د سوداګریز پلان اجزاوې

په اوسني ازاد بازار کې د رقابت او سیالۍ کولو لپاره اړینه ده چی هر متشبث اوسوداګر کاروباري  فرصت او موقع وپیژني او د هغه د لاسته راوړلو لپاره هر اړخیزه آندونه، طرحې او پلانونه جوړ کړي، نو اړینه چې سوداګریز فرصت په دقیق ډول وپیژندل شي او د تحلیل او ارزونې څخه وروسته یې د عملي کولو لپاره هڅه وشي.
غوره متشبث او سوداګر ته د فرصت پیژندنې څخه وروسته لازمه ده چې د هغې د لاسته راوړلو لپاره په اړینو مالي او بشري منابعو فکر او په ښه توګه ېې ارزونه وکړي، د مالي او بشري منابعو تر څنګ د تولیداتي توکو او خدماتو لپاره په بازارموندنه هم فکر وکړي، ځېنې وخت د نوو سوداګریزو چارو د پرمختګ لپاره، یواځی د شرکت پانګه بسنه نه کوي او د اړتیا وړ پانګې د لاسته راوړلو لپاره مختلفو مالي بنسټونو ته باید مراجعه وشي، د مالي سرچینو د لاسته راوړلو لپاره باید مالي بنسټونو ته قناعت ورکړل شي او د نوې پانګې اچونې په هکله باید تفصیلي، تشریحي او قناعت ورکونکي مالومات ورکړل شي، تر څو پور ورکونکي، پانګوال او سوداګر چمتو شي چې په اړونده برخه کې پانګه اچونه وکړي.
نو پدې اساس اړینه ده چې متشبث او سوداګر د اړتیا وړ سرچینو د لاسته راوړلو لپاره او همدارنګه د هغې څخه په راتلونکې کې د ګټې د ارزونې او تمویل کوونکو ته د قناعت په موخه اړینه ده چې  سوداګریز پلان جوړ کړي، تر څو د پانګونې یا شرکت د پرمختګ، مالي او اقتصادي لاسته راوړنو لپاره واضح او قدم په قدم لارښوونه وښایي.
سوداګریز پلان :
د ټولو هغو اسنادو ټولګه ده چې د نهاد یا شرکت د مدیریت له خوا ترتیبیږی چې په مرستې سره یې سوداګریزې کړنې او مالي موخې د نیږدې راتلونکې لپاره خلاصه کوي او دا هم روښانه کوي چې په څه ډول نوموړې موخې او کړنې ترسره شي.
ښه سوداګریز پلان کولای شي چې رامنځ ته شوی آند او طرحه وارزوی او په ښه توګه ېې عملي کړي. ترڅو څرګند شي چې اړونده توکو ته په بازار کې تقاضا او غوښتنه شته؟ او که شته نو آیا د دی توکو د تولید لپاره کافي با ظرفیته بشری ځواک لرو؟ څومره مالي منابعو ته اړتیا ده؟ او داسې نور مسائل.
همدارنګه، سوداګریز پلان د عملیاتي پلان په توګه د سوداګرۍ په پرمختګ او د عاید په زیاتوالي کې مهم رول لري، چې په مرسته ېې کیدای شي سوداګریزې طرحې او آندونه د نورو سره شریک او د طرحو او آندونو د عملي کولو او تمویل لپاره ترې ګته واخیستل شی.
د بیزنس پلان اجزاوې:
د بیزنس پلان جوړښت په ټولیزه توګه په څلورو برخو ویشل کېږي.

  • د کاروباراړوند معلومات
  • د بازار موندنې پلان
  • عملیاتي پلان
  • مالي پلان
  •  
    • د کاروبار اړوند معلومات:
     
    په دې برخه کې د شرکت یا نهاد د کاروبار د نوعیت اړوند په تفصیل او تشریح سربیره د شرکت یا نهاد اړوند مالومات لیکل کېږي چې په درېوو اساسي برخو وېشل کېږي.
  • د نهاد یا شرکت اړوند تفصیل اوتوضیح  
  • د تولیداتو او خدماتو څرنګوالی
  • د سوداګریزموقیت
  • د نهاد یا شرکت اړوند تفصیل :
  • په دې برخه کې اړینه ده چې په واضح ډول د شرکت یا نهاد نوعیت (شراکت، محدودالمسولیت، انفرادی..)، د شرکت یا نهاد د فعالیت ډول (ساختماني، خدماتی او یا تولیدی...) ، د شرکت د خدماتو او تولیداتو اړوند معلومات، په اونۍ کې کاري ورځې اوکاري وخت او دې ته ورته نور معلومات ذکر شي.
    باید په یاد ولرو چې د کاروبار اړوند معلوماتو برخې څخه دمخه کاورشیټ یا مخ پاڼه هم شتون لري چې د شرکت نوم، لوګو، د تلیفون شمېرې،ايمېل، انټرنټی آدرسونه او د شرکت پته په کې ‌‌ذکر شوې وي.
  • د تولیداتو او خدماتو څرنګوالی:
  • د سودداګریز پلان په دې برخه کې باید کوښښ وشي چې شرکت د خپلو تولیداتو اوخدماتو د فوائدو په اړه څرګند مالومات شریک کړي، د بېلګې په ټوګه شرکت کوم ډول خدمات او تولیدات وړاندې کوي؟ پیرودونکي څه ډول کولای شي د دې تولیداتو او خدماتو څخه ګټه پورته کړي؟ په بازار کې کوم ډول تولیداتو او خدماتو ټه اړتیا لیدل کېږي؟ او د شرکت د تولیداتو او خدماتو توپیر د نورو شرکتونو د تولیداتو او خدماتو سره په څه کې دی؟ او داسی نور معلومات، تر څو د پیرودونکو د خوښې او په بازار کې د سیالۍ کولو جوګه شي.
  • سوداګریز موقیعت:
  • سوداګریز موقیعت ټاکنه د کاروبار په بریا او ناکامی  کې بنسټیز او رغنده رول لري. پدې برخه کې باید ‌ذکر شي چی د تولیداتو د خرڅلاو لپاره  څه ډول چاپېریال، سیمې او تعمیر ته اړتیا ده چې  پېرودونکي ورته لاس رسی ولري اوهمدارنګه کوم ډول ټرانسپورت او اړوندې آسانتیاوې څې په پام کې دي هم ذکر شي.
     
    • د بازار موندنې پلان:
     
    پیرودونکو ته د  توکو او خدماتو د کارونې اړوند ځانګړتیاوو او مالوماتو د پیژندنی لپاره اړینه ده چې د بازارموندنې پلان جوړ شي، کوم چې د توکو دخرڅلاو او د کاروبار په پرمختګ کې اساسی ونډه لري.
    لومړی باید پیرودونکی په دقیق ډول د عمر، جنسیت، عاید، د پوهې کچې، استوګنځای او نورو ځانګړتیاوو په اساس  وپیژندل شي،او وروسته ټول هغه پیرودنکي په نښه شي چې د تولیداتو او خدماتو په پلور کې ترې تر ډیره حده توقع لیدل کیږي.
    د بازارموندنې پلان د جوړولو پر مهال ځینې ټګي باید په پام کې ونیول شی لکه، د مصرفي توکو او خدماتو د پیرودونکو پیژندنه، د پیریدونکو ذوق، سلیقه او غوښتنې ، د توکو او خدماتو څخه د ګټی اخیستنې پر مهال د پیرودونکو او مصرفونکو هیلې او توقوعات، او د دی ترڅنګ د پلان پدی برخه کی دا لاندې پوښتنو ته هم باید ځواب ورکړل شي
  • په بازار کی شته سیالۍ او رقابتونه :
  • د بازار موندنې د پلان جوړونې په برخه کې باید په بازار کې د موجودو توکو او خدماتو په هکله پراخه او دقیقه شننه او پلټنه وشي، تر څو روښانه شي چې د اړوند توکو د خرڅلاو لپاره په بازار کې رقابت کوونکي شتون لري؟ د سیالۍ کوونکو کاروبار په کوم حالت کې قرار لري؟ او دی ته ورته نور اړین مالومات لکه د توکو اوخدماتو توپیر د سیالۍ کوونکو د توکو اوخدماتو سره، او همدارنګه بازار څخه رقابت او سیالی کوونکو اړوند اړین مالومات راټول شي او د هغوی د کمزورۍ او قوت ټکي په ګوته شي.
  • د توکو د خرڅلاو او قیمت ټاګنه :
  • د خرڅلاو مناسب قیمت د توکو او خدماتو  د بازارموندنې او سیالۍ په برخه کې اساسي رول لري، د توکو او خدماتو مناسب قیمت ټاکل او د خرڅلاو غوره ستراتیژي د شرکت د تولیداتو او خدماتو د بازارموندنې او پرمختګ لپاره تر ټولومهمه وسیله ګنل کیږي.
  • سوداګریزې خبرتیاوې اوعامه اړیکې:
  • سوداګریز اعلانونه او عامه اړیکې ټولې هغه برخې رانغاړي کومې چې د بېلابېلو رسنیزو وسائلو په مرسته د توکو اوتولیداتو کارونې اړوند مالومات د پیریودونکو اومصرفونکو سره شریک کېږي، تر څو وشو کولای د تولیداتو او خدماتو د کیفت، ځانګړتیاوو او څرنګوالي په هکله مناست او پر وخت معلوماتو   څخه اړوند پیرودونکي خبر شي. دلته باید هغه رسنیزې وسيلې کوې چې ټاکل شوې بازار او په نښه شوي پیرودونکو ته د تولیداتي توکو او خدماتو پیغام په رسولو کې تر ټولو اغیزناک تاثیر لري، د سوداګریزو اعلانونو او عامه اړیکو لپاره انتخاب شي.
    د دې ترڅنګ دا هم ډیره اړینه ګڼل کېږي چې د سوداګریزو خبرتیاوو د خپراوي او د په نښه شوو  پیریدونکو سره د اړیکې لپاره باید د مناسبې رسنۍ څخه استفاده وشي ترڅو د توکو، خدماتو او تولیداتو اړوند مالومات او پیغام په سمه توګه ورورسول شي، او د بازار موندنې د خبرتیاوو د خپراوۍ موده او وخت او دېته ورته نور اړوند موضوعات هم په همدې برخه کې شامل کېږي.
     
    • مدیریتي او اداري پلان:
     
    مدیریت او اداره د سوداګرۍ او کاروبار په پرمختګ کې خورا اړین رول لري، سوداګریز پرمختګ او بریالیتوب د کار کوونکو د منظمې اداری او مالي مدیریت پورې تړلی دی. پدې برخه کې اړینه ده چې ذکر شي چې کاروبارد چا په وسیله پرمخ وړل کېږي، که کاروبار د انفرادي متشبث په واسطه پرمخ وړل کیږي باید خپلې وړتیاوې په اړوند برخه کې په ګوته کړي او همدارنګه دا هم باید ذکر شي چې په اړوند برخه کې څه ډول مرستې ته اړتیا لري.
    که چېرې د کاروبار جوړښت یا بڼه د شراکت په اساس وي نو باید اړوند مالومات شریک شي، او د ټاکل شویو شریکانو د فعالیت او د کاروبار په پرمختګ کی د دوی ونډه، کاري تجربه، پخوانۍ دندې، مسؤلیتونه، ظرفیت او پوهې اړوند اسناد او مالومات ځای پرځای شي.
    د مدیریتي او اداري پلان په جوړښت کې باید لاندې پوښتنو ته ځواب ورکړل شي:
    پخوانۍ کاروباري تجربې ترکومه بریده پدې برخه کې مرسته کولای شي؟
    پدی اړه د ضعف ټکي کوم دي او څرنګه یی مجرا کولای شو؟
    د شرکت په مدیریت او رهبرۍ کې باید څوک قرار ولری، د دوی دندې او مسولیتونه څه دی؟
    د مدیریت او ادارې د قوت وکمزورۍ ټکي کوم دی؟
    او په کومه کچه معاشات او نور امتیازات باید ورکړل شي؟
    اوداسې نورو پوښتنو ته باید ځواب ورکړل شي.
     
    • مالي پلان:
     
    غوره مالي مدیریت د شرکت د ګټی او عاید د زیاتولي لامل ګرځی، هر متشبث او سوداګر پدې هڅه کې دی چې مالي سرچینې په ښه توګه منظمې او ورڅخه حداعظم استفاده وګړي.
    یو متشبث او سوداګر ته اړینه ده چې د غوره مالي مدیریت لپاره پالیسي جوړه او د هغې په تطبیق کې کوټلي اجراات وکړی، د مالي پلان پدې برخه کې د تمویل او مالی حسابونو اړوند، لاندی ټکې باید په پام کې ولرو.
    د کاروبار د پیل لپاره ټول ټال څومره پانګې اچونې ته اړتیا ده؟
    په څه ډول او څرنګه باید پانګه وکارول شي؟
    څومره  پور ته اړتیا لیدل کیږی او همدارنګه د پور شوي مبلغ بیا ورکړه باید کله اوڅه ډول ترسره شي؟
    د راتلونکي کال لپاره باید په کومه کچه تولیدات ولرو اوهمدارنګه په کومه کچه باید دتولیداتي توکو او خدماتو خرڅلاو وشي تر څو د شرکت لګښتونه جبران او ګته تر لاسه کړو؟
    د مالي پلان پدې برخه کې باید ټول اړوند مالي اسناد او د تیرو کلونو بیلانسونه، حسابونه او د اړتیا پر مهال د راتلونکي کلونو لپاره فرضي بیلانسونه او مالي حسابونه ترتیب او ښودل کیږي، که چېرې کاروبار پخوانی وي نو باید د تیرو څو کلونو مالیاتي اظهارنامی او اړوند مالی حسابونه هم وښودل شي، او همدارنګه د شرکت د عاید ګټی، لګښتونو او خرڅلاو اړوند وړاندوینه او احتمالي ارزونې هم ښودل کیږي.