بسم الله الرحمن الرحیم
غزني
په تاریخي کچه د حکومتونو تر ټولو ارزښتمن بحث او ستره اړتیا د ویستفالیا د تړون څخه راپدیخواه په سیاسي او ټولنیزه برخه کې د ولسي مشروعیت بحث دي.
هغه ټکې چې په دریمه نړۍ هیوادونو کې په ځانګړي ډول هلته چې ملي مرکزې حکومتونه وجود نه لري قومي پاټکسالاری، ګوندیز سلیقوی چلندونه او سمتی تبعیضونه نه یوازی د خلګو ورځنۍ چارې ګواښې، بلکې په لویه کې دغو انارشیسټي کړنو د یو قام د پرمختګ، ویښتابه او بدلون په لار کې ټول فرصتونه لوټ کړې، بارونه یې نړولي او دا بیا د حکومت او ولس ترمنځ د مشروعیت په بحث کې د واټن رامنځته کیدو لامل ګرزی.
هغه چې د دې ښه بېلګه د ملي یوالي حکومت په ۳ کلن ژوند کې د سیمه ایزي حکومت واله بحث دي چې له هراته تر خوسته له کندوزه بیا تر غزنی او بیا د افغانستان تر ګوټ ګوټه پوري د دې سبب شوی چې خلګ له حکومت څخه لري او پر حکومتي خدمتونو بی باوره شي.
غزنی هم د افغانستان د یوی مهمی او اساسي برخه په توګه چې د خاص اقتصادی او امنیتی موقعیت په لرلو سره مرکزی حکومت او د هیواد ملی امنیت کې ځانګړې ځایګې لري د ملی یوالی حکومت په تېر ۳ کلن ژوند کې د حکومت د ( ۵۰ + ۵۰ ) تقسیم د نامشروع ویش او بیا هلته د یوی خاصی کړۍ له امله چې د اجرایه ریاست لومړي مرستیال مهنډس محمد خان جمع د جمعیت ګوند غړي دي او دغه ټیم غزني د خپل ځان او حتا د یو شخص د پلار قباله ګڼي داسي چې هلته باید ټولې کړني د همدغه ټیم او شخص د غوښتنو او ګټو د تحقق په محور مدیریت شی ځوریدلی او له کړکیچ سره مخ پاتی شوی دې.
قیصه هغه وخت ته ګرزي کله چې د غزني د ښاروالۍ مقام ته یو پښتون ځوان چې پر همدی برخه کې یې دوه ماسټریانی لرلی له یو تاجک توکمي کس سره چې پر همدی مهال د غزنی رسمي ښاروال و او څو د فساد، غصب او قومي تبعیض دوسیې یې هم لرلي نوماند شول او پښتون ځوان انجنیر نصیر احمد لیلزی په لوړو نمرو بریالی شو تاجک توکمه ښاروال فریدون احمدی د هغه پرخلاف قومي لاریون راویستل او تر دي شعار لاندی چې ( غزنی شهر تاجکان است و کوچیها از شهر بیرون شوند) څو ورځی لاریونونه وکړل او دا یې خپل حق ګڼل چې ښاروال باید د تاجک توکم او جمعیت ګوند څخه وی.
په مقابل کې د ولایتی شوراه استازی عبدالجامع جامع د بریالی نوماند پر ننګه ودریده، پردي استدلال چې تبعیض ښآیسته سالاری نه دی او موږ د ولسمشر د فرمان څخه چې حقوقي، قانوني اومنطقی بڼه لری او هغه داچې نصیر احمد لیلزی باید ښاروال شی دفاع کړو او نور باید حق حقدار ته وسپارل شی ځکه د مدنی فرهنګ او ولسواکو ټولنو لومړنی اړتیا دا دی چې هیڅوک باید د هیڅ چا حق د قوم او ډلې په عنوان تر پښو لاندی نه کړي.
مګر مهنډس محمد خان له دغه ناکام او په عین حال کې فاسد، غاصب او متعصب ښاروال سره یوازی پردي موخه د پښتون ځوان په سر معامله وکړله چې لومړۍ خپل رقیب جامع چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غنی مخکښ کمپاینر ولو او د غنی ټیم ته یې خورا ډیری رایې راوړلی هغه چې ښه بیلګه یې د خپله مهنډس محمد خان ولسوالی قرباغ دي چې د جامع د هڅو او هلته د منظم کمپاین له امله د دغې ولسوالی ۹۰ سلنه رایې یې د غنی صندوق ته ورڅخه واچولی او دې کړني نوموړی په سیاسي او ټولنیز کچه سخت منزوی کړل او بل لور ته د جامع ځوان ټیم چې ښاغلی لیلزی هم ورته منصوب ولو تر دي مهاله یې د غزنی میشتو پښتنو په ذهنیت کې مناسب ځایګې پیداکړی دغه د دي سبب شوی ولو چې محمد خان د جامع دریځ د کمزوری کولو او د هغه د حذف په موخه یې له تاجک ښاروال څخه ملاتړ وکړل.
دویم په غزنی کې د یو ډلګې او ګوندی قدرت د رامنځته کولو په موخه یې د پکتیا څخه راتښتیدلی شخص مهنډس کریم متین د والي کیدو په موخه چې بیا وکولای شی د حذف او پاټکسالاری سیاست یې د جمعیتیانو سره پر همغږی مخته یوسی د پښتون ښاروال په سر معامله وکړله او په یوه ورځ یې ناکام ښاروال او فراری والی ته د ولایت او ښاروالی فرمانونه واخیستل، او د هغه مشرانو په خبره چې مهنډس محمدخان او د هغه له والي مهنډس کریم متین سره د معرفی په موخه تللی وه هغوی ته یې ژمنه ورکړی وه چې والی به ښاروال دندی ته تر هغه نه معرفی کوی چې د کابل څخه راغلی پلاوی د څیړنو پایله روښانه شوی نه وی.
ولې مهنډس کریم متین دغه ناکام ښاروال نه یوازی دندی ته معرفی کړل او پر غزني کې د قومي منازعه چې دغه مهال مرکزی حکومت ته په یوی مهمی کشالی اوښتی وله توجه ونه کړله بلکې د ښاغلی جامع د حذف په موخه یې د نویو توطیعو او دساسیو پړاو پیل کړل، هغه چې د والي تر دي مخکۍ هم یو څو ګامونه اوچت کړل او هغه د خلیل الله هوتک سره نږدی اړيکی چې پښتنو ۵ زره کسیزه لاریون وال یې ( حرامیان ) بللی ولو د سولې شوراه ریس مقررول او د زرګرو د غصب ځمکو ترڅنګ د ۱۲ زره جریبه نوی ځمکې پر غصب چوپتیا، د ولایتی شوراه په مقابل کې یې فرعی شوراه جوړه ول، قومی حساسیتونو ته لمن وهل، د مدني ټولنو په وروستي دیکتاتوری ګواښل، قضایی او عدلی بنسټونه د سیاسي رقیبانو د څپلو او تحدید په موخه په سیاسي او ټیمي لوبو کې ککړول، کلیدی ریاستونه او هلته نوی ګمارنی پر محدود ټیمی او ګوندی کړیو پوری انحصارول او حتا تر هغه ځای مخکۍ تګ چې د خپلو سیاسي رقیبانو د ځپلو په موخه یې هغه فامیلی شخړۍ چې د ولایتی شوراء پر قانونی وساطت حل شوي وي یوځل بیا راپورته او ورڅخه یې د غچ اخیستنی بهیر پیل کړل.
د دغو ټولو کړنو پایله داشوه چې په څلونو خلګ د سړکونو سر ته راووتل او له حکومت څخه یې د والی د لری کولو او د مرکزی حکومت له منځ څخه د قدرت د جزیرو لاسوهنی یې وغندلی او دایې د حکومت او ولس ترمنځ د واټن رامنځته کولو دلیل وبلل، لدی څخه وراخوا د والې د بی کچې ښکیلتیا له امله په سیاسي مسایلو کې د والی امنیتی بنسټونو ترمنځ کاری اړيکي خورا کمزوری شوی او ولایتی شوراه خو حتا په ټوله کې نږدی ( یوه نیمه میاشت ) کیږي چې له والي سره یې پریکون اعلان کړي.
نن چې والی مهنډس کریم متین په سخته ولسي او سیاسي انزواه کې راګیر دي د مهنډس محمد خان د ۳ کلنو هڅو ناکام سمبول وه د جمعیت د ناکام سمبول فریدون احمدی ترڅنګ چې څه موده وړاندی له دندی شړل شوي او پردی وخت کې محمد خان چې د خپل قوم او د غزنی د وروڼو پرګنو ترمنځ د ښیرازی او یوالی په نوم د غزنی د یوالی د تاریخ ته په کتو هر څه د قدرت او سیاست په خاطر غوښتل له جامع سره په یو اسټراټژیک تقابل کې د والی او ښاروال د ساتلو په موخه صفر کړي خپله یې داسي ښکاری چې لوبه بایللی او سیاسي موخې یې پدغه ټکر د ټولنیز موقیف سره پر باد لاهو شوی. او جامع د دغه اسټراټژیک تقابل چې نږدی ۳ کاله یې د غنی د کمپاین له پیله تر ننه مبارزه کړي وګټل.
وروستي