
لیکوال: ریچارډ چرنېسکي (د اروپايي ټولنې د پارلمان مرستیال)
ژباړه: مشتاق رحیم
(دا لیکنه د اي پي ټوډې لخوا خپره شوې چې په دې لینک یې انګریزي بڼه کتلې شئ: http://eptoday.com/time-to-revisit-the-durand-line/)
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په تیرو څو کلونو کې په چټکۍ سره خرابې شوې دي. دا په تیرو وختونو کې د دواړو هیوادونو د امنیتي ارګانونو ترمنځ د پولې پر سر پر یو بل د حملو او ډزو څخه څرګنده ده. د دغو پېښو وروستۍ بیلګه د مې میاشتې په اومه نیټه د بلوچستان د چمن په سیمه کې پیښه شوه، چې په پای کې یو شمیر افغان سرتیري و وژل شول. د دغه پیښې په پایله کې پاکستاني سرچینو وویل چې د افغانستان ۵۰ سرتیري یې وژلي او ۱۰۰ نور یې ټپیان کړي خو بله خوا بیا افغانستان وویل چې په دغه پیښه کې یې یوازې دوه سرتیري له لاسه ورکړي دي. دا پیښه د یوې تیرې واقعې په تړاو وشوه کله چې افغان ځواکونو د سرشمیرنې د کار ډلې د ساتونکو په یوې ډلې ډزې وکړې چې په پایله کې یې د پاکستان ۹ کسان ووژل او ۴۵ نور ټپیان شول.
د پولې پر سر داسې شخړې او جګړې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیورنډ د کرښې، هغه کرښه چې دواړه هیوادونه له یو بل څخه جلا کوي، په تړاو د تاریخي مخالفتونو یوه څرګنده بیلګه ده. افغانستان د ډیورنډ کرښې ته تل د یوې مصنوعي کرښې په توګه کتلي چې د هندوستان د انګریزي استعمارګرو لخوا راکښل شوې ده. انګریزي هند لپاره دا پوله د ځان ساتنې یوه ستراتیژیکه هڅه وه او دغه استعماري نظام د افغانستان څخه د روسانو د هند وړې وچې په لور د خوځښتونو په مقابل کې د ډال په توګه د کارولو برنامه وه. دا فرضي کرښه چې په ۱۸۹۳ کال کې د انګریزي استعمار لخوا راکښل شوه د یوې لويې سیمې چې بلوچستان او پښتون میشته سیمې دي له افغانستان څخه د بیلېدو او انګریزي هند سره د یو ځای کیدو لامل وګرځیده.
د انګریزي استعمار په وروستیو کلونو کې هغو پښتنو چې د ډیورنډ هغه ډډه کې چې انګریزانو سره وه ژوند کولو، د باچا خان چې د سرحدي ګاندهي په نوم هم پیژندل کیدو په مشرۍ د پاکستان د جوړیدو مخالفت وکړو. پښتون تشخص د ملت پالنې پر بنسټ ولاړ و نه د مذهب او همدا لامل و چې دې تشخص د یو مسلمان پاکستان د مفکورې سره جوړ جاړی نه شو کولی. خو چې کله دا روښانه شوه چې انګریزان به د پښتنو دا غوښتنه چې د هند سره دې یو ځای پاتې شي نو پښتنو د پښتونستان د جوړولو غوښتنه وکړه او د دغه غوښتنې افغانستان هم ملاتړ وکړ. خو انګریزانو غوښتل چې یو پیاوړې پاکستان جوړ کړي او له همدې کبله انګریزان حاضر نه شول چې هغه تاریخي ظلم چې د ډیورنډ د کرښې په لړ کې شوی و جبران کړي. په پای کې شمال مغربي سرحدي ایالت چې تر ډیره پښتون میشتې سیمه وه د پاکستان برخه وګرځیده.
سره له دې چې د پاکستان جوړیدو ۷۰ کاله تیر شوي، د پښتونستان د خوځښت هلې ځلې او د افغانستان د پښتونستان او بلوچستان ایالتونو د بعضو برخو د بیرته ترلاسه کولو هیله لا پرځای پرته ده. په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان د جوړیدو څخه را پدیخوا د افغانستان بیلا بیلو حکومتونو د ډیورنډ کرښه کله هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د نړیوالې پولې په توګه نه ده پیژندلې. له خپلې خوا پاکستان هر هغه ممکنه څه کړي ترڅو د ډیورنډ کرښه په خپل حال پاتې شي او د دغه چارې په موخه یې هڅه کړې چې په افغانستان کې د یو داسې پیاوړي حکومت چې د ډیورنډ د اوسني حالت قانونیت و ننګوي د جوړیدو مخه نیولې او دا کار یې په کابل کې د خپلو لاسپوڅو حکومتونو د جوړولو له لارې کړې. همدا راز، پاکستان هڅه کړې ترڅو د امریکا، روسیې او هند غوندې هیوادونو، کومو چې کولی شول چې په سیمه کې د پاکستان تسلط را کم کړي، اغیز هم تر ډیره بریده کم ساتلی. په پاکستان کې دننه هم پښتانه او بلوڅان په قصدي توګه له پامه غورځولي شوي، پاکستان د دغه توکمو ترمنځ خپل منځي جګړو ته هوا ورکړې او له دغو سیمو څخه یې د جنګیالو د ګمارنې ځای جوړ کړی ترڅو د دوی پر مټ پاکستان په سیمه کې خپل ستراتیژیک دریځ ژوندی وساتي.
د پاکستان د ټولو هلو ځلو سره سره ټولو افغان حکومتونو، آن د پاکستان په ملاتړ جوړ د طالبانو حکومت هم، د پاکستان لخوا د ډیورنډ د کرښې د قانوني کولو هره هڅه شنډه کړې ده. په پاکستان کې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ په پاکستان کې د طالبونو سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د وینا مطابق پاکستان درې ځلې هڅه وکړه چې د ډیورنډ کرښه رسمي کړي خو هر وار په خپله هڅه کې ناکامه شو. د پاکستان د ډیورنډ په کرښه د اغزن تار د ځغلولو وروستۍ هڅه چې په پایله کې د دواړو اړخونو ترمنځ د ډزو د تبادلې لامل شو د دغه بهیر تداوم و.
پاکستان په افغانستان کې د خپل ستراتیژیکې ژورتیا د ساتلو په موخه نیابتي وسله والو ډلو څخه د افغانستان د بې ثباته ساتلو لپاره کار اخیستی دی. د ډیورنډ د کرښې شا او خوا د تیرو لسیزو بې ثباتي د دې لامل شوی، چې پاکستان په خپله لویدیځه پوله اغیز او کنټرول وبایلي چې د کرښې شا او خوا میشته قبایلو ته یې د دواړو هیوادنو ترمنځ د تګ راتګ لاره خلاصه کړې ده. تر هغې چې دا برید ټاکنه چې په اصل کې د نړیواله پوله ټاکنه نه بلکې د اغیز د سیمې د ټاکنې بهیر و د نړیوالې ټولنې لخوا بیرته سم او اصلي حالت ته را نه شي پاکستان به په دغه سیمه کې خپله دا لویه لوبه آن د ټولې سیمې د بې امنیتۍ په بیه روانه وساتي.
دغه تاریخي اشتباه، یا په بل عبارت د انګریزانو دا تاریخي جبر چې په پایله کې یې پښتون وطن و ویشل شو د امریکا او د نورو غربي هیوادونو لخوا د دوی د خپلو ستراتیژیکو ګټو د تامین په خاطر په خپل حال پاتی شوی دی. خو د تیرو کلونو په اوږدو کې د ډیورنډ د دواړو خواو د بې ثباتۍ اغیز تر سیمې پورې محدود نه دی پاتې، بلکې دا اوس غربي نړۍ پورې رسیدلې. د افغان مهاجرینو اروپا ته دوامداره راتګ او د افغانستان- پاکستان سیمې پورې تړلې ترهګریزې پیښې د دغه حالت پایله ده. په ۲۰۱۵ کال کې ۱۷۵۰۰۰ افغانانو د مهاجرت غوښتنلیکونو وړاندې کړل، چې د سوریایانو نه وروسته دویم لوی شمیر غوښتلیکونه وو.
د افغانستان- پاکستان سیمه د نړیوالو تروریستانو لپاره د زیږیدنې او روزنې مرکز باندې بدله شوې چیرته چې ترهګرې ډلې جوړیږي او روزنه ویني او بیا له هغې وروسته نړیوال بریدونه کوي. د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ نیټې برید چې د نیویارک په غبرګو برجونو باندې وشو د لویدیځ لپاره د خوبه را ویښیدو غږ و، ترڅو خپلې پالیسۍ یا تګلارې ته بیا کتنه وکړي. خو دې پالیسي ته د بیا کتنې پرځای موږ خپل ځواکونه د وسله والو سره د جګړې لپاره ولیږل او بله خوا مو د ستونزې د جرړې پریښودې چې لا پسې ورستې شي. د ۲۰۰۱ کال را پدیخوا زرګونو امریکايي او اروپايي عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او که چیرې موږ همداسې له ستونزې مخ اړولو ته ادامه ورکړو نو د عسکرو د مړینې لړۍ به په راتلونکي کې هم همداسې روانه وي.
له خپلې خوا پاکستان به د ډیورنډ د کرښې په بله خوا کې خپلې لاسوهنې او بې ثباتۍ لپاره خپلې هلې ځلې روانې وساتي ترڅو د افغانستان سره خپله اوسنۍ پوله په خپل ځای پاتې کیدو په هلو ځلو کې برلاسی شي. که چیرې په سیمه کې سوله راوستل غواړو نو غرب اړ دی، چې دغه تپل شوی پولې ته یو وار بیا کتنه وکړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ تاریخي او طبعي پوله بیرته په خپل حال کړي. بلوچستان او پښتون میشتې قبایلي سیمې کومې چې په زور اخیستل شوي او انګریزي هند سره یوځای کړې شوې وې باید بیرته خپل پخواني حالت ته د یو آزاد افغانستان برخه وګرځول شي. د اوږد مهاله سولې د موخې په رڼا کې امریکا او اروپايي ټولنه باید افغانستان لوري ته د میلیونونو یورو د مرستو د تویولو او د یو داسې جګړې د ګټلو د هڅې پرځای چې ګټل یې شوني نه دي، خپلې افغان تګلارې ته بیا کتنه وکړي. یو ناآرامه افغانستان د خپل ګاونډ او په لویه کې د نړۍ د امنیت او ټیکاو باندې د اغیز وړتیا لري. وخت یې را رسیدلې چې سختې پریکړې وشي او د ډیورنډ د کرښې تاریخي اشتباه جبران شي.