
افغانستان ته د شوروی ځواکونو ننوتل له 1979 کال څخه مخکی وړاندویل کیده.شوروی ځواکونو دننوتو څخه پینځه میاشتی مخکی، جیمی کارتر افغان اسلامی ډلو ته مرستی پیل کړی وی. په 1978 میلادی کال کی د یوی نظامی کودتا په لړ کی شوروی ته نږدی شخصیت د محمد ترکی په نوم په افغانستان کی واک ته ورسیده چی دغه اتفاق د متحده ایالاتو، بریټانیا،عربستان او د پاکستان اندیښنی راوپارولی.
یو کال وروسته، د یوی کودتا په لړکی حفیظ الله امین واک ته رسیږی چی د دغی پیښی په پایله کی د 1979 ډسامبر په میاشت کی شوروی ځواکونه افغانستان ته ننوتل او د امین د راپرځولو او وژل کیدو وروسته یی کمونیستی سیاستمدار د ببرک کارمل په نوم د هغه پر ځای واک ته ورسوه.
په افغانستان کی د پاکستان هغه جریقه وهل چی غوښتل یی د ولس په منځ کی د کارمل په مقابل کی ووهی بی نتیجی پاتی کیږی او په دغه هیواد کی د شوروی ځواکونو د شتون په باب اندیښمنو هیوادونو د شوروی ځواکونو سره د مقابلی په موخه له افغان مجاهدینو سره مرستی ته مخ کړ.
څرنګه چی مخکی وویل شول، په افغانستان کی له نظامی اسلام ګراېې څخه ملاتړ د سوسیالستی بلوک په مقابل له دغی پدیدی څخه لومړی ملاتړ نه وه.
د کارټر د ملی امنیت سلاکار برژنسکی ، له کارټر سره په افغانستان کی له جهاد څخه په یوه ملاتړیزه مکاتبه کی لیکی، داسلام ګریانوقیام ((د شوروی ځواکونو نظامی تداخل به شوروی ماتی ته اړکړی او هغوی ته به دوهم ویتنام جوړکړی))196 د 79 کودتا او د شوروی له نظامی تداخل څخه وروسته، برژنسکی کارټر ته لیکی((موږ باید له اسلامی هیوادونو سره د دوه ډولو کمپاینونو لپاره چی یو يې تبلیغ او بل يې پټې مرستی دی سره همغږی کړو)) له بلی خواه 1979 د ډسامبر په 18 مه د بریټانیا لومړی وزیر، ماګرت تاچر په نیویارک کی په ایران کی د اسلامی انقلاب په اړه وویل((خاورمیانه هغه ځای ده چی موږ ډیر ریسک په کی کړی...زموږ د منافعو په ګټه ده چی دوی پریږدو چی خپل عمیق دینی سنتونه جوړ کړی. موږ نه غواړو چی هغوی د مارکسیسم په دروغجنه وارداتی جذب له پښو وغورځوو.))197
سعودی عربستان د خپلو غربی متحدینو او پاکستان سره په څنګ کی د افغانستان پر لوری د مجاهدینو سره مرسته کی دری مالی ملاتړ، تبلیغ او بسیج کولو نقش ولوبه وه.
ځینو لکه رضااصلان، د افغانستان جهاد ته د وهابی فکر په تذریق کولوسره د ده هیواد نقشونو کی نقش ور ایزافه کوی.
) یو پخوانی غړی وای(( که کوم مجاهد نه پیداCIAد مجاهدینو د بسیج کولو په برخه کی د امریکا د اطلاعاتو دسازمان (
کیدای موږ به مجاهد جوړولو[تر څو هغوی افغانستان ته ولیږو])).
په افغانستان کې د جهاد د دعوت لپاره په هغو تبلیغاتي پاڼو کې، چې د عربستان په عمومي ځایونو او له هغې څخه په پټرول پمپونو کې هم د لیدو وړ دي.
د مجاهدینو د بسیج کولو په باب عربستان کې هم ځینی مراکز رامنځته شول تر څو داوطلبانو ته دا اطمینان ورکړی چی پرته لدی چی خپله مجاهد ته مالی ورکړی کیږی، د هغوی کورنی به هم ددی مراکزو له پوښښ لاندی وی او مالی ورکړی به ورته کیږی.198
عطوان د هغو عربستانیانو شمیر چی د 80 لسیزی په اواخرو کی د افغانستان په جهاد کی ګډون کړی وه 35 څخه تر 45 زرو پوری ارزولې وه.199
ورته تبلیغات د عربستان په ملاتړ په نورو عربی هیوادونو کی هم په لاره واچول شول. ویل کیږی عبدالله عزام، چی د یوه تړون په پایله کی د نړی له یوه ډله مسلمانانو سره د اسلام آباد پوهنتون ته د تدریس پلمه پاکستان ته منتقل شوی وه، د عربستان د ترجیع وړ شخصیت وه. له همدی کبله، دده او د بن لادن لخواه د تاسیس شوی خدماتی مرکز د عربستان لخواه د مجاهدینودجزب او سامبالتیا لپاره رالیږونکی مصارف ډیری برخه نوموړی مرکز لاس ته راوړه.
) هم د مجاهدینو د مالی ملاتړ، روزنه، او د سمبالتیا مسولیت پر غاړه واخیست. هغوی CIAله بلی خواه تورسازمان ( .
هم د نورو په پرتله افغان عربانو ته ترجیع ورکوله، ځکه چي ((هغوی د خپلو افغان همسنګرانو په پرتله لیکلو او لوستلو سره بلد ول)) په 2003 کال کی د آسترآلیایی- بریټانوی روزنامه نګار جان پیلګر لخواه څیړنه کی د1986 او 1992 کلونو تر منځ په پاکستان کی او د تورسازمان، ام اې6 او د پاکستان د څارګری اداری پوری په تړولو کمپونو کی له 100 زرو ډیروجهادګرایانو له روزل کیدو څخه پرده پورته کړه. همدغه څیړنه مدعی ده چی ددغو ډلو مشران د آمریکا د ویرجینیا ایالت په نظامی کمپونو کی روزل شوی دی.200 څرنګه چی د تورسازمان پخوانی مامور او د شوروی پر وړاندی د جهادی ډلوهمغږی کونکې، میلتون برډن، له بی بی سی سره په یوه مرکه کی وویل(( ویلیام کیسی(د سی آی ای پخوانی ریس) زه وغوښتلم او ماته یی وویل: زه هر هغه څه چی ستا پکار وی زه به یی ستا په واک کی درکړم تر څوه ته فغانستان ته لاړ شی او بریالی شی. هغه ماته ونویل چی ته لاړ شه او د شوروی پر وړاندی مجاهدینو سره مرسته وکړه تر هغوی آزار کړی او یا هم هغه ځای د شوروی پر وړاندی یو ویتنام جوړ کړم. بلکه ماته یی وویل چی لاړشه او بریالی شه [شوروی له افغانستان څخه د باندی واچوه]. له همدی کبله [ددغه ماموریت لپاره] 1 میلیارد ډالر او اسټینګر راکټونه ماته په واک کی راکړل شول)).201 سټینګر راکټونه د افغانستان په جهاد یو ډول سترتیژیکه صلاح شمیرل کیدله، ځکه چی کولای شول د شوروی جنګی چورلکی راوپرځوی او د جنګ قواعد د مجاهدینو او د هغوی د حامیانو په نفعه وچرخوی.
بلاخره د شوری اتحاد په 1989 کال له افغانستان څخه شاته تګ وکړ او ددی هیواد اشغال ته یی د پای ټکی کیښود. میخایل ګورباچوف، د شوروی اتحاد وروستی رهبر په یوه مرکه کی وویل، موږ د آبرو په ساتلو سره شاته تګ وکړو.
ځکه مو آمریکایانو ته وړاندیز وکړ چی زموږ له وتلو څخه دمخه له موږ سره مرسته وکړی ترڅو یوه دولت رامنځه کړو تر څو په دغه هیواد کی د هرج و مرج له رامنځته کیدو څخه مخنیوی وکړو. دغه وړاندیز د آمریکا له لوری رد شو او له مجاهدینو څخه د ملاتړ درول یی له افغانستان څخه د شوروی له قید او شرط پرته وتلو سره تړلی ووبلله.
آمریکایانو هم د دی هیواد دپخوانی بهرنیو چارو وزیری په وینا دافغانستان چاری پاکستان ته په واک کی ورکړی. هغی په دی اړه وویل((موږ افغانستان له ټولو سازاماندهی شوو او ښوو، ورکړل شو زده کړو، او په ملیاردو ډالرو ملاتړ شوو، او زموږ د متحد، سعودی عربستان لخواه د وارداتی وهابیت سره، یوازی پریښود او پاکستانیانو ته مو وویل چی له دغی قضی سره د تعامل مسولیت ستاسو سره دی))203 د شورویانو له ماتی څخه وروسته، ټولو ښکیلو خواوو بریا خپله ګڼله. آمریکا او متحدینو یی خپل ځان د شوروی د ماتی مسولان ګڼل او له بلی خوا مجاهدینو ځان د دی بریا مسولین ګڼل. دا هغه سوجه وه چی وروسته القاعده دی فکر واچوی چی که شوروی مات کړ نو هتما آمریکا هم ماتولای شی. څرګند حقیقت خو داده چی افغانستان وروسته له شوروی څخه، په بی ثباتی کی پاتی افغانستان وه، چی په هغه کی بیلابیلی ډلی د قدرت د ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره په جګړه کی ښکیلی وی.
د پاکستان د امنیتی او استخباراتی ځواکونو رفتار له افغانستان سره له سوسماری او مکر څخه ډک وه. په ډیره اندازه پښتانه مهاجران
د پاکستان په دینی مدارسو کی په زده کړو بوخت ول او یا هم له زده کړو څخه د خلاصیدو په حال کی ول. دغه مدارس چی د سعودی عربستان په مالی ملاتړ رامنځته شوی ول او خپل حیات یی نور هم لویه وه، په طبیعی ډول یی خپل اسلامی علوم د وهابیت په چوکاټ کی تدریس کول.
د دغو مدارسو طلباوو ته د پاکستان نظامی زده کړی او د عربستان مالی مرستوله کبله د طالبانو په نوم د یو نوی نظامی ځواک د طالبانو په نوم رامنځته کړ چی په 1996 کال کی وکولای شول چی خپل رقباوو ته ماته ورکړی او افغانستان اشغال کړی او خپل اسلامی امارت رامنځته کړی.204 دغی پیښی ته کولای شو ورته د ایران او عربستان تر منځ مواجع کیدل ووایو.
ایران او روسی د افغانستان له شمال ټلوالی څخه په ملاتړ سره د عربستان، پاکستان، او اماراتو چی د هغو مهدودو هیوادونو په قطار کی ول چی د طالبانو دولت یی په رسمیت پیژندلی وه، په مقابل کی ودریږی.
ایران په ځلونو د طالبانو د رژیم په مقابل کی نظامی مداخلی ګواښ وکړو او پاکستان یی دهغوی د ملاتړ مسول ګڼه.
او بلاخره د طالبانو او د القاعدی اتحاد د سپټامبر 11مه پیښی په رامنځته کیدو سره پای ته ورسید چی په افغانستان باندی د څو میلیتی ځوکونو د برید په پایله کی سقوط وکړ.
بل حقیقت چی باید په نظر کی ونیول شی دا ده چی جهاد د افغانستان له مرحله څخه وروسته، جهادی د نړی په سطحه جهاد ده چی وروسته یی بیا له افغانستان سره سره یی منځنی ختیځ هم د اور په لمبو کی هم وسوزوه او اوس یی هم سوزوی.
سرچینی:
1-196Curtis، M. (2010). Secret Affairs: Britain’s Collusion with Radical
Islam. Serpents Tail. London، p 135.
2ـ197 Islamic State: the Digital Caliphate, p 196.
198 السلفية الجهادية في السعودية.
199 Islamic State: the Digital Caliphate, p 211.
3-201 Curtis، A. (2004). The Power of Nightmares the Rise of Politics of
Fears. (DVD). Produced by BBC.
202 The Power of Nightmares the Rise of Politics of Fears.
4-203 Chossudovsky، M. (2013). Hillary Clinton: We Created Al-
Qaeda. (Global Research). Retrieved 1/22/2016، from: http://www.
globalresearch.ca/hillary-clinton-we-created-al-qaeda/5337222.
5-204 Rashid، A. (1999). The Taliban: Exporting Extremism. Foreign Affairs.
Vol. 78. No. 6، pp 22-35.