
که انسان د خپل ځان په اړه په فکر کی شي چې زما د پیدایښت پوره وخت تیر شوی دی او مخکی له دې زما شتون په کوم حالت کې قرار درلود؟ نو ویلای شو چې په دې وینا او پوښتنه د هر انسان عقل خپل فعالیت پریږدي. که ووایو چې مخکې لدې مې هیڅ ماهیت او شتون نه درلود نو تیروتنه نه ده. همدا شان که مسلمان په دې فکر کې شی چې زما پیدا کوونکي زه څنکه پیدا کړی یم ؟ زما د پیدایښت موخه په نړۍ کې څه ده؟ د کومو کارونو او چارو پرمخ بیولو او د کومو په مخنیوي یې مکلف ګرځولی یم؟
پورتنۍ پوښتني هغه دي چی مومن یې په ځواب موندلو سره په خپل ژوند کې د مثبت بدلون د راتلو سبب ګرځیدای شی. همدا شان پورته لنډو پوښتنو ته په کتو کولای شو چې له لاندینیو اړوندو نقاطو څخه خپل ماهرانه ځوابونه او قناعت پیدا کړو.
۱.د انسان د پیدایښت مراحل : که خپل خلقیت ته ځیر شو چې مونږ څه ډول پیدای شوی یو نو حقیقت به ومومو نو الله تعالی فرمايي: وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ ,ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ۱۳ـ۱۲
ــــ ترجمه: مونږ انسان له مکنې نرۍ خټې څخه جوړ کړی ، بیا مو هغه په یو محفوظ ځای کې په څڅېدلي څاڅکی تبدیل کړ. (سوره المومنون. ۱۳ـ۱۲)
ــــ الله تعالی فرمایي : ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ ۚ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ - ۱۴
ــ . ترجمه: بیا مو هغه څاڅکي ته د برغنډ بڼه ورکړه،بیا مو برغنډ بوټۍ یا ټکړه وګرځوله ، بیا مو بوټۍ هډوکي جوړکړل ، بیا مو هډوکو ته غوښه ور واغوستله ، بیا مو هغه یو بل مخلوق جوړ کړ ، نو ډیر زیات برکتناک دی الله تعالی تر ټولو پیدا کوونکوڅخه ښه پیدا کوونکی دی . (سوره المومنون. ۱۴)
ــــ الله تعالی فرمایي :وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ – ۲۶
ـترحمه: مونږ انسان د بوینا کې خټې له وچ کودړی نه پیدا کړ. (سوره الحجر.۲۶)
ــــ الله تعالی فرمایي: إِنَّا خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَّبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَاهُ سَمِيعًا بَصِيرًا – ۲
ـــ ترجمه: مونږ انسان له یوی ګډې شوې نطفې څخه پیدا کړ تر څو چی هغه وازمایو او د دې موخې لپاره مونږ هغه اوریدونکی او لیدونکی وګرځوه.(سوره الانسان.۲)
۲.مونږ هغه چا پیدا کړی یو چی ابدی او ازلی او واجب الذات ، هیڅ شریک نلری ، د حق معبود ، د ټولو کایناتو خالق دی.
الله تعالی فرمایي : قُلْ هُوَ الَّذِي أَنشَأَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ ۖ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ -۲۳
ــ . ترجمه: دوی ته ووایه هغه الله دی چی تاسې یې پیدا کړئ ، تاسی ته یې د اورېدلو او لیدلو قواوې در کړی او غور کوونکی پوهیدونکي زړونه یې در کړل ، خوتاسې بیخی لږ شکر باسئ. (سوره الملک. ۲۳)
۳.په مونږ باندې په دا نړۍ کې د الله تعالی سبحان وتعالی اطاعت فرض دی ،او ورځنی ژوند د الهي احکامو سره سم سرته رسول په کار دي. په هغو آوامرو باندې چې مسلمان ته يې دتمسک او له نواهیو څخه د اجتناب آمر شوی له نواهیو څخه لیرې اوسیدل او له اوامرو څخه پیروی کول او نوروته رسونه ده.
پرته له شکه چې انسان په نړۍ کې د ژوند تیرولو لپاره تر خپلې اندازی څه محدوده ساحه د مساعدولو هڅه وکړي تر څو د یوې سیوري لاندې خپل ژوند سبا کړي ، او د همدغه ژوند د سبا کولو په موخه انسان اړینو توکو ته اړتیا لري چې له امله يې له هغه څخه خپل ځانته نفقه برابروي،چې ترڅو وکولای شي په اسانه توګه خپل ورځنی ژوند پر مخ بوځي. همداسې مکلف دی چی په دې نړۍ کې د الهي احکامو سره سم ژوند تیر کړي.
تاسو ته ښه مالومه ده چې زمونږ هیوادته هر اړخیزه پاملرنه نده شوي. هر څوک د خپلې ګټې په غم کې ډوب دی او د ولس له دې بدبختو حالاتو څخه یې ځان بی خبره نیولی دی. حتی د خبریدو کوشش هم نکوي. په خپل ژوند کی لالهانده دي. متأسفانه زمونږ دولت له خپلو شتو منابعو څخه خپل ولس ته هغه څه نه دي مساعدکړي کوم څه چی له خارجه واردېږی له هغی څخه ډډه اوکړي او پر ځای یې خپل داخلی تولیدات استمعال کړي . زما موخه دلته له هغه وارداتو څخه دی چې له ګاونډیو او غربي هیوادونو څخه راوړل کیږي او بیا د بازار په راز راز پلورنځیو کې پلورل کيږي. ګرانه لوستونکیه! زه چی هر کله هم بازار ته راوځم اوسترګې مې په واردو شوو راز راز غوښو ولګيږي نو ډیر پرې خفه شم او د یو مومن په صفت د مسؤولیت احساس کوم. په هغه څه چی زه خبر یم چی کومې غوښې له خارجه واردیږی حلالي ندي ، په کومو پکټنو کې چی بسته بندی کیږی هلته پرې لیکلی وی چی پر اسلامی اصولو مطابق حلاله شوی ده ، او تر څنګ یې د ( حلال) مهرهم وهل شوی وي. لکه څرنګه چې په نړۍ کې د مسلمانوهیوادونو ته له کوم کفري هیواد څخه د غوښې واردات کېږي نو د پيسو په مقابل کې په غیر مسؤلانه ډول د حلالې مهر ترلاسه کوي. چې دلته خپله همدا مهر نه اسلامي او نه قانوني پاتې کیږي. د ویلو د پاتې نه وي چې په هر غربی هیواد کې د مسلمانانو ځانګړی ټولني دي چی د دغو ټولڼو پر لوړپوړوچارواکو د مادیاتو د حرص څادر خپور شوی او او تر ډیری اندازې یې په خپل ولکه کې راوستی دی ، دغه کوم مهرونه چی ( پر اسلامی اصولو حلاله شوي دي ) پر پکټنو لګول کیږی ټول د پیسو په بدل کې لګول کیږی په اصل کې هیڅ پر اسلامی اصولو او شرایطو ندي حلالي شوي ( ۱)
زه پخپله دې مسئلې ته تر ډیره وخته ځوریدم خو د خدای پاک شکر دی چی څه وخت وروسته مې محترم مفتی تقی عثمانی ( شرعی ذبحه او عصری الات) کتاب لاسته راغی چی د ذبحي پر عصری الاتو او د هغی په اړوند مسایلو راڅرخی. نوموړی کتاب د ښاغلي مفتي صیب داسې اثار دی چې هره مسئله یې د اسلامي تحقیقاتو پر بنا څیړلي ده او د خپلو سترګو لیدلی حال یې د لوستونکو مخې ته په تحریري ډول ایښی دی. ښاغلي مفتي صیب دغه کتاب اسلامي امت ته د یوې ارزښتناکې ډالئ په څیر وړاندی کړی ده. ما چی دغه کتاب ولوست نو په ډیرو اړوندو مسایلو باندی پوه شوم. نو اړینه مې و ګڼله چی نورو مومنو وروڼو او خوېندو ته یې هم ورسوم او په خپل ژوند کې یې هم عملي کړم. د دغی مسئلې او کتاب په اړه ستاسو خبرول زما دینی وجیبه بلل کیده نور ستاسو مسؤولیت دی
(۱)شرعی ذبحه او عصری الات. مفتی تقی عثمانی
د کتاب د لوستلو او ډاونلوډ لپاره لاندی لینک ته مراجعه وکړئ
https://drive.google.com/file/d/0B5F5MUa6x2VrOTB4Sms2MFZmTFE/view
لیکوال عزیزالله (ځدران)