بسم الله الرحمن الرحیم
لیکنه او شننه : قاضي نجیب الله جامع
پدي وروستېو کې د ټرامپ د نادودو په ځنځیري تسلسل د دې خبرونه ورکول کېږی هغه دوسیه چې باید له نن څخه ۳ کاله وړاندی تړل شوی وای، د ټرامپ میز ته د بیا کتني له پاره وړاندې شوي، تر څو امریکا پر افغانستان کې خپل ناکام، له تېروتنوډک پر شکونو ولاړ داسې ماموریت ته بیا دوام ورکړې، هغه چې پایله به یې پرته له یوي شرمونکې ماتي او پاشتلتیا څخه د امریکا د تاړاکګرې او ښکیللاک په تاریخ کې تکرار نشي.
ځکه د ( امریکا افغان جګړې ) څخه نږدې ۱۶ کاله تېریږي او پدې اوږده موده کې په پنټاګون کې ناستو امریکایې پالیسي جوړونکو بیا بیا د دې هڅه کړې چې د روانۍ جګړې د پایلو بدلولو په موخه تل د زور او قوت له لارو چې د جګړو اوږدول وه خپلو اسټراټژیکو اهدافو ته د رسېدو په لار کې ګټه واخلي او پدی برخه کې یو له اصلي ګزینوڅخه د جګړه مارو ځواکونو زیاتیدلو بحث وه.
د بیلګه په توګه له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۴ پورې امریکا په افغانستان کې په متوسط ډول ۲۰ زره پوځیان لرل او له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ پورې یې حتی د د غو ځواکونو شمېر د اوباما د نظامې دوکتورینو په نظر تر یو لک هم واړاوه خو سر بېره پردې دې شمېر ځواکونو هم په افغانستان کې هغه سوله او ثبات ټینګ نه کړای شو، چې د امریکایې شنونکو په اندطالبانو باید پکې وسلییښي وای، د مخالفینو جګړو خپل رنګ بایللې وای او افغان حکومت چې هغه مهال د ګډ حکومت په پرتله د تصمیم نیولو او رهبری له اړخه تر ډیره یوه خوله او د یو شخص او ټیم په واک کې وه ډیر څه ته د یو داسي هر اړخیېزه نظامي، سیاسي او استخباراتي ملاتړ په لرلو سره بدلون ورکړې وای هم ورنکړل.
نو اوس ځنګه ممکنه دې چې پداسي حال کې چېله یوی خواء دلته په کور دننه او بهر کېد امریکا د ماموریت په اړوند افغان ولس، سیاستوالو او فعالینو په منځ کې ورځ تر بلي نوي شکونه راټوکيږي، اندیښني زیاتېږي، د دوي تر حمایت لاندی حکومت مشروعیت ورځ تر بلي کمېږیچې ښه بېلګه یې د وروستیو خبرونو په حواله داچې د افغانستان حکومت یوازې په ۴۸ سلنه خاوره حاکمیت لری او نوره ۵۳ سلنه یې د مخالفینو تر ولکې لاندي ده، د دې ترڅنګ د حکومته په دننه کې بی ثباتی او کاواکې هغه کچې ته رسیدلې چې خپله د ولسمشر په خبره چې نوموړي له طالبانو ویره نه لری بلکې ویره یې له دې د چې نظام به خپله له منځ څخه ونړیږی، اداري فساد او نا انډولي غوغا کړي، بېکاري نور حد نه لری ۳۹ سلنه خلګ همداوس د فقر تر کرښه لاندی ژوند کوي، وسله وال مخالف اپوزیشن طالبان اوس نه یوازی د لویو ښارونو پر دروازو کې مورچلې جوړې کړي بلکې په سیاسي او ډیپلوماټیکه برخه هغوی اوس تر حکومته څو ګامه وړاندی دې او خپله د فعالی ډیپلوماسی په نوښتګرو بدل شوی چې د ( روسیې، چین، ایران او ۱۲ هیوادونو پر ګډون د سیمه یزی اجماع رامنځته کول په دې باور سره چې هغوی نه یوازی په افغانستان کې سوله غواړي بلکې د دې وړتیا او صلاحیت د آرادی هم لري چې د سیمې له قدرتونو سره د امنیت او ډاډمني راتلونکې په برخه کې وړ، کوټلي او ژمن ګامونه واخلي، هغه چې له داعش سره د طالبانو پرلپسي نښتي یو له همدغه عملی کړنو څخه وو. چې طالبانو پري سیمه والو ته د ( د ګډو ګټو او ګډو اهدافو ) په لار کې د همکاری شنه څراغونه ورکړل.
اوس دا ټول د امریکا د نوی پالیسی پر وړاندی تر خڼد لویه معنا لری، او هغه داچې د امریکا ناسمي پریکړي د دوی ناروا جګړې ته نوره لاره نشي عملی کولای بلکې د دې جګړې دوام به دلته د امریکا د ماموریت له داسي ناکام برخلیک سره مخ کړې چې د ویتنام له نیمي پیړۍ جګړې خو یې ځان په ډیر تکلیف سره راجوړ کړ مګر هغه څه چې پدې لنډ تحلیل کې پری بحث وشو او عملي بیلګې لری نه یوازی داچې امریکا به د بیا احیاء او ظهور چانس ونه لري بلکې دغسي لوبي ته دوام ورکول به داکه د نوی جګړمارو ځواکونو د لیږلو له لارې وي یا د داعش څخه د ملاتړ او یا د بمونو د مور بم د ویشتلو له لارې امریکا به له یو ستر سرغوږي سره چې تمدني ځوړتیا او مرګ دي مخ کړي.
ځکه همداوس په واشنټن کې اکثریت تحلیلونه که یې له واشنټن پوسټه چې معتبره امریکایې ورځپاڼه دي در واخلي تر جمهوریپال ګوند سناتور مایک لي چې ټرامپ ته یې په یو سرخلاصي لیک کې د نورو ځواکونو له لیږلو خبرداري ورکړې د دې ښودنه کړې چې د امریکا ماموریت ناکام دي، د امریکا جګړه نارواه وه، او دې او دا ډول د سولې لاره که څه هم ستونزې لري، خو که ریښتينې هڅې ورته وشي، تلپاتې گټې به له هیځ زیانه سره لري.
په درناوی
وروستي