
کله چی زما غریب او بیچاره ولس د وینو په سیند لاهو شی،کله چی می دهیواد میندی بوری او ناوی کونډی شی، کله چی افغان ماشوم د پلار له سیوری بی برخی شی او د هیوادوالو په کورونو کی می د ویر څادر خپور شی نو بیا دا غندل څه معنی؟
آیا دا غندل به بیا د هغی بوری مور بچی بیرته را ژوندی کړی؟ آیا د هغی ناوی او ماشوم هیلی به بیرته راوګرځی؟
هیڅکله هم نه
کله چی زما ولس د وینو په سیند کی ډوب وی نو بیا دا غندل هیڅ معنی نلری ،هیڅ درد نشی دوا کولی او په حقیقت کی پر غمجنو کورنیو ملنډی وهل دی.
کله چی یوه خونړی پیښه وشی نو بیا ددی پرځای چی خپل جرم ومنی چی په خپله دنده کی پاتی راغلی، ددی پرځای چی له خپلی دندی استعفا ورکړی نو ملت څخه د خلاصون لپاره په غندنه عامه زهنونه تیر باسی.
خو دا چی دا غریب ولس د یوی ځانګړی سیاسی کورنی د نا اهل سیاست او حکمروایی په دام کی راګیر ده او نشی کولای خپل غږ اوچت کړی او د خپل حق غوښتنه وکړی نو دا کار هیڅکله د بښنی په معنی نه ده.
دا ملت پر هرڅه پوهیږی او د هیڅ چا په نرمو خبرو نه تیر وځی.
راځی د اسلام سپيڅلی دین او هیواد ته درناوی په خاطر لږ اسلامی او ملی احساس په ځان کی را پیدا کړو،نور د شخصی او بهرنیو ګټو پر ځای خپلو اسلامی او ملی ګټو ته ژمن شو او د هیواد د آبادی او سوکالی لپاره لاسونه راونغاړو.