
رسنۍ د ژوند له پاره رامنځته شوې؛ د ژوند د چارو د تنظیم له پاره باید وکارول شي. نه د ژوند د تخریب له پاره!
د نړۍ ډېر ملکونه د مطبوعاتو له پاره قوانين لرې؛ د همدې قوانیونو له لارې د خودسرو ازادیو مخه نیسي، او د خپلو ولسونو سیاسي او ملي شعور ته وده ورکوي. ځينې ملکونه داسي دې، چې په دې اړه کوم ځانګړی قوانين نه لرې؛ خو مطبوعات يې داسي بنياد ګذارۍ شوې چې په لويه کچه د هېواد د ګټو له پاره کار کوې. د مطبوعاتو له پاره ازادې په دې معنا ده؛ چې د نظام ټولې نيمګړتياوې په پراخه اندازه په رسنيو کې نقد کړه د رپوټونو مرکو او تبصرو له لارې را پیدا شوې ستونزې په نښه کړه، او د مختلفوکارپوهانو په واسطه ورته د حل لارو هڅه وکړه.
د قضیې په تړاو ژور، علمي، سياسي او ټولنيز بحثونه جو ړ کړه؛ هم نړیوالو ته دا وښایه چې مونږ رسنیو ته دومره ازادي ورکړې او هم د خپل هېواد د حکومت، خلکو، او ملي ګټو د ودې له پاره لارې پرانیزه.
د همدې مرکو او رپوټونو له لارې د حکومت د سر چارواکی وننګوه خپلو بې کفایتیو ته یې متوجې کړه او دا هم ورته ووایه چې که کارونه سم نه شول نو بیا مو پرضد ولس راپورته کوم یا هم د هېواد د قوانینو له لارې دېته زمینه مساعداوم چې روان حالت پای ومومي.
د خپل حکومت د ملي پاليسيو په اړه تبليغ وکړه، د خپل هېواد خامو موادو ته په نړيړاله کچه مارکيټ پيدا کړه! د تخنیکي توکو د ښه او با کیفیته توليد له پاره د نړۍ مختلفو تخنيکي چارو ماهران میلمانه کړه ددوی د مرکو له لارې دېته زمينه مساعد کړه چې په هېواد کې تولید کېدونکې توکې سټنډرډ حالت ته ورسیږي.
هغه څه چې د کالونو او میاشتو په اوږدو کې په پوهنتونونو او انستیتیوتونو کې لوستل کېږي، په کمه موده کې یې ولس ته ورسوه.د هېواد دين او ملي ارزښتونو ته په نړيواله کچه اهميت ورکړه.
دا هغه څه دې؛ چې په قوانينو کې ځای نه ورکول کېږې؛ بلکې دا د رسنيو پاليسي ده، چې د رسنيو د ادارو خاوندان يې د خپل هېواد د قوانينو، پاليسيو، سياستونو او سټراتېژيو پر بنياد جوړوي او بيايې په سمه توګه پلي کوې. د رسنيو ازادې په دې معنا نه ده؛ چې هره ښه او بده خبره چې قلم خولې او فکر ته درځې هغه کوه او په منفي پايلو يې فکر مه کوه.
دا خبرې داسې نه دې؛ چې په کتابونو کې يې يادونه شوې؛ بلکې داسي خبرې دې؛ چې بايد په کتابونو کې ولېکل شي؛ چې د وروسته پاتې هېوادونو خلک رسنی او حکومتونه يې په خپلو پاليسيو کې ځای کړې ترڅو ددوی د هېوادونو پرمختګ يقيني شي.
رسنی يوازې د معلوماتو د رسولو وسيله بايد نه وي؛ بلكي د فکرونو د روزلو او د سياسي او ملي شعور د بيداری له پاره کار وکړې. د پرمختللو او سترو قدرتونو د خلکو د فکر د پياوړتیا يوه لويه وسيله رسنی بلل کېزي. مونږ او زمونږ رسنی چې تراوسه دې حالت نه دې رسيدلې، نو پکار ده د مطبوعاتو په قانون کې د افغانستان ولايتونو، ګاونډيو هېوادونو نفوس اوبو او هوا ته په کتو ځانګړې پاليسی جوړې او ووېشل شي.
دا پالیسۍ باید هرې درې میاشتې وروسته سیاسي، ټولنیز، او اقتصادي وضيعت ته په کتو نوي شي. دا کار که څه هم د رسنيو د ازادی پر وړاندې مشکلات ايجادوې خو کولای شو په لنډ مهال کې په هېواد کې د يوې ازادې افغاني او ملي نشراتي پالپسي خاوندان واوسو.
پاکستان زمونږ ګاونډۍ هېواد دی؛ د مطبوعاتو ازادي لرې. خو هغه څه چې ددې هېواد د ملي ګټو خلاف وې د مطبوعاتو او اساسي قوانینو په متن کې د سرې کرښې په توګه معرفې شوی چې رسنی يې حتا په اړه فکر هم نه شي کولای.
د پاکستان حکومت، رسنی او سیاستوالو په يوه خوله ويل: «چې د افغان حکومت مخالفين په پاکستان کې نشته »خو کله چې بيا دا خبره د پاکستان د سیاستونو، ملي ګټو، په زیان وه نو بیا ددې هېواد ؛ رسنيو ،سياستوالو او حكومت په گډه دا خبره كوله چي «چې د افغان دولت مخالفين مونږ پدې موخه روزل چې په افغانستان کې د هند د مخ پر زياتيدونکې نفوس مخه ونېسو.»
د پاکستان سياستوالو او رسنيو دا خبره د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف له خولې په رسنيو کې په پراخه پيمانه تبليغ کړه. چې په اصل کې د رسنيو پاليسي همدېته وايې؛ که څه هم نشو ويلاۍ چې پاکسنان اوس هم د پخوا په شان استخباراتي رول ښه لوبولی شي كنه؟
خو خبره داده، چې دا يوه سياسي موضوع ده، چې بايد سياسيون يې وارزوې نه مونږ !
مونږ غواړو په مطبوعاتي پاليسيو كې داسي وطني سياست ګډ کړو، چې له مونږ پرته ورته نور متوجې نه شي. د نړۍ قوانین دا حکم کوي، چې مطبوعات باید ازاد وې، مونږ پدې هڅه کې یو چې د نړۍ د قوانیو مطابق ځان عیار کړو ځکه پدې برخه کې لږه سهل انګاري هم زمونږ په زیان ده. د نړۍ ټول هغه ملکونه چې ازاد مطبوعات لرې د نړیوالو قوانینو پابندي کوي، خو ددې پابندی ترڅنګ یې داسي پالیسی رامنځته کړې؛ چې نړیوال یې پدې نه شي ملامت کولای چې د مطبوعاتو ازادي نه لری خو په اصل کې یې همدا ازادی سلب کړیده.
که څه هم دا کار په نړیوالو اصولو کې سرغړونه بلل کېږي، او باید مطبوعات د متن له مخې په مطلق ډول ازاد پرېښودل شي. چې دا کار ددې له پاره په نړیوالو قوانینو کې ځای پر ځای شوی چې زمونږ په شان وروسته پاتي ملکونه د تشنج او نورو ستونزو سره مخ شي. د نړۍ ویخ ملتونه دې باریکیو ته ځیر دې ځکه یې رسانه یې پالیسی رامنځته کړې یا یې برعکس د خپلو ولسونو شعور دې حد ته رسولی چې لیکلې پالیسی ته اړتیا نه لری.
ايران که څه هم د مطبوعاتو د ازادی په برخه کې په نړيواله کچه خراب ملک بلل کېږي ایرانی رسنی د ایران د ملي ګټو د ودې او پراختیا ترڅنګ پر دې هم پراخ کار کوي چې څنګه شيعه اسلام د نړۍ ډېرو ملکونو ته خپور کړې. ایران په دې برخه کې پراخه پانګه اچونه کړې دا چې دا کار به د ايران له پاره په راتلونکې کې کومه ګټه لرې او کنه دا جلا بحث دی؛ خو څه چې مهم دي هغه دادي چې د ايران رسنی د يوې ځانکړې پاليسی له مخې پر مخ ځي.
امريکا چې د نړۍ په کچه د دموکراسی، ازادی او بشرې حقونو د تموېل او پراختيا له پاره ډېرې چېغې وهي رسنی يې د سرخلاصي ازادی پر وړاندې کلک تدابیر نېولې او هیڅ داسي خپرونه به په امریکایې رسنیو کې و نه ګورئ چې له مخې یې د امریکا ګټې زیانمنې شی. بلکې هغه څه کوي،چې د امریکا د دولت د پالیسیو سره سر خوري. په نړۍ کې د امریکا د ګټو د خوندې کولو له پاره په نړیواله کچه لار اواروی.
د رسنيو له پاره په کور دننه د نشراتي پاليسۍ جوړول د ملکونو په سياسي او ټولنيز شعور پورې هم تړلی دی؛ چې دا کار د فعالو مطبوعاتو د شتون پرته ناممکن دی. کیدی شي په امريکا کې په لېکلې بڼه د نشراتي پاليسيو شتون خندوونکې خبره وې؛ خو په حقيقت کې دا پاليسي شتون لرې. چې دا پاليسي يې ددې هېواد د خلکو رسنیو د خاوندانو د سياسي او ټولنيز شعور پوخوالی دی؛ چې مونږ او تاسويې په ټولو حالتونو کې ليدلی او حس کولای شو.نو پورته ټولو خبرو ته په کتو نشراتي پاليسي مهمه بلل کېږي او باید په افغانستان کې د رسنیو له پاره د حکومت په کچه د ژورنالستانو، سیاستوالو، د پوهنتونونو د استادانو له خوا یوه ملي افغانی او ازاده پالیسي جوړه شي، چې د هغې په چوکاټ کې ځینو نورو وړو پالیسیو ته ځای ورکړل شي چې په ځینو ولایتونو کې د محلې رسنیو له پاره نشراتي پلان ترې رامنځته شي.
زه په ټولیز ډول دا ادعا نه کوم، چې د افغانستان رسنی په عمومي ډول د پالیسیو د نه شتون سره مخ دی، د مطبوعاتو پالیسي شته؛ خو خبره یې په ملي والي معیاريوالي کې ده. د اکثره رسنیو پالیسۍ د تمویل کوونکی مرجع له خوا بربرې شوې یا د رسنی د مالک او ادارې لخوا ورته پالیسي جوړه شوې. کیدی شي د رسنیو مالک د هېواد د ملي ګټو، اساسي، قانون او نورو مهمو ارزښتونو ته قایل نه وې؛ چې همدا فکر يې په رسنیو کې هم خپریږي چې دا کار نورو ته هم سراعت کوي.
همداشان مونږ یو شمېر رسنی وینو چې په لوی لاس د ځینو ډلو له پاره په سیاسي لحاظ کار کوي، ددوی اجنډا او پروګرامونه مخې ته وړې. چې اکثره دا ډلې یوازې د قدرت د انحصار په لټه کې دی، چې ددوی د همدې انحصار له پاره ځینې حصوصی رسنی د پرمختګ زمینه مساعدوي چې دا کار زمونږ د هېواد د خپلواکې ازادی او ملي یووالې مخه نیسي.
نو له همدې امله اړینه بریښۍ چې د رسنیو له پاره د رسنیو د قانون ترڅنګ نشراتي پالیسي هم رامنځته شي. ترڅو ټولې رسنی د ملي مسایلو په اړه مشترک دریځ ولري. د افغانستان په مطبوعاتي ډګر کې دا کار یوازې یوې رسنی تر یوه حده مراعات کړی چې هغه هم د بهرنیانو له خوا تمویلیږي پکار ده دا ډول رسنی چې په هېواد کې د ملي فکر د پراخولو، د حکومت د پالیسو د تطبیق له پاره د زمیني د مساعدولو په برخه کې فعالی دې د حکومت لخوا تشویق او وهڅول شي تر څو نورې رسنی هم په دې برخه کې کار کولو ته وهڅیږي.