناټو اودسیمې یوشمیر هیوادنو هم پیښه په سختو ټکو وغندله.
۱۰- دامریکا جمهور ریس ډونالټرمپ هم ولسمشر ته په ټلیفوني اړیکه کې دامریکا حکومت اوخلک دافغانستان کلک ملاتړي یاد کړل.
هغه څه چې راتلونکي کې به ترسره شي:
۱- ولسمشر به ډیر ژر دحقیقت موندنې یوټیم وګماري،ترڅو پیښه په هراړخیز ډول وڅیړي.خودنتیجې به یې نه بیا څوک پوښتنه وکړي اونه به ګمارل شوی ټیم ریښتیني معلومات له خلکو سره شریک کړي.
۲- دوژل شویوله کورنیوسره به سل زره اوټپیانوسره پنځوس زره افغانۍ کومک وشي،خو په دې شرط چې واسطه ولري .
۳- ممکن دتخریب شویو ودانیو اونقلیه وسایطوهم څه مصارف ،هغه هم چې قوي واسطه ولري ورکړي اوبس .
اوس نو پوښتنه داده چې پورته ذکر شوې کړنې به دقربانیانو درد څومره دوا کي؟ څومره به خلک ډاډه شي،چې په راتلونکي کې به داډول پیښې نه رامنځته کیږي؟امریکا اونور نړیوال متحدین به یې څه تضمین ورکړي،چې صادقانه همکاري به کوي؟ دا اودې ته ورته لسګونه نورې پوښتنې،چې دمخکې په څیربه بې ځوابه پاتې شي.خو دردمنې کورنۍ به دا درانه غمونه په خپلو اوګو بار وړي،اوښکې به تویوي اوکړیږي به.
محمدي