څرنګه کفارو مسلمانان انحصار کړل

اسلام يو سپيڅلي او رښتوني دين دي دين مبين اسلام د نړي تر ټولو اديانو افضليت او تقدس لري د اسلام احکامات مسلمانانو ته په پورا بڼه راليږل شوي دي او په کلام الله کښي د تيرو امتونو د حالاتو په هکله دغه رنګه د موجوده دور او د راتلونکي نسلونو ته زوند تيرولو لپاره د هدايت ذريعه د قران کريم پيروي او د حق تعالي د احکامو اتباع بلل شوي ده اسلام مسلمانانو ته د زوند تيرولو په برخه کښي هيڅ يو داسي لارښونه نه ده پري ايښي چه د نړي نورو اديانو څخه توپیر پيدا کړی.
او ددغه سپيڅلي دين د قانون او احکاماتو لاندي په تيرو ۱۷ پيړيو کښي مسلمانان د نړي په سطح ځليدلي دي او په نړي کښي د خپل مقدس ددين ساتلو او د قران کريم او دسنت د اتباع لپاره يي چه کومي هلي ځلي کړي په عوض کښي يي له هر لوري په کفري دسيسو او سازشونو په خلاف برياوي او او په کفارو باندي غلبه تر لاسه کړي يعني په شروع د اسلام کښي بيا تر اولسم پيړي پوري مسلمانان له ډير کم تعداد سره سره د ايماني جذبه او قوت درلودلو په وجه د نړي په سطح په هره برخه کښي پيروز شوي دي اوپه نورو علمي چارو کي کي مهم پرمختګونه ترلاسه کړي دي.
" د بيلګي په توګه په ديني علومو او طبي علومو کښي لکه علم شناسي، علم فلکيات، علم نجوم، جغرافيه، علم تاريخ، علم رياضيات، علم الارض، او د ساينسي څيړنو په برخه کښي ساينس پوهانو لکه ابن سينا، ابو ريحان البيروني، الکندي، الرشدي، دغه رنګه نورو ډير خدمتونه کړي دي د کاغذ جوړول، قطب نما الوتکي الوتنو زده کړه، دنيزو د زده کړو، د بيړيو او کښتيو چلونو زده کړه، د مصر او نورو مسلمانانو سپيڅلي اختراعات درلودل.
الله رب العزت مسلمانانو ته هر قسمه اسانتياوي ور په برخه کړي وي لکه تيل زراعت قدرتي معدنيات او سيندونه ورکړي دغه رنګه د سياست په چوکاټ د ښي حکومت والي او اسلامي نظام پامالولو په وجه خپل کارنامي د تاريخ په مخ موجودي دي اود تل لپاره يي ځاي موندلي دي د مسلمانانو دغسي ښي کړني په ټوله نړي کښي ستر معيار قايم کړي.
کفار د مسلمانانو له کارنامو څخه ډير متاثر وه کابو څو پيړي د نورو اديانو پيروان د مسلمانانو د دغو ستر کړنو په وجه دمسلمانانوترسلطه لاندي اوسيدلي دي او کفري نړي دا هر څه علوم او اختراعات په عملي توګه اخيستلو لپاره له ډيرو ناوړو هربو او او منفي دسيسو او تير ايستنو په صورت کښي له مسلمانانو څخه بيرته اخيستلو لپاره هلي ځلي شروع کړي بالاخره دوي کامياب شول.
دا نوبت هغه وخت پيدا شو چه کله مسلمانانو خپلي مقدس دين او د حق تعالي د لاري ساتنه پريښوده او له کفري ننګونو سره مخ په سر شول.
ما ته ددغي تير تاريخ تکرارول ځکه محسوس شو چه کله مسلمانان په خپل مقدس دين ولاړ وو د الله رب العزت مدد او نصرت له دوئ سره وو خو متصفانه کله چه مسلمانانو کښي د اتفاق او يووالي فضا له منځه لاړه نو دوي هر سه يي د کفارو په لمنه کښي ورواچول له هغه وخته بيا تر ننه پوري چه مسلمانان له کوم زوال او بدبختي سره مخامخ سو هغه يواځيني لامل يي د حق د لار پرايښول وه.
کفري نړي له دغه حالت څخه په استفاده سره په بيلا بيلو دسيسو لاس پوري کړ او دمسلمانانو په منځ کښي رواني جګړي په صورت کښي لکه په ټولنيزو رسنيوکي د مسلمانانو په خلاف پرو پاګند او غلط تبليغات خپرول د رسنيو په توسط مسلمانانو د ايماني قوت ختمولو لپاره په مختلف نومونو لکه افراط ګري يا نور تروريست ډلو وګمارل شول ددوي په منځ کښي مذهبي تفرقه لکه روا او ناروا لاره دغه رنګه مذهبي تعصب د زياتولو لپاره فساد پيدا کول د مسلمانانو په ټولنه کښي يي بي حيايي او د نفساني خواهشاتو مړولو لپاره يي مختلف قسمه الات پيدا کړل کفار مسلمانانو ته بيل بيل ستونزي جوړي کړي او په خپل منځي جګړو کښي يي اخته کړل له اولسمي پيړي وروسته ورو ورو هغه اسباب، علوم او اخترعاوي چه د مسلمانانو يو سپيڅلي سرمايه وه ټوله عبث ولاړه او په کمه موده کښي کفارو د خپل تخنيک عصري او لوړي تکنالوژي او پر مختللي سامان الاتو په واسطه مسلمانان په منګولو کښي راګيرکړل.
موجوده حصايه د نړي د مسلمانانو ۸./۱ ميليارد جميعت يعني د نړي ۲۴٪ فيصد نفوس تشکيلوي خو بدبختانه دوي د کفري نړي د سازشونو دسيسو او د هغو دي ستر دفاعي قوتونو په مقابل کښي ناتوانه دي.
ليکوال: عبدالرحمن ذکي
محصل پوهنتون