
ښايي له ډېره وخته راهيسې له دې سره بلدتيا ولرۍ چې د هرې لويې ناوړه پېښې څخه وروسته افغانانو ماتم کړی ده، لارو و کوڅو ته راوتلي، د زنده باد او مرده باد ناره ېې پورته کړې، د فېسبوک په والونو ېې تور د ناورين او له غمه ډک انځورونه لګولي، د وژل شويو په ياد کې ېې شمعې بلې کړې او ګڼ شمېر نور داسې نمليشي کارونه ېې ترسره کړي
خو پوښتنه دلته پيدا کيږي چې:
◀ايا ماتم کول، لارو و کوڅو ته راوتل، د دغو پېښو غندل، د دغو پېښو په عاملينو باندې د مرګ شعارونه ورکول او داسې نور نمايشي کارونه ترسره کول دغه پېښې جبيره کولی شي؟
◀ايا ماتم کول، لارو و کوڅو ته راوتل، د دغو پېښو غندل او داسې نور نمايشي او احساساتي کارونه کول د دغو پېښو حل لار ده او که يا؟
خو ستونزه همدلته ده چې موږ په همداسې احساساتي او نمايشي کارونو باندې عادت شوي يو او ددې په ځای چې د ستونزو د اساسي حل لار په لټه کې شو موږ يوازې تش احساساتي او نمايشي کارونه ترسره کوو او د لار ورکو په څېر لارو و کوڅو ته راوځو او د مرده باد او زنده باد چيغې وهو
چې دا کار نه يوازې دا چې د داسې ناوړه پېښو مخنيوی نه کوي بلکې په ناوړه پېښو او افغان وژنو کې لا زياتوالی راولي ځکه چې د افغان او افغانيت دښمنان له دې نمايشي او احساساتي کارونو څخه دا قياسوي چې افغانان د د وی د شومو او ناوړه کارونو په ځواب کې يوازې تش احساساتي او نمايشي کارونه ترسره کوي
او بل خوا دغه نمايشي او احساساتي کارونه مو د ستونزو د اساسي حل لار له لټولو څخه عافله کوي
نو ددې په ځای چې د ناوړه پېښو د پېښېدو څخه وروسته نمايشي او احساساتي کارونه ترسره کړو
بايد د ستونزو د اساسي حل لار په لټه کې شو او عافله ملت ويښ کړو او ټول ملت په ګډه سره پردي او پردي پال له دې ټولنې څخه اوباسو او هغوی ته سخته سزا ورکړو چې د افغانانو له وژنې او ځورونې څخه خوند اخلي.
پای