
انڅور: عبدالغفار داوی
داوي ونیول شو، خو په کوم جرم؟ عبدالغفار داوي څوګ و؟ نه باید پوښتنه داسې مطرح کړو: عبدالغفار داوي څوګ نه و؟ چا ته زور نه و ویلې هغه پسې یې لښکر نه و کړې چې د مظلومانو له غوسې ځان د خپلو ساتونکو ترمنځ پټ کړي. هیڅکله یې د سیاست لوبه ونه کړه او خلک یې ونه غولول، ځکه د نورو په څیر فریب ورکونکی نه و.
ستونزه یې دا وه چې د نورو سوداګرو پر خلاف یې هنر او فرهنګ ته ارزښت ورکول او په یوه ښه فکر لرونکي کورنۍ کې زیږیدلی و. همدې لپاره د نفت او ګازو بازار دلالانو او د دولتي رشوت اخېستونکو نه غوښتل هغه وزغمي،په بیلابیلو برخو کې لکه هوایي ډګر ته د تیلو رسونې څخه نیولې تر ټلویزیون او اونیزې پورې ونه شوې لیدلي.
بلاخره د فاسد بازار مافیاوې او هم مهاله د افغانستان مفلوک اقتصاد لاس په کار شول او د عدلي او قضایي بنسټونو په مرسته د داوي پر ضد یې دوسیه جوړه کړه او هغه یې پر اختلاس تورن کړل او دولت هم د محکمې حکم پرته په داسې حال کې چې خپله هم محکمې ته ورغلی ونیولی او زنداني یې کړ.
نفتي توکو کمپنۍ هم خپلو غوښتنو ته ورسیدل او هغه سوداګر یې چې لاسونه یې په وینو ککړ نه و او هغو کسانو سره چې د خلکو پر ستونې پښې ایښي یو ځای نه ، زنداني شو تر څو نور فساد کونکي، زورواکي او رشوت اخیستونکي ازاد وګرځي او خپلې پانګې نورې هم زیاتې کړي.
د داوي آیل کمپنۍ په افغانستان کې شاخوا ۴۳ میلیونه ډالرهپانګونه کړې.
۳۲کورنیو او نړیوالو ایرلایونو ته یې پر نړیوال استندردونوبرابر سون توکي رسولې دي.
د IATA غړیتوب یې ترلاسه کړ او 500-800 میلیونه دالره یې نړیوال بیمه واخېست. په زرګونه بی کاره هېوادوالو ته یې د کار زمینه برابره کړه
خو تل همداسې کیږي. هر هغه څوګ چې په رېښتني توکه ګار وکړي او چا پورې تړلی نه وي په دهه هېواد کې ځای نه لري.
په دغه هېواد کې هغه څوګ چې د کیسه مالی هنر لري نوم او نښان لري ځای لري.
څوګ باید ځواب ویونکی وي؟ ولسمشر؟ د څارنوالې رییس؟ د محکو رییسان؟
یا د نفتي شرکتونو مدیران؟
هیڅوګ ځواب نه وایي. هیڅوګ به ونه وایي چې عبدالغفار داوي ولې تراوسه په زندان کې دی. ځکه ټول له دې کاره خوښ دي.
ځکه ټول پکې ونډه لري او خپله ګټه اخلي. ښکاره ده هغه چا چې ونډه نه ده اخېستې او ځان لپاره یې د پښې لار نه وي خلاصه کړې باید ورک کړی شي او نور باید په میدان کې شتون ونه لري.