کله چې انسان له غارونو او ځنګلونو راووت، جامې یې په تن کړې، ژبه یې زده کړه او ورسره جوخت یې د ژوند په ډول او کړنلاره کې لوی اوښتون راغی. له نورو انسانانو سره یې وپېژندل او اړیکي یې ورسرهټینګې کړې. بیا وروسته په بېلابېلو مذهبي او نورو طبقو ووېشل سوه، له طبقو ټولنې او له ټولنو ملتونه او له ملتونو هیوادونه جوړه سوه. په خپلو کې یې اړیکې وغځولې، د ټولنیز ژوند له اړیکو نېولې، تر تجارت، سیاست او د ژوند په هره برخه کې یې اړیکو وده وکړه. ساینس، علوم، صنعت او تکنالوژۍ رامنځ ته سول چې د لوړ وېش په ترڅ کې چاته لږ او چاته ستره برخه په نصیب سوه.
اوس مهال ټولې نړۍ د یو کلې حیثیت غوره کړی چې نړیوال کلی ( ګلوبل ویلیج) یې بولي. داد دې کلي په برکت زموږ او ستاسو په ټولنیزو اړیکو((Social Contactsکې ډېر ستر بدلون راغلی او ټولنیز ژوند یې له رنګونو ډک کړ، د شلمې پېړۍ بدلونه د پخوا له هرې پېړۍ څخه ځانګړي وو. که له پخوا څخه دکتورین، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او نورې تیوريګانې موجودې او معاصرو تیوریګانو ته چندن اهمیت نه ورکول کېږي، کله خو یې ځیني پوهان بیخي د کلاسیکو تیوریګانو یو ډول بولي، خو د معاصر وخت د تکنالوژۍ او فکر ودې پرمختګ ځکه باید بې ساري وبولو چې نړۍ یې دومره نږدې کړې چې د نړیوال کلي بڼه یې خپله کړي. دې کلي کې د فیسبوک بازار نن ورځ ډير ګرم دی.
فېسبوک یو ټولنیزه رسنۍ ده چې په۲۰۰۴زېږدیز کال کې د امریکا د هارورډ پوهنتون یو زده کړیال (مارک زوکربرګ) او د هغه څلورو ملګرو اختراع کړ چې اوس مهال تر یو بیلیون زیات کارونکي لري چې شمېر یې ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې دی دا ټولنیزه رسنۍ اوس مهال دومره مشهوره سوې چې کارونه یې یواځې تر لوستو وګړو را احصاره نه ده، بلکه د ټولنې نالوستې وګړي هم په پراخه کچه پرې روږدي سوي او د بېلابېلو هیوادونو د وګړو سره یې د ملګرتوب مزي ټینګې کړي. ځان ته یې دوستان موندلي او شېبه په شېبه د چاټ (بانډار) له طریقه یو له بل سره خپل احساسات شریکوي. ښه مې په یاد دي چې کلونه کلونه وړاندې د خپل مشر ورور سره بهر ملک ته د تداوۍ په موخه تللی وم، هغه داسي وخت وو چې ټولنیزې رسنۍ( تلیفون، تلویزیون ...) ډېر عام نه وه، فېسبوک خو بېخي خلکو پېژانده نه، که یې پېژندی نو یو څو محدودو خلکو به پېژندی، هلته د څو شپو په تېرولو سره دې پایلې ته ورسېدم چې زموږ ژوند او د دوی ژوند ډېر توپیر لره، هغوی د موبایل، انټرنیټ، فېسبوک، ټوېټر او ټولو ټولنیزو رسنیو نه پرته ژوند ناشونی وو، دوی په خپل اوزګار وخت کې د خپلو بهرنیو او داخلي ملګرو سره تصویري اړېکې (ویډیو کال) او ږغېزي اړیکې (اوډیو کال) نېولې او په خورا خوند سره یې د خپلو ملګرو سره وخت تېراوه چې دا هر څه زما لپاره نوې او په زړه پورې وه.
ولي باید فېسبوک کار کړو؟
که د پوښتنې د جواب په موخه فېسبوک ته د قاضي خطاب وکړو، نو غر به نه وي راچپه سوی، فېسبوک ځکه باید کار کړو چې د هرچا په اړه موږ او تاسو ته قضاوت را پرېږدي، د هغه د شخصیت او ایډیالوژۍ پولي (سرحدونه) را پېژني، او که ښوونخۍ ورته ووایو هم به مو له خولې بده نه وي وتلې. فېسبوک زموږ او ستاسو لپاره آینه ده چې شاوخوا ټول وګړي او د هغوی شخصیتونه پکښې ګورو.
فېسبوک خورا ډېرې ګټي لري چې، زه غواړم دلته ځینو ته يې نغوته وکړم:
فېسبوک د اولسونو تر منځ پروت واټن رالنډوي او یو د بل په ښو او بدو حالاتو باندي د خوشحالۍ او خفګان احساس شریکوي.
فېسبوک تر بلې هرې رسنۍ تاسو ته په خبر رسولو کې ګړندۍ ده.
. فېسبوک دی چې کله کله ناروغان روغتنونو کې لاسنیوي، وینې او مرستې ته اړتیا ولري، له فېسبوکه ډېر ژر خواخوږې خبرېږي او د مرستې لاس ورغځوي.
د هر اړخیزو مالوماتو د ترلاسه کولو اسانه لاره ده.
فېسبوک زموږ د ځوان قشر د جرائت په ورکولو کې ډېره مرسته کړې.
فېسبوک کې نن سبا تقریبآ هر لوړ رتبه چارواکی اکاونټ یا صحفه لري چې خلک ورته په ډېري اسانه لاس رسی درلودی سي او خپله ستونزه ورسره شریکولای سي.
فېسبوک د هر ډول ناپړیتو(نادودو) پر ضد ولاړ دی یعنې موږ ته د خپلې ټولنې هر ډول نیمګړتیاوي، پرمختګونه، خنډونه، د فساد په ناړو ککړ او له فساده خلاص چارواکې راپېژني.
فېسبوک زموږ سره مرسته کوي چې یو له بل سره خپل افکار شریک کړو، بحثونه وکړو، او تر ډېره پورې زموږ او ستاسو ناوړه دودونه وغندو په له منځه وړلو کې یې لاس په کار سوو.
فېسبوک زموږ سره زموږ د ظرفیت لوړونې په خاطر مرسته کولای سي، زموږ او ستاسو د لیکوالۍ په پياوړتیا کې هم د فېسبوک رول د یادولو وړ دی.
فېسبوک زموږ سره زموږ د مسلک په برخه کې کار کوي، فرض کړئ تاسو یو ژبښوونکی یاست، که تاسو د فېسبوک له لاري ځانته نور ژبښوونکي ملګري پیدا کړئ، دا ستاسو سره پوره پوره مرسته ده تر څو تاسو د هغوي له افکارو هم ګټه پورته کړئ.
زده کوونکي د فېسبوک پر مټ د نورو زده کوونکو سره اړیکه نیولای سي او هره برخه کې چې وغواړي زده کړه ترې کولای سي.
که لیکوال یو، خپل د لیکنې او که شاعر اوسو، نو خپل د شاعرۍ په اړه د خلکو نظریات د همدې لارې راټولوی سو.
همدا ډول فېسبوک د یو ښه کتابتون په څېر ډېری داسي صحفې لري چې خلک ورڅخه په هره برخه کې معلومات لاسته راوړی سي.
د فېسبوک بله په زړه پورې ګټه دا ده چې د خپلو ملګرو سره د تل لپاره په اړیکه کې پاته کېدی سئ، کله کله داسي هم کېږي چې ټولګیوال د ښوونځۍ د فراغت را وروسته سره بېلېږي او لېري لېري هیوادونو ته ځې، فېسبوک دی چې په وړیا ډول د دوی ملګرتیا ګرمه ساتلی سي.
فېسبوک ستاسو د تجارت د پرمختګ لپاره تر ټولو اغېزمنه وسیله ګڼل کېږي، تاسو کولای سئ په ډېره اسانۍ سره خپل کاروبار ته د همدې فېسبوک له لارې بازارموندنه وکړئ.
فېسبوک ډېري نورې ګټې هم لري چې دلته یې په تفصیلي ډول لیکل ستونزمنه خبره ده، ولي په باید له یاده ونه باسو چې هره تکنالوژي چې څومره ګټي لري، زیانونه یې هم حتمي وي.
. د وخت ضایع (ډېر وخت د فېسبوک ملګري په بې ارزښته پوسټونو، انځورونو او بحثونو)
لګیا وي او په کارونه کې یې ډېرتوب (افراط) کوي.
د مطالعې دود او عادت ته لویه ضربه ده.
د ډېرو بد اخلاقیو پېښو، بې لاریتوب او... یو علت هم فېسبوک کېدی سي.
د فېسبوک اقتصادي زیان هم د یادولو وړ دی.
شخصي حریم باندي تېری ( ډېر وخت د خلکو انځورونه، محرم اسنادونه، ویډیوګانې او نور... )
فېسبوک ته راوځي چې دا بیا ډېری وخت ډېرې ستونځې زېږوي.
د فېسبوک ډېره کارونه د ذهني بوج، ډېپرېشن او سردردۍ یو ښه لامل ګڼل سوی دی.
فېسبوک کې د جعلي حسابونو (فېک اکاونټس) له لورې خلک سپکېږي، ډول – ډول تورونه پرې لګېږي او شخصیت ته ېې ستره ننګونه متوجه کېږي، یو خاص قوم، قبیلې او یا ډلې د سپکاوي په موخه صحفې جوړېږي، تعصب رامنځته کېږي او شخړو ته لاري هواروي چې دا کار ځینې وختونه د سیمو د استخباراتو له لورې ترسره کېږي.
وروستي