
ساينسپوهان غواړي راتلونکی کال د « پلانک » په نامه سپوږمکۍ په مرسته ، چې له اروپا څخه هسک يا فضا ته استول کيږي تر درې ګونو بعدونو ورپورته د نړۍ نور ابعاد ولټوي . انساني نړۍ تر اوسه پورې يوازې درې بعدونه ( اوږدوالی ، پلنوالی او لوړوالی ) پېژني ، خو د فزيک د« سټرېنګ » قوانينو له مخې ساينسپوهان فکر کوي ، چې ښايي تر دې زيات نور ابعاد هم موجود وي . همدااوس د امريکا په مډيسون کې د « ويکانسون » پوهنتون پوهانو اعلان کړې ، چې د کيهان د لويې چاودنې « بېګ بنګ » څخه په راپاتې وړانګو کې د نورو ابعادو نښې ليدل شوې دي . د بېګ بنګ هغه وړانګې چې د جهان له ډېرو لرې ګوټونو څخه ځمکې ته رارسېږي د جهان تر زېږون 370 زره کاله وروسته په اړه معلومات ورکوي . حال دا چې د جهان ژوند 14 مليارد کاله اټکل کيږي . د « پلانک » سپوږمکۍ په مرسته پوهان غواړي د بېګ بنګ نه په وروسته شېبو کې د څلورم ، پنځم او شپږ م بعد نښې ولټوي .