که څه هم قلم می د دې ځواک نه لري، چی په زابل کي د یرغلګرو امریکایانو له لوري د زابلي معصومو ښځو د عفت او عصمت د زخم او شهادت، د زندان او مظلومیت درد ترجماني وکړي خو د سترګو د بهانده اوښکو او د ستوني لویو، لویو سلګیو په ملتیا د ځان او زنداني خویندو د بیوسي او عزت د خیرات د مرستې کچکول ستاسو په وړاندي ږدم.
ای ځوانانو!
موږ خپله ووژنئ، یو داسي وحشي دوښمن ته مو مه خوشی کوي چي موږ نه ورسره په ژبه پوهیږو او نه په خبرو!!
یو ځل درته بیا وایم
د خدای په خاطر موږ ژوندۍ په خاورو کي ښخي کړئ، خو وحشی امریکا ته مو مه پریدئ
هغوي زموږ عصمت په سپیانو رالوټوي
هغوي دشرابو په نښه کي زموږ حیاء لټوي
هغوي په ډلیزه توګه زموږ هغه مخونه بربنډوي چی تر اوسه پردي نارینه خو څه لمر هم نه لیدلي.
هغوی دشرابو به په نشه کي زموږ په ببرو ویشتانو او بربنډو وجود باندی کړس کړس خندا ګاني کوي
ای ځوانانو موږ له وحشیانو وژغورئ!!
ایا موږ ستاسي میندي نه یو؟
ایا موږ ستاسي خویندی نه یو؟
ایا موږ ستا مېرمني نه یو؟
ایا موږ ستاسو د اولادو پالونکي نه یو
ایا موږ ستاسی د کور ستاتونکی نه یو
ایا موږ ستاسي مینه کوونکی نه یو
ای ځوانانو موږ وژغوري
دلته په زندان کی توره شپه ده
دلته په زندان کي وحشی امریکایانو نا ویلی ظلمونه دي
دلته په زندان کي زموږ دعزت جنازي دي!
دلته په زندان کي زموږ د بربنډ وجود بربنډی عکاسۍ دي
موږ د کفرو په زندان کي زخمی بدنونه پراته یو تاسي بستر کې ارام خوب کوئ
زموږ د کفر په زندان کي عفت لوټیږي تاسی په دنیا کي ژوندي ګرځي
اخر زموږ ګناه څه ده؟
اخر زموږ جرم څه ده؟
ای ځوانانو موږ وژغورئ، موږ ستاسي شرف یو
تاسی په ژوند کي په څه ځان قربانوئ؟
ستاسو په ژوند کي له اسلام وروسته تر شرف او ناموس تر زوال بله غټه فاجعه شته؟
تاسي په ژوند کي له اسلامه وروسته په څه جنګیږي ؟
ځوانانو خپل ناموس وژغورئ
لکه څنګه چي په اسلام کي زموږ نفقه ستاسو په غاړه ده همداسي زموږ د عفت او عصمت څخه ننګه ستاسو انساني او ديني وجیبه ده!
ځوانانو خپل ناموس وژغورئ
د پیغلو او بوډاګانو په موټو کي دومره ځواک نشته، چي د دغو وحشی امریکایانو کږي خولي په سوک ورسمي کړي نه پوهیږم اخر زموږ له غچ څخه تاسي څه منع کوي اسلامي ماضي ګواه ده چي اسلام هیڅکله هم په فزیکی قوت او د لښکر په شمیر فتحه او بري نه ده موندلی بلکي تل ېې د ایمان په معنوي ځواک او دشهادت په تنده ستر ستر قوتونه په ګونډو کړي.
حيا صنم
وروستي