پاکستان د لوېدو په لور روان

پاکستان له جوړېدو را په دې خوا خپل ټول وخت یې د سیمې د ورانیو او د جګړې دتودېدواو پر دوام یې  دنده پر غاړه لرله، له دې سره سره یې ځان د پرمختګ په لور روان کړی او ان ځان یې د یو اټومي ځواک په توګه په سیمه کې ښکاره کړ او لا هم د پرمختګ په لور روان ده.
له پاکستان څخه ډېر زیان افغانستان ولید، خو ډېره ګټه بیا هندوستان تر لاسه کړه، ځکه چې دوی د یو پرمختللي هندوستان په لټه کې شول او تل یې د پاکستان د هر ډول مقابلې لپاره پخپلو کې سره یو شول، د هندوستان د پرمختګ او ځواک لپاره سره یو شول، او ځان یې د پاکستان هر ډول سرغړونې او بریدونو لپاره چمتو کړي ده، خو له بده مرغه افغانانو د پاکستان د ګټو لپاره د افغانستان هرڅه له خاورو سره خاورې کړل او د یو پیاړي پاکستان لپاره یې ډېر څه تر سره کړل، همدارنګه پاکستان د نیابتي جګړو څخه په پوره ډول ګټه پورته کړه، په پښو ولاړ پاکستان یې رامنځ کړ، خو پاکستان د خپلې پېچلي سیاست پر بنسټ اوس اوس  هر ملګری  له لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې له ځان سره هېڅ ګاونډ ملګری او خواخوږی نه لري، یو وخت پاکستان نږدې ملګري متحده امارات، عربستان، کویټ، امریکا او انګرېزان وه، اوس ددې ملګرو څخه یواځې نږدې ملګری انګرېز ورته پاته ده او په کرار کراره توګه خپل ډول ملګري له لاسه ورکوي،هسې له پخوانه هند سره وران وه، اوس مهال عربستان هم ورسره خوابدی شوی ده، ځکه چې په یمن کې د عربي اېتلاف جګړه کې پاکستان ونډه وانه خیسته، په دې توګه د پاکستان او نږدې ملګري عربستان اړیکې ترېنګلي شوې او لاهم د ترېنګلتیا خواته روانه ده، بل لور ته له دې ترېنګلتیا ایران او هند سره ډېر خوند اخلي او سره ډېر نږدې شوي دي چي ښه بېلګه یې افغانستان، هند او ایران په ګډه د چا بهار بندر پرانیسته ده.
همدارنګه په افغانستان کندهار کې د عربي متحده اماراتو په ډېپلوماتو بمي برید د پاکستان او عربې اماراتو دوستي په دښمنه بدله کړې ده، همداراز د اماراتو غوسه یې پاکستان ته راپارولی ده.
په دې نږې وختونو کې د ایران او پاکستان اړیکې هم ورانې او ویجاړې ښکاري، ځکه چې د ایران لوړ پوړی هییت افغانستان ته راغی او افغان چارواکو سره یې د پاکستان په کړنو اندېښنه څرګنده کړه، ځکه چې پاکساتن یو سوني پلوه هېواد ده او دعربي هېوادونو یو نږدې ملګری هېواد پاتې شوی ده، له پخاونه د ایران او عربي هېوادونو سره چندان نه ده جوړه، اوس مهال پاکستان د هرې خوانه د د یو ډول کړکېچ او بحران سره مخ ده، افغانستان خو یې جوړېدو سره سم دښمن ده، چې اوس د دې دواړو هېوا دونو دوښمنۍ  د لوړېدو په لوروانه ده، چې کله نا کله په تپل شوې ډیورنډ کرښه کې سره خونړۍ بریدونه کوي، د افغانستان او هند له ملګرۍاو نږدې والي څخه پاکستان تل خپه او پرېشانه وي، چې ورته  یو ډول سرخوږی جوړ شوی ده، خو دېه سرخوږی هغه وخت ډېر شو، چې هند یوه سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله او پاکستان یې ترې بې برخه کړ، له بده مرغه تراوسه افغانستان له دې ترنګلتیا پوره پوره ګټه اخیستې  نه ده او نه به یې واخلي.
د پاکستان د ISI او نورو لوړ پوړو چارواوکو راتګ افغانستان ته ددې ښکارندویي کوي، چې نور یې ملګري په سیمه په ختمېدو دي او هرې خواته لاس اچوي، کله هم روس او کله چین ته، هغه هېوادنه چې پاکستان یې تل د پرمختګ مخه ډبوله، د یادو هېوادو په کمزورۍ او انزواول کې پاکستان یو وخت له هر ډول رزالت څخه کار اخیست، خو اوس یې د دښمنۍ پر ځای دې دواړو هېوادو ته د ملګرۍ لاس وړاندې کړی ده، د هرې ورځې په تېرېدو سره پاکستان له یو ډول ناورین سره مخ ده، ښه ساری یې د امریکې ولسي جرګه او مشرانو جرګې سلا او مشورې، چې په پاکستان  یو لړ بندیزونه ولګوي، بل لوری ملګري ملتونه هم په دې اړه سلا او مشورې کوي، که پاکستان  د ترهګرو له ملاتړ لاس په سر نه شي، نو هر ډول بندیزونه به ورباندې ولګېږي، همدارنګه نږدې سیال ګاونډ هند یې د نورو پرمختګونو په حال کې ده او پاکستان ډېر تر شاته پاته ده، چې دا خپله د ناکامۍ ښکاره نښه ده، دې سره به پاکستان ځان ته یواځې پاتې هېواد شې،  د پرمختګ مخه به یې ډب وي او له کورنیو ستونزو سره به مخ شي بلاخره په څو هېوادو ووېشل شي لکه بلوچستان،پشتونخوا،پاکستان او کراچۍ، چېزور او ځواک به یې ډېر ژر پای ته ورسېږي،اېله به افغانستان ارام ساه واخلي، خو ایران او هند به یو لوی سیمه ییز ځواک شي.