امرالله صالح ته جواب!

د هیواد جنجالي سیاسي حالات او د ریښتینې سیاسي مشرتابه تشه لامل شي چه حتی ډیری هیوادول له تا هم د مسوليت اخیستو تمه کوي مګر تاسو او امثالکم د عادت او مجبوریت له مخې هغه کړنه کوئ چه قومي، سمتي، حزبي بڼه لري او په ټوله کې د ملی مصالحو خلاف وي.
ستاسې د سولې فریبې چغې هلته د سولې خلاف په کمپاین بدلې شي کله چه د حقیقی سولې څرک ولږیږی، د شنه بهیر د مشر په توګه مو ستاسو د خولې د سولې درواغجنې چغې اوریدلې مګر د حزب اسلامي سره د دولت جوړجاړې مو بیا خوب حرام کړی.
ستاسې په سیاسي پخوالې مې ځکه شک پیدا شي چه سولې ته د اولس تنده او ښاغلي حکمتیار په دومره پراخه کچه استقبال هم ستاسو کینه اوعقده پټه نه کړه.
هغه اعلامیه مې ولوسته په کومه کې چه تاسې د افغانستان اسلامي دولت او حزب اسلامي تر منځ توافقنامه نیمګړې ګڼلې او ځینو مواردو ته دې اشاره کړې.
حکمتیار مو په پدې تورن کړي چه ګواګې د هیواد سیاسي جوړښت او اساسي قانون ته په سپکه ګوري، په سلګونه مجهول الهویته افراد یی له ځانه سره راوستي، تنده او زشته ژبه کاروي، افغان وژونکو سره خواخوږي ښایی، د قدرت داسې نمایش کوي چه مالي سرچینې یی نامالومې دي، په رسنیو او مدني ډلو انتقادونه کوي او د ویرې سیاست خپروي.
زه د هیڅ حزب غړی نه یم مګر د یو عادي افغان په ډول غواړم تا ته ووایم تر کومه به د دې ملت په سترګو کې خاورې شیندئ او تر کله به د نورو د دسیسو ښکار کیږئ؟
صالح صیب!
حکمیتار د راتګ د لمړئ ورځې تر ننه په تکرار ویلي چه اساسي قانون مو منلی، کو زمونږ په فکر کوم ځایی سمون ته ضرورت لري نو په راتلونکې کې به د قانوني مراجعو نه استفاده کوه. مګر تاسې هر ځل کوشش کړي تر څو اساسي قانون او د هیواد نور نافذه قوانین د پښو لاندې کړئ، ملي ارزښتونو او ویاړونو ته مو سپکاوی کړی، نفاق، بلوا او چور ته مو لاره هواره کړې. د هیواد سیاسي جوړښت که د جان کیري نوښت کڼل کیږي نو دا ورته په سپکه کتل ندي مګر حقیقت دی، او دا هغه چغې دی چه ستاسې، د دولت لوړپوړې چارواکو او سیاسی شنونکو له خولې اوریدل کیږي.
ستاسې د مجهول الهویته افرادو نه موخه څه ده! حزب اسلامي ډیری افرادو د حکمتیار تر څنګ شپې ورځې تیرولې او له دې فرصته په استفادې نظام تر څنګ ودریدل، تاسو ته به نه وي معلومه میلیونونه افغانان اوس هم د هیواده بهر د مهاجرت شپې ورځې تیروي چه ځینې یی د حکمتیار سرسرخته پلویان وه چه د توافقنامې په اساس د ده د ساتونکو په ډول وطن ته راغلل.
د زشتې یا تندې ژبې کارولو سره ځکه موافق نه یم چه لا تر اوسه ترې داسې الفاظ نه دې ظاهر شوي چه یا یی څوک ګواښلی وي یا یی د ویلو انداز له کنتروله بهر وي، شاید تاسو سره یی پخوانې ویره په زړه کې وي.
که د حکمتیار هغه غږ چه طالبانو ته یی وروڼه ویلي یا یی سولې ته رابللې وي تاسو ته د افغان وژونکو سره خواخوږي ښکاري نو تاسې تیروتنه کړی، ایا ته پوهیږې هغه وخت چه تاسو د ملي امنیت مشري کوله څومره خلک ستاسې د غلطې پالیسئ له امله د دولت مخالف شول؟ ایا تاسې د ګیرې، قوم، شکل، لباس، ژبې او عقدې له مخې خلک ازار او د مخالفینو په صفونو کې ونه درول؟ نو شاید د ورور غږ په هغه مخالف چه ریښتینې افغان وي او دا خاوره خپله ګڼي ښه ولګیږي او د مجبوریته ځان راخلاص او د هیوادوالو څنګ ودریږي.
حکمتیار خو د هغه قدرت نمایش ندي کړی کوم چه تاسو فکر کوئ، که په کابل کې د خلکو بې سارې راټولیدنه دې هدف وي نو ریشیتا هم د قدرت نمایش دی مګر دا قدرت سرچینو ته اړتیا نه لري!
ایا په رسنیو نیوکه کفر دی او یا د کوم قانون خلاف ده؟ ستاسو په نظر بیان د ازادئ نه هغه خلک ویریږي چه نه غواړي خپل تیر رابرسیره کړي نو ایا هغه چه د بیان د ازادئ چغې وهي او تیر یی لکه د تورې بې ستورو شپې په شانه تیاره دی له چا داسې سرتیفکیټ تر لاسه کړې چه ماضې یی محوه شوې!
د ویرې سیاست خو د سرو، زیړو او نارنجي حرکتونو او غره ته د ختو اخطارونو ته ویل کیږي، د اسلحو او مهماتو ډیپوګانو ساتلو ته ویل کیږي، د اسلحو نمایش او د اولس ویرولو ته ویل کیږي حال دا حکمیتار لا عملا سیاست ته ندې راغلې نو تاسې په کوم ګمان دا خبره کوئ چه د ویرې سیاست کوي
ته، سیما ثمر او نور د انتقالي عدالت خبره کوئ او حکمتیار جنګي مجرم یا د بشر د حقوقو ناقض بولئ نو ایا ویلاې شئ دا هر څه کله پیښ شوې؟ که موخه مو کورنئ جګړه وي ایا تاسې او دا نور د دې بدمرغې جګړي یو لوري نه واست؟ دلته به تناقض او جرم په کمیت خبره نه کوه، جرم جرم دی هر چا تر خپلې وسې کړی.
ایا دا عدالت به پر هغه چا هم پلی کیږي چه ناهید په شان پیغلې یی لوړپوړيزو ودانیو راوغوځلې؟ د ټانکونو او چورلکو په واسطه یی کابل ویران او زرګونه بې ګناه کابلیان یی شهیدان کړي؟ د پیغلو یی سینې پرې کړې؟ د انسانانو په سرونو یی میخونه ټک وهلي؟ رقص مرده یی کړي؟ ژوندي انسانان یی په کانټنرونو کې سوځولي؟
که د انتقالي عدالت سره اجتماعي عدالت هم ملګری کړو او له ټولو هغه وپوښتو چه د جهاد نه مخکې حالت او اوسنې حالت دې ولې دومره ستر توپیر لري؟ دومره شتمني دې له کوم کړه؟ په کلي کې دې د کښت ځمکه نه وه مګر اوس د هیواد سربیره د نړئ لویو ښارونو کې هستوګنځایونه لرې؟ د ژمې او اوړې د لباس توپیر یی نه وه مګر اوس یی د یوی دریشي او نیکټایی په قیمت سلګونه کورنئ د ولګې بچ کیداې شي، هغه چه موټر لیدل یی ارمان وه مګر اوس د موټرو د قطار سره سودا اخیستو ته ځّي.
صالح صیب!
ایا داسې عدالت به پلي نه شي چه د خیانت او غدر په تور یی راکش کړي چه تاسې اولس ته دوکه ورکړی د جهاد سپیڅلی نوم مو بدنام کړۍ ته څنګه کولائ شې پدې سپینه ګیره درې زره ملیونه ډالر د ملت مال حیف میل کړې؟ ته څنګه کولائ شې د پچو په نامه سلګونه میلیونه ډالر د و وطن د بچو حق وخورې؟ ته څنګه کولاې شې د حج په نامه د خلکو نه ملیونونه ډالر خیټې ته ګوزارکړې؟ ته څنګه کولائ شې د ملت ځمګه غصب او د نامعلومو سرچینو په ترلاسه شویو پیسو لوړپوړیزه ودانئ جوړې کړې؟ ته څنګه کولائ شې د سرتیرو په سر لوبې وکړې بې کفیته خواړه او اجناس راونیسې، تیل په ازاد بازارکې او اسلحه په مخالفینو خرڅه کړې؟ او داسې نور
که له وسه دې پوره وي اول ځان د قضاوت تله کې واچوه بیا په اولس غږ وکړه چه د نورو په راوستو کې درسره مرسته وکړي.