د شکایتونو د کمیسیون له رییس نه به چا ته شکایت وکړو؟

د نن تبصره
د ملي شورا د مشرانو جرګې د شکایتونو د کمیسیون د رییس زلمي زابلي زوی له یوې پېغلې سره د نامشروع اړیکو پر مهال په مړ-ژواندي حالت کې پیدا شوی دی. د زلمي زابلي دغه ځوان زوی د کابل ښار د مکروریانو په سیمه کې یوه پېغله جینۍ چې د دوولسم ټولګي زده کوونکې وه، د نامشروع اړیکو لپاره یوه کانټینر ته بېولې وه، چې کانټینر پسې قفل شوی دی. تر مودې وروسته په داسې حال کې پیدا شوي چې دواړه په بشپړه توګه بربنډ وو، جینۍ وژل شوې وه او د زلمي زابل زوی د کوما په حالت کې و.
د کابل ښار امنیتي چارواکو دغه پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې د زلمي زابلي زوی له پردۍ جینۍ سره د ««خوشګذرانۍ»» لپاره ننوتلي وو.
په دې کې شک نشته چې د زلمي زابلي زوی به دغه جرئت د خپل پلار د پارلماني مصوونیت او د ده له امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې په پایله کې کړی وي.
زلمی زابلی چې کله د ملت د کور د مشرانو جرګې د شکایتونو د کمیسیونو د ریاست د څوکۍ تر شا کېني؛ له راغوښتل شویو کسانو سره داسې چارچلند کوي، لکه سپینه مقدسه پرښته. په داسې حال کې چې دی د رشوت اخیستلو په پایله کې بایلونکي ګټونکي اعلانوي او ګټونکي بایلونکي.
د زلمي زابلي دا لومړی خیانت نه دی چې د غم اوښکې پرې وڅاڅي؛ بلکې دا دوولسم کال دی چې دې ناولې څېرې د زابل د کوچیانو د نماینده په حیث خپله کورنۍ، افغاني ټولنه، د سنا مجلس او افغان سیاست ټول د یو کرغېړن سرطان په څېر ملوث کړي دي.
د تآسف ځای دی چې په دې وطن کې حساب او کتاب نشته، کنه نو داسې نوم بدو کسانو یوه ورځ هم باید د زندان له تنبو بیرون تېره کړې نه وی.
دا چې زلمی زابلی پارلماني مصؤونیت لري، نو د جینۍ کورنۍ او نور افغانان به څه ډول نوموړی د محکمې د مېز شاته راکش کړي او ترې و به پوښتې چې کورنۍ دې ولې د ملت د کور له نوم څخه په استفادې د خلکو عزت او ناموس تر پښو لاندې کوي؟ نه یوازې کورنۍ یې، بلکې دی خپله هم په ورته موضوعاتو کې لړلی او شپه ورځ د ملت له کور څخه ناوړه ګټه اخلي.
که د دې کس مخه ډب نه شي او دا بدبخته پارلماني مصوونیت ترې وا نه خیستل شي، نو له داسې کرغېړنو څېرو څخه باید د نورو ورته پېښو تمه هم ولرو، او دا د ملت د کور (ملي شورا) لپاره لوی عار او شرم دی.