په خواشنيۍ سره موخبرترﻻسه کړی ، چې احمدشاه غني احمدزی په حق رسيدلی دی

  پښتون سياستوال دکابل پوهنتون دحقوقو اوسياسي علومو پخوانى  استاذ دوکتور احمدشاه غني احمدزى په حق رسيدلى دى .
امريکا : افغان سياستوال مير عبدالرحيم عزيز څرگنده کړې ،چې دامريکا د ويرجينيا دايالت داسپړن فيلډ په ښار کښې دسپتمبر په 23 مه نېټه د خداى بخښلي کورنۍ او افغان ملي ټولنې له خوا دارواښاد گډه  فاتحه واخستل شوه .
 دکلام الله مجيد له ختم وروسته داحمدشاه غني احمدزي يوشمېر دوستانو،دارواښاد دملي او علمي شخصيت په باره کښې خبرې وکړې. ښاغلي  دوکتور محمدنبي مصداق ،ښاغلي عبدالحميدصمدي او ښاغلي  دوکتور مير عبدالرحيم عزيز دارواښاد هميشنيو دوستانو او دمتوفي تره ښاغلي عبدالقيوم کوچي  داحمدشاه غني احمدزي دممتاز شخصيت او له لاسه تللي مبارز په باره کښې اوږدې خبرې وکړې .
دوير او غم په دغه غونډه کښې داحمدشاه غني احمدزي دوستانو او مخلصينو دغمشريکۍ پر لامل  گډون وکړ. دغه راز دارواښاد ورور او دبيړني حکومت دماليې لومړني وزير دوکتور اشرف غني احمدزي اودکورنيو چارو وزير علي احمدجلالي برخه واخيسته .
له روژې ماتي او دعايې وروسته محفل په پوره غم پاى ته ورسيد.
ددوکتوراحمدشاه غني احمدزي مړينه افغان ملت ته ټولنيزه ،سياسي اوعلمي ستره ضايعه گڼل کيږي .
خداى دې وبخښي  ( آمين  .