خپل هېواد ګران افغانستان ته لنډ سفر

يادونه:     دا ليکنه مې پروسږکال ليکلي وه، خو د يولړ ستونزو له امله مې پرخپل وخت د برېښنا پاڼو په واک کې ور نه کړای شوه. سږ کال مې د نويو منځته راغليو شرايطو سره سم يواځې څو ټکي په کې ورزيات کړل.     
 
دکتور محمد علي هــومــا
د ۲۰۱۶ دسمبر
------------------------------------------------------------------
سږ کال مې د ۱۳۹۳ کال  په شان بيا له کابل، خوست او کندهار څخه ليدنه وکړه ، د  تېر وار په پرتله ددې سفر توپير په دې کې و چې هغه وخت د هېواد د اولسمشرۍ ټولټاکنې پاي ته  رسیدلي وې، مګر بېځايه جنجالونو يې په ناحقه د پای ته رسولو مخه ډب کړي وه. خو دا وار د هېواد په حالاتو باندې د دوه سري حکومت بدمرغه سيوری غوړيدلی و، د زورواکو له خوا د شخصي او دولتي  ځمکوغصب په شړک سره روان و. اداري، مالي، سياسي او اقتصادي فساد لوړې کچې ته رسيدلی و. بهرنيو واکمنانو د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د ډول ډول پلمو په وړاندې کولو سره  د خپلو مرستو د بندولو ګواښ کاوه. په هېواد کې مطلقه ګډوډي وه. هېچا په ډاډه زړه د هېواد د سمسورتيا او اقتصادي ودې سره مينه نه شوی ښودلی. دغې ناوړه وضعې د دولت مخالفينو ته موکه په لاس ورکړي وه چې هر ډول  ناامنيو ته په پوره ډاډ سره لمن ووهي. هغوی د هېواد په مختلفو سيمو کې بېرحمه بريدونه کول. حکومت د خپل منځي بې اتفاقۍ له امله بې وسه و چې په سمه او معقوله توګه د دغو بې رحميو مخه ونيسي. د هېواد په زيات شمېر اولسواليو کې د حکومت فعاليت په ټپه دريدلی او ان د ځينو ولايتونو له لاسه ورکولو وېره وه.
 
په دغسې کړکېچنه وضعه کې کابل ته ورسيدم .په کابل کې څو ورځې پاتې شوم. په دې وخت کې  مې يو شمېر نېږدې ملګري او دوستان هم وليدل. يوه ورځ په ناڅاپي توګه د يوه افغان مسافر سره مخامخ شوم چې څو ورځې مخکې  له اروپا څخه خپل هېواد ته راغلی و. پر هېواد د واکمنو کړيو د چلند په هکله د ده خبرو زما پام د شته ستونزوداسې اړخونو ته راوګرزاوه چې هک پک ورته اريان پاتې شوم. ده ويل چې« په کابل کې يو کور لرم چې هغه مې په کرايه ورکړی و. دا چې زه خپله په هېواد کې نه وم نو له خپل نېږدې ملګري او دوست څخه مې هيله وکړه چې زما په غياب کې دې د کور کرايه اخلي او د کال په پای کې دې ماليې وزارت ته ټاکلي اندازه ماليه ورکوي . خو له دوی څخه به د ماليې ورکول ځکه پاتې ول چې د معاملو لارښوونې خاوند به ورته ويل چې : زه پوهېږم چې ته ډېرپاک اوصادق سړی يې ، غواړې چې ټول کارونه دې په صداقت سره سرته ورسوې اودولت ته خپله ماليه په خپل وخت  ورکړې. خو باور وکړه چې په دې کار سره دولت ته ستا هېڅ ګټه نه رسيږي. ځکه د ماليې دغه پيسې د ټاکلو کسانو شخصي جيبونو ته لويږي. لږ شانته صبر وکړه د اوسني دولت له منځه تلو ته ډېر لږ وخت پاتې دی، نو د يوه دوست په څېر د نېک نيت له مخې سلا درکوم: ترڅو چې د خلکو په خوښه قانوني حکومت نه وي منځته راغلی، تر هغه وخت پورې دولت ته ماليه مه ورکوه :  ده ساده به هم ومنله او ماليه به يې نه ورکوله.   
 
کله به چې زه بل کال ته راغلم، وبه مې ليدل چې دولت ته ماليه نه ده ورکړل شوي نو په خپله به مې دماليې ورکولو ته اقدام وکړ، خو په ډېرو جنجالونو به اخته شوم. دغو کارونو ډېر ستړی کړم. په پای کې مې ملګري ته وويل چې له دې وروسته خپل کور په کرايه نه ورکوم. يواځې زما تر بيا راتګه پورې دې يې يو ډاډ من سړی راته ساتي.  
سږ کال چې راغلی يم بيا له جنجالونو څخه نه خلاصېږم. د ماليې کسان راته وايي چې : تېر کال دې مونږ ته خبر نه و راکړی چې له دې وروسته خپل کور په کرايه نه ورکوې . اوس نو د تېر کال او هم د بل مالي کال د څو مياشتو ماليه ، او د دغې ټولې مودې د ماليې جريمه راکړه: ».
که دې خبرو ته ښه ځير شو،  ښايي هغه د قانون له مخې بيخي سمې وي، خو کاشکې همداسې وای او ددې ترشا د خورا ماهرو غلوځانګړي موخې نه وای پټې. ددغو خبرو په اوريدلو او سنجولو سره اريانوونکي پايلې ته  ورسيدلم :
ما ته څرګنده شوه چې د ماليې پر وزارت باندې داسې نړيواله مافيا واکمنه شوي ده چې په دغه وزارت اود هېواد په مالي او اقتصادي ساحو کې د فساد خپرولو لپاره يې پراخ جال غوړولی دی. په ماليې وزارت کې د ماليې کارکوونکي، د ټاکلو بانکونو کارکوونکي،  په مختلفو ساحو کې د ماليې راټولوونکي او د معاملو لارښوونکي دکانونه په دغه پراخ جال کې د يو او بل سره داسې کلک تړل شوي دي چې يو وار کوم نا بلد کس په چل او يا بې پروايۍ سره  وردننه کړل شي، بيا يې د خلاصون امکان  نه شته. دا ځکه چې :       
د معاملو لارښوونکي دکانونه په هېواد مينوساده ګانو ته په ظاهره د ښه نيت له مخې د دولت پر ضد ناوړه تبليغات کوي. هغوی تر هغه بريده  پردولت بې باوره کوي ترڅو چې په خپل وخت ماليه ور نه  کړي. په پای کې ماليې اخيستونکي د ځانګړو مهارتونو له مخې هغوی د ماليې د نا وخته ورکړې په تور داسې درانه جريمه کوي چې د دومره زياتې جريمې  د ورکولو وس ورسره نه وي. نو  مجبور دي چې د ماليې اخيستونکو سره د هغوی په  خوښه ناوړه جوړجاړي او ټولو مرداريو کې تر پايه شريک شي. په دې ترتيب دهېواد د ټول اقتصادي او مالي جوړښت په مختلفو ساحوکې د داسې پراخ فساد لپاره زمينه مساعديږي چې بيا هر چا ته د صادقو او ناصادقو هېوادوالو ترمنځ توپير ستونزمن شي. اوس زه په ډاګه ويلای شم چې دومره  پراخ، سرترسري او منظم فساد يواځې او يواځې د نړيوالې مافيا سره تړلي او د هغوی له خوا تربيه شوي مفسد کسان سرته رسولی شي.
 
په کابل کې ترڅو ورځو پاتې کیدلو وروسته د خوست په لور وخوځيدلم. د کابل – ګردېز او ګردېز –خوست سړک بيخي ښه او د لارې امنيت هم د ډاډ وړ و. نوي خبره دا وه چې د کابل او لوګر ولايتونو ترمنځ د دوهم  موازي سړک د جوړولو چارې پيل شوي او د لوړ ولتاژ وارداتي برېښنا مټې او مزي هم د ګردېز تر ښاره رسيدلي وو. برسېره پردې دګردېز او خوست ترمنځ د لانجمن سړک پاتې برخه هم د سټې کنډو په بېخ کې پخه شوي وه.
 
خوست ته ورسيدم. هلته له لسو ورڅو څخه زيات پاتې شوم. د خوست ښار په شاوخوا سيمو او کليو کې پر خپلو خپلوانو او دوستانو باندې وکرځيدم، څو واره  خوست ښار ته هم ولاړم. د خوست ولايت امنيت بيخي ښه و. يواځې کله ناکله  مې په پکتيا اوپکتيکا ولايتونو کې د مخالفينو د بريدونو او د هغوی سره د جګړو خبرونه له راديوګانو څخه اوريدل.
 
ترټولو اريانوونکي خبره دا وه: کله چې په اسماعيل خېلو کې خپل کلي برخانخېلوته ورسيدم، پام مې شو چې د خلکو شمېرد پخوا په پرتله ډېر زيات شوی او د کلي نېږدې نيمايي خلکو خپلو  ځانونو ته د کښت په شنو ځمکو کې کورونه ودان کړي وو.دا يواځې په برخانخېلو کې نه، بلکې په ټولو اسماعيل خېلو کې له دلپوريو څخه تر بهرامخېلو پورې همدا حال و. د دې سره يو ځای د خلکو په منځ کې ګرمه اوازه وه چې ډېر ژر به د اسماعيل خېلو او مندوزيو په اولسوالۍ کې نوی هوايي ډګر جوړشي.
 
د اسماعيل خېلو او مندوزيو اولسوالي د خوست د پراخې وادۍ په لويديزه برخه کې داسې پرته ده چې له لوديز څخه د ختيز په لور د دواړو قومونو په منځ کې د شمل سيند بهيږي. د مندوزيو قوم د شمل په شمال او د اسماعيل خېلو قوم د هغې په سهېل کې پروت دی. د مندوزيو شمال خواته په سمه اوغرونو کې لېونخېل،اوم، مقبل، ځنيخېل او د دغو قومونو شاته ته منګل ،څمکني او ځاځي پراته دي. مندوزي او پورته ياد شوي قومونه هغه  اوږده دښته سره بېلوي چې په ختيز کې د خوست تر ښاره رسيږي.  
  
د اسماعيل خېلو سهېل ته په غرونو او د غرونو په لمنو کې د تڼيو او ګربزو قومونه پراته دي چې له اسماعيلخېلو څخه يې د مندوزيو دښتې په نسبت لا پراخه دښته سره بېلوي. دغه دښته هم په ختيزه برخه کې د سمې ګربزو او خوست ښار ته رسيږي.
د خوست ښار په سهېل ختيزه برخه کې زوړ هوايي ډګر پروت دی چې ډېر پخوا د اعليخضرت محمد ظاهرشاه د واکمنۍ په وخت کې جوړ شوی دی، خو اوس د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره امريکايانو په خپل واک کې اخيستی دی.
د خوست ښار او متون په شمال ختيز کې د سارا باغ پروت دی چې امريکايانو په کې د ځان لپاره نظامي اډه  او هوايي ډګر جوړ کړي دي.
 
د خوست ولايت زيات شمېر اوسيدونکي په عربي هېوادونوکې په خواريو او غريبيو لګيا دي چې خپل هېواد ته د راتلو پر وخت د کابل او خوست ترمنځ لاره کې د نا امنيو له امله په ستونزو اخته وي. دوی اوږد او ژور فکر نه شوو کولای ، نو ځکه يې له اوسني حکومت څخه لنډه هيله وکړه چې ددوی لپاره دې نوی هوايي ډګر جوړ کړي ترڅو په ډاډه زړه خپلو کورونو ته تګ او راتګ وکړای شي.
حکومت ته په کار وه  چې دغه مسئله د اولسونو د اړتياوو له مخې  د کارپوهانو او مسلکي کسانو په مرسته هراړخيزه  وڅيړي . ددې پرځای چې حکومت د اړينو تدابيرو په نيولو سره په ډېر لږ لګښت د لارې امنيت ټينګ کړي، له ژورسوچ پرته په خپل اند د اسانو لارو په لټه کې شو. نو ځکه  د يو شمېرغرضي کسانو په خوشحالولو او ډېرو نورو ته د ځانګړو امتيازونو په ورکولو سره يې بيړنۍ پرېکړه وکړه چې د اسماعيل خېلو او مندوزيو اولسوالۍ د اسماعيلخېلو او تڼيو قومونو ترمنځ دښته کې دې نوی هوايي ډګر جوړ شي .
هوايي ډګر خو ښه دی، ځکه دهغې ودانونه د خلکو د تګ او راتګ ترڅنګ  ډېرې اسانتياوې او کاري مشغوليتونه رامنځته کوي؛ مګر د هغې جوړونه بايد تر اقتصادي، تخنيکي او دموګرافيکي څيړنو وروسته پيل شي. که داسې ونه شي، بيا نو  د يوې ستونزې ترحل کولو وروسته ډېرې نا اټکل شوي ستونزې منځته راتلای شي. د ساري په توګه همدا اوس د هوايي ډګر دننه او هغې ته خورا نېږدې ډېرو خلکو خپلو ځانونو ته کورونه اباد کړي دي چې په نېږدې راتلونکي کې به د ډول ډول ستونزو سره مخامخ شي. که چېرې د اړين هوايي ډګر جوړونه  د منظم، ريالستيکي او ژور دولتي پلان له مخې ترسره شوي وای، دا ډول ستونزې به هېڅکله هم  نه وای رامنځته شوي.   
د خوست ولايت د وروستيو کالونو له سرشمېرنې څخه په څرګنده توګه ښکاري چې اوس د دغه ولايت اولسونو شمېر د پخوا په پرتله څو واره ډېر شوی دی. که چېرې د دې ولايت شاړې ځمکې او دښتې ابادې نه شي او د هغو د خړوبولو لپاره  کافي اندازه اوبه ورته پيدا نه شي د خلکو ژوند به د ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شي.   
 
پخوا د خوست هوا ډېره خرابه او اوبه يې صحی نه وې. د ولاړو او ناپاکو اوبو له امله خلک په ملاريا او ډول ډول ناروغيو اخته کيدل ، خواوس په خوست ولايت کې د پاکو او صحي اوبو د برابرولو لپاره د ملي پېوستون او شتمنو کسانو له خوا زيات شمېر ژور څاګان ايستل شوي دي. د دغو څاګانو له اوبو څخه پرڅښاک برسېره ان د باغونو او ځمکو د  کرکيلي لپا ره  هم ګټه اخيستل کيږي. د پاکو اوبو له کارولو څخه وروسته خو د اولسونو په منځ کې ډېرې پخوانۍ ناروغۍ له منځه ولاړې، خو هېچا هم دا فکر ونه کړ چې ترځمکې لاندې اوبه هم محدود ظرفيت لري ، که چېرې کومه بله چاره ورته ونه سنجول شي او يا په ژور سوچ سره استعمال نه شي، کيدای شي چې په راتلونکي وخت کې بيخي وچې شي . زه باور لرم چې همدا اوس به په ډېرو ژورو څاګانو کې د اوبو اندازه لږه شوي او سطحه به يې ښکته تللي وي .   
خوست يو غرنی ولايت دی چې د خلکو د شمېر په نسبت يې د کښت لپاره ځمکې خورا لږې دي. د دې پرځای چې خلکو خپلو ځانونو ته د کښت په ځمکو کې کورونه ودان کړي وای، ښه وه چې هغه د اسماعيل خېلو او مندوزيو دښتو په شان په نا استوګنو ځايونو کې جوړشوي وای. برسېره پردې په ژورو څاګانو کې دپاکو اوبو له لږوالي څخه د مخنيوي لپاره  بايد د قومونو مشرانو، په پارلمان کې د خوست استازو او مخکښو روڼ اندو د خپل ولايت لپاره د ټاکلي پلان له مخې د اوبو بندونو او برېښنا سټېشنونو دجوړولو په اړوند فکر کړی وای. دوه سری حکومت د هېواد له متوازنې ودې څخه خبرې کوي خو په عمل کې ټول کارونه د هغې په خلاف سرته رسوي. په ډېر تأسف سره بايد ووايم چې په حکومت او دولت کې د لويې پکتيا هېڅ رسمي مقام اوهېڅ رسمي استازي د هېواد د متوازنې ودې له مخې د خپلې سيمې پر سمسورولو اوودانولو باندې  ټينګار ونه کړ. په ټوله لويه پکتيا کې داسې بند جوړ نه شو چې خلکو ته د اوبو او برېښنا اسانتياوې برابرې کړي. داسې اوازې دي چې ان د مچلغو بند په جوړولو کې هم  يو لړستونزې راولاړې شوي دي . ويل کيږي چې يو شمېر کسان هڅې کوي چې په لومړي سر کې د هغې جوړونه ځای پرځای ودروي او بيا حکومت مجبور کړي چې په راتلونکي وخت کې د هغې له جوړولوڅخه د همېشه لپاره لاس واخلي. په دې شيبو کې چې دغه کرښې ليکم په تلويزيوني خپرونوکې اورم چې د مچلغو بند د بوديجې زياته برخه پيسې کندز ولايت ته لېږدول شوي دي. نو ډېراحتمال شته چې د مچلغو بند جوړولو پروژه پر همدې ځای ودرول شي.
د دوه منده بند هم له ډېر پخوا يعنې د سردار محمد داؤد خان رژيم له وخت څخه د خوست لپاره په پام کې نيول شوی و. خو ترنن پورې هېچا د هغې جوړولو ته اقدام ونه کړ. اوس که چېرې د خوست ولايت اولسونو د غوښتنو او ټينګار پر بنسټ اوسنی دوه سری حکومت د دوه منده بند جوړولو ته اړ کړی شي ، له همدا اوس څخه موبايد دې خبرې ته پام  وي چې دغه بند دشمل پرهغه غرني سيند ودانيږي  چې اوبه يې ډېرې تېزې دي ؛ د ځان سره ډېرې  خاورې ، شګې ، کاڼي، ډبرې ، زياته اندازه لرګي او خځلې راوړي . هرکله چې پر شمل سيند يواځې او يواځې د دوه منده بند جوړ شي ښايي په ډېره لږه موده کې له خټو، شګو او ډبرو څخه ډک شي، په دې صورت کې به د ميلياردونو افغانيو له لګښت څخه خورا لږه ګټه لاس ته راشي. نوله بېځايه لګښت څخه د مخنيوي لپاره اړينه ده چې د دوه منده بند څخه د مخه او  وروسته د سټې کنډو او المارې ترمنځ ساحه کې د توپوګرافيکي نقشو له مخې په اړوندو نارو (درو) کې پنځه يا شپږ نور کوچني بندونه جوړشي. ښايي ددغو بندونو د اوبو کاسې دومره ژورې او پراخې نه وي چې په ميلياردونو متره مکعبه اوبه ذخيره کړای شي خو په دې سره به له يوې خوا په شمل سيند کې له دوه منده بند څخه د مخه د پورته ياد شويو موادومخه ډب شي او له بلې خوا به د شمل له اوبو څخه سمه او پوره ګټه واخيستل شي. دا امکان هم شته چې ښايي په ځينو برخو کې جوړشوی پوخ سړک د ځينو بندونو داوبو په کاسو کې ډوب شي، چې ددې ستونزې  حل بيا نورو  اضافي لګښتونو او ټاکلوتدابيرو ته اړتيا لري. ښايي دې ته هم اړتيا پيدا شي چې په دغو ځايونو کې د غزيدلي سړک مسير بل لور ته واړول شي.ددغو کارونو په سمه توګه ترسره کولو سره به د شمل سيند له اوبو څخه د برېښنا په لاسته راوړلو، د شاړو او ابادو ځمکو په خړوبولو، د کبانو په روزلو ، د لرګيو په ټولولو او د ژورو څاګانو د اوبو په ډېرولو کې پراخه ګټه ترلاسه شي.    
خو ددې ترڅنګ دا احتمال هم شته  چې ښايي د خوست ولايت په ځينو ښکته ( ژورو ) سيمو کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه دومره لوړه شي چې ټاکلي ځايونه او پراخې ساحې په جبه زار بدلې کړي. په دې صورت کې د دغو ناوړه پېښو د مخنيوي لپاره تر پراخو پلټنو وروسته نورو تدابيروته اړتيا ده چې په پام کې ورته  ونيول شي.
 
د خوست ولايت د اړتياوو په نظر کې نيولو سره بايد مخکې له مخکې څخه دې ته ژور پام وکړو چې د دوه منده بند بايد دومره لوړ وي چې د خلکو ټولې انرژيتيکي، کرهڼيزې ، اقتصادي او ټولنيزې اړتياوې په معقوله توګه پوره کړي.
خو بايد پام وکړو چې لوړ بندونه په خپله کاسه کې ډېرې اوبه ذخيره کوي چې حجم يې ملياردونو مترو مکعبو اوبو ته رسيږي. د بند د ورانيدو او ماتيدو په صورت کې لاندې خوا ته پرتې سيمې ، کلي او ښارونه تر اوبو لاندې کيږي . همدا علت دی چې د بندونو په ودانولو کې له ډېر پام او احتياط څخه کار اخيستل کيږې.د امنيتي ارګانونو له خوا بايد د سرتېرو په ځای پرځای کولو سره د بندونو ټينګه او همېشنۍ ساتنه وشي. که چېرې د ودانيزو تېروتنو، د دښمن او ورانکارو ډلود ناوړه فعاليتونو له امله په بند کې چاود رامنځته شي ، نو بند سملاسي ورانيږي او ټولې اوبه په ډېر فشار او سرعت سره د دوو دقيقو په اوږدو کې له بند څخه بهر ځي ، لاندې پراته کلي او  ښارونه تر اوبو لاندې کيږي او ويجاړيږي.  طبيعي ده چې دغسې ويجاړۍ  همېشه د خورا زياتو، اقتصادي او بشري ضايعاتو سره مل وي.
د بهرنيانو غرضي لاسوهنو او د دوه سري حکومت غرضي ګډوډيو ټول کارونه خراب کړل ، که نه د بهرنيانو په صادقانه مرسته او د زړه سواندي حکومت د ګټورو، متوازنو او منظمو پلانونو په عملي کولو او د خوست سورورې وادۍ د شمال او جنوب غرونو په لمنو کې د پراخو کانالونو په جوړولو سره به نه يواځې د اسماعيل خېلو او مندوزيو دواړه دښتې ابادې، د ځمکو د خړوبولو او د څښاک لپاره به د اړتيا وړ پاکې اوبه لاس ته راغلي وای، بلکې تر لکڼو، يعقوبيو او صبريو پورې پراخې سيمې به له پرېمانو اوبو، پاکې او تازه هوا څخه برخمنې وای.
 
له سټې کنډو څخه تر خوست پورې د شمل پرسيند د بندونو ځنځير په جوړولو به نه يواځې د سيند له اوبو څخه  پوره ګټه واخيستل شي بلکې د سيند پر شاوخوا  ښکلي منظرې او هوټلونه به د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو راماتولو ته لا ښه شرايط برابر کړي. د دغو او دا ډول نورو کارونو په ترسره کولو سره به خوست د پکتيا او پکتيکا ولايتونو په ګډون  د افغانستان د خورا ښکلو او زړه راښکونکو ولايتونو په سر کې راشي.