
د ۱۶ کلونو راهیسې د جګړې حالت نه معلومیږي، چې دا جګړه به څومره وخت پورې به اوږده شي، چې کله په ۲۰۰۱ م کال کې امریکا او ورسره ناټو په افغانستان باندې په دې خاطر حمله وکړه، چې القاعده په ختموو او افغانستان به د تروریستانو له منګولو ازادوو، چې تر ۲۰۰۴ کلونو پورې په افغانستان کې نسبي ارامي وه، خو له هغه وروسته د حکومت او امریکا د ناسمو کړنو له لاسه په کور ناست طالبان او نور افغانان مجبور کړای شول، چی یا مهاجر او یا ددې حکومت پر خلاف سلاح را واخلي، نو اوس داسي معلومیږي، چې دا پلان د امریکا و او موخه هم دا وه، چې په افغانستان کې جګړه اوږده کړي، چې تر ۲۰۱۴ م کال پورې د امریکا او د ناټو غړو هېوادونو په زر ګوو عسکرو د طالبانو پر وړاندې جګړه بوخت و. له دې کال نه وروسته د افغانستان ټولې امنیتي چارې د یوې پروسې لمخې افغانانو ته وسپآرل شوې او د تېر کال په پرتله به په راتلونکي کال کې جګړې زور اخلې، چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د کندز ولایت د دوه ځلو لپاره د طالبانو په واسطه سقوط شو خو . د ۱۳۹۶ لمریز کال له پیل سره په افغانستان کې جنګ او جګړو نور هم زور واخیست او امریکا هم د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې په دې بهانه، چې هلته د داعش پټنځایونه شتون لري د هغه د لمنځه وړلو لپاره یې د بمونو مور بم وغورځاوه او د افغانستان د ملي وحدت حکومت چارواکو د داسو بمونو استعمال پرځای او تائید کړ، چې دا کار د افغانستان د حکومت په مشوره ترسره شوی، خو په همدې ورځو کې د امریکا د جمهور رئیس معاون مایک پېنس په رسمي سفر جنوبی کوریا ته لاړو او هلته یې په یوه خبري کنفرانس کې ووېلې، چې په سوریه کې د نظامي تاسیساتو په نښه کول او په افغانستان کې د بمونو د مور بم ازمایلو نه موخه شمالي کوریا او ورسره چین او روسیې ته د خپل قوت ښودل و. او ورسره جوخت د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکو ووېلې چې ددې بم استعمال محیط او په اینده کې یې په انسانانو باندې هیڅ ډول منفي تاثیرات نشته؛ خو په اصل کې داسې نه ده ددې بمونو په جوړښت کې هغه زهري مواد کارول شوي، چې نوموړي مواد په هغه ساحه کې له خاوري او اوبو سره ګډیږي او نورو ساحو ته خپریږي؛ چې په هغه ساحه کې نباتات نه راشنې کیږي او د بشر ژوند هلته له سختو ستونزو سره مل وي او په هغه ساحه کې څو چنده د سرطان د مرض کچه ورسره لوړیږي. خو په اصل کې خبره داده، چې امریکا او ورسره متحدین یې د روسیې سره، چې په اوس وخت کې یې اړیکې سره خرابې شوي دي او روسیه نور نه غواړي، چې امریکا په نړیوالو مسائیلو هغه څه تر سره کړي، چې موخه یې دي په دې ورستیو کلونو کې په سوریه کې د دواړو لوریو مداخله او په اوکراین کې د کړکیچ رامنځته کېدل او امریکا نه غواړي، چې روسیه یو ځل بیا د صحنې ته راشي د امریکا راتګ افغانستان ته هم موخه د القاعده له منځه وړل نه وو او نه په افغانستان کې د یو قوي نظام جوړول بلکې ګورو، چې په افغانستان کې ورځ تر بلی امنیتي وضعیت خرابیږي.طالبانو اوس، چې امریکایان هم تائیدوي، چې د افغانستان په ۵۳ فیصده خاوره باندې تسلط لري، خو زه، چې ګورم تر ۵۳ فیصده نه اوس په ډېره خاوره باندې تسلط لري او په افغانستان کې د داعش ظهور، هم ځو دلایل له ځان سره لري یو دا، چې په افغانستان کې د مذهب موضوع را منځته او د سني او شیعه تر منځ جګړه پیل او افغانستان یو ځل بیا د نویمې لسیزو داخلي جګړو طرف ته بوزې او دوی په خړو اوبو کې خپل ماهیان ونیسي. دویم دلیل دا کېدای شي، چې د افغانستان په موضوع کې ایران او روسیه را ښکېل کړي او یا دا، چې ایران او روسیې د تهدید لپاره داعش منځته ته راغلۍ او د افغانستان د پخواني جمهور رئیس د دفتر رئیس عبدالکریم خرم هم د ویسا ورځپاڼې سره امریکا په افغانستان کې د ۴۰۰ بستر روغتون برید ددې لپاره تر سره کړ، چې د خپلو وسلو د ازمویلو ته لاره هواره کړي تر ځو په ملي او نړیواله کچه له کوم غبرګون سره مخامخ نشي یوه زمینه سازي یې ورته وکړه او، چې کله یې په ننګرهار کې ددې په نامه، چې موږ په داعش باندې برید ترسره کړی خپلو وسلو ازمویل پیل کړل په ملې او نړیواله سطحه له توندو نیوکو سره مخ شول، د خرم په خبره، چې ددې موضوع نه د خلکو د فکر بدلولو لپاره شاید یو بل داسې خونړۍ برید په مرکز کابل او یا هم د افغانستان په کوم بل ولایت کې ترسره کړي تر څو د خلکو توجه هغه طرف ته واړوي نو اوس دا تحلیل سل په سلو کې صدق کوي، چې د جمعې د ورځې برید، چې په ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې ترسره شو او په سلګونو افغان سرتیري پکې مړه او ژوبل شول او ورسره جوغت د وزارت دفاع لوړ پوړیو چارواکو استعفاوې ورکړې او د جمهور رئیس د هغه استعفاوې تائید کړې خو داسې ویل کیږي، چې دوی استعفا ورکولو ته مجبور شوي او ورسره د دریو قول اردوګانو مشران هم بدل شوي دي.سرچینې دا هم ویلي چې طارق بهرامي د افغانستان دفاع وزارت د سرپرست او شریف یفتلي د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي. دغهراز له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان امانالله د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی او له دې سره په یوه نا اعلان شوي سفر باندې د امریکا د دفاع وزیر جیم مټیس هم کابل ته رسېدلی او په کابل ښار کې د احمدضیا مسعود د لرې کېدو په پلوی په لسګونو کسانو مظاهرې کړي. او نور داسې مسایل دي ، چې د ۱۳۹۶ کال په اوایلو کې تر سره کیږي، چې د بهرنیو کړیو لاس وهنې او په داخل د ملي وحدت حکومت کې نه همغږي او په لویه کې د امریکا او روسیې تر منځ نا اعلان شوې جګړه په افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او دا اوازې هم دې، چې روسیې خپلې اړیکې له طالبانو سره د بل هر وخت په پرتله پراخې کړي دي او دا هم ویل کیږي، چې نظامي وسایل هم د روسیې لخوا طالبانو ته ورکړل شوي، او طالبانو هم تر اوسه پورې د پسرلني عملیاتو د پیل په اړه نه له رسنیو سره څه ویلي او نه یې اعلامیه ورکړې خو داسې معلومیږي، چې طالبان به د ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ لمریز کلونو په پرتله به سږ کال په سختو بریدونو لاس پورې کړي. مهم او کلیدي ولایتونه به سقوط کړي او حتي مرکزي حکومت به وګواښي.