
د ډیورند کرښې د رامنځته کیدو کړنلاره
د ډیورنډ توره کرښه یو په یو او ان په یوه کال او څو کلونو کې نه ده رامنځته شوې، هغو ته داخلي کمښتونو او د بهرنیانو اوږدمهاله لاسوهنو لاره اواره کړې ده. ډیورند کرښه د یوې اوږدمهالې، پلان شوې او څو مرحله ییزې دسیسې پایله وه. د هغه وخت حالات داسې وو چې کله انګریزانو او کله روسانو ایرانیان موږ ته لمسول او هغوی هم عسکري حملې او دسیسې کولې، د انګریز په لمسون پنجابي سکانو د لوی افغانستان ځینې ختیځې سیمې نیولې وې، په روسانو هم باور نه کیده، تل یې غداري کړې وه او هم یې د لوی افغانستان ځینې سیمې لکه پنجدې نیولي وې. یو متل دی چې کله د چا اوړه خیشته شي، هرڅوک ګوتې وروړي. کله چې کوم کس، کورنۍ، ولس او ملت بیوزله، بې ښو مشرانو، او وویشل شي، خاین او وطن پلرونکي پکې زیات شي هر څوک او ان د شتمنو کسانو غلامان هم ورباندې باداري زده کوي.
زموږ د خلکو د کم سیاسي شعور، خپل منځي شخړو، نالوستي توب، ملوک الطوایفۍ او قومي ټیکه داریو، د مشرانو د اختلاف او نورو کمښتونو څخه دواړو زبرځواکونو او سیمه ییزو ګوډاکیانو یې ګټه پورته کوله او زموږ هیواد یې بیا پرمختګ او د هوتکیانو او ابدالي د وخت برم ته رسیدو ته نه پریښود. په دې ترتیب انګریزانو ته ښه شرایط برابر وو، د بیل یې کړه ییل یې کړه (Divide and Rule) زاړه استعماري تخنیک، کله د زور او کله د تطمیع، مرستو او نورو چالونو څخه یې کار اخیسته چې امیر عبد الرحمن خان تر خوږ ګوته ونیسي او خپل پخوانی پلان چې د ډیورند د تورې کرښې تپل وو عملي کړي. امیر ته یې له یوې خوا پاڼ او بلې ته پړانګ رامنځته کړل، لمړی یې د ګندمک او نورو لوظنامو په لومه کې راګیر کړ، خو په یوه یې هم پوره وفا و نه کړه او لانوې ګوتې یې وغوزولې، دسیسو او فشارونو ته زور ورکړ، او بیا یې خپل اوږد پلان ورباندې عملي کړ، زموږ د خاورې یوه برخه یې بیله کړه او د ډیورند کرښه رامنځته شوه خو تر هغه وروسته بیا په رسمي او قانوني ډول هیڅ قانوني افغاني مرجع هغه نه ده منلې.
د ډیورند کرښې د رامنځته کیدو لاملونه کوم وو؟
د کرښې د تپلو لاملونو به ډېر وو خو د پوهانو په نظر ځینې مهم یې دا دي:
له پورته تاریخی ارزونو زده کولای شو او د ټولې نړۍ تاریخ هم ورباندې شاهد دی چې که خپلو دیني او ملي شعایرو، ملي ګټو او ننګونو ته پوره پاملرنه ونه کړو، په خپلو ملي بنسټونو (نهادونو)، امکاناتو پانګونه ونه کړو، اوږد مهاله او ستراتیژیک فکر و نه لرو بایلونکي به وو.
د تیر په څیر هر څومره چې شخړې او د نورو په لمسون نیابتي جګړې په هیواد کې اوږدیږي، زموږ هیواد به ورانوي، خلک او ځوانان به مو وژل کیږي، نهادونه به مو شړیږي، ښوونیز نظام به مو ړنګیږي او ګټه به یې نورو ته رسیږو او هغوی به په سیمه کې خپلې ستراټیژیکې سیاسي او اقتصادي ګټې او نفوذ تلپاتې کوي.
له تیرو سترو لوبو، ساړه جنګ، د روسانوسره د وروستیو څو لسیزو ستر ټکر، زموږ د ناځوانه او مکار ګاونډيو ملکونو لاسوهنې، په ملک کې نیابتي جګړې او زموږ د هیواد سیمه ییز او ستراتیژیک موقعیت څخه داسې ښکاري چې خطرونه اوس هم همداسې په خپل ځای دي. همدارنګه، وینو چې اوس هم هر چاته خپلې ګټې مهمې دي، نړیوال قوتونه او لا نور نوي لوبغاړي اوس هم د نویو پیچلو تګلارو له مخې زموږ له هیواد او سیمې سره چلند کوي، نو سترې ننګونې اوس هم شته بلکه لا زیاتې شوې هم دي. باید و منو چې دا ستونزې یوازې موږ ته متوجه نه دي بلکه ورته سیالۍ او ننګونې په یوه او بل ډول په ټوله نړۍ کې شتون لري او په راتلونکي کې به هم همداسې وي. نو درس دادی چې غافله نه شو، له عقلاني چلند څخه کار واخلو، ملي ویښتیا رامنځته کړو او پخپلو پښو ودریږو.
د هیواد د تیرو دوو پیړیو له تاریخه باید د اوس او راتلونکي لپاره درس واخلو او هم پوه شو چې د بهرنیانو د لاسوهنو لپاره تل داخلي لاملونه او کمښتونه لاره اواروي. باید پوه شو چې اوس کوم ورته کمښتونه لرو چې نه پریږدي موږ په خپلو پښو ودریږو او کیدای شي له لا نورو ستونزو سره مو مخ کړي. څه وکړو چې پخوانۍ تیروتنې جبران کړو، له اوسني بحران څخه ځان راوباسو، پرمختګ وکړو او ریښتینې هر اړخیزه خپلواکي او هوساینه ترلاسه کړو.
د ننۍ نړۍ شرایط د امیر عبد الرحمن خان تر زمانې زیات پیچلې دي، زموږ لپاره هم ننګونې زیاتې دي او هم ښه فرصتونه شتون لری چې ورڅخه ګټه اخیستلای شو ترڅو د ملک ستونزې حل کړو. ننګونې مو دا دي چې د پخوا په نسبت ګاونډي ملکونه مو زیات قوي، غدار او له مکره ډک دي. د هغوی د لاسوهنو لپاره اوس امکانات، رسنۍ، نړیوال انټرنیټي جال، مهاجرتونه، خلاصې پولې او نور لاره برابروي چې زیاتې ورانونکې مداخلې وکړي.
همدارنګه، موږ د خپل تاریخ په پاڼو کې ګورو چې تل زموږ د ملت تر بې سارو سرښندنو وروسته یا د نظام په جوړولو نه یو بریالي شوي او که مو جوړ کړی دوام یې نه دی کړی او د هیواد د غلیمانو په لمسون د هغوی لاسپوڅو بیرته ړنګ کړی دی. باید موږ افغانان په هره بیه چې وي، هر څومره ستراتیژیک ریاضت او صبر چې غواړي د یوه غښتلي مرکزي نظام او ملت جوړولو په ښکارندو او تګلارو ځان پوه او ورته ژمن شو، هنر یې زده کړو، خنډونه یې له مخې لرې کړو ترڅو له اوسنیو ناورینونو راووزو. دا به مرسته وکړي چې بیا د ډیورند په شان بله غمیره او یا نورې ناخوالې راباندې رانه شي، او هم وتوانیږو چې د ډیورند مسئله د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې حل کړو. نو موږ ته اړتیا ده چې خپل سوچ او نړۍ لید بدل کړو.
د ډیورند د کرښې له تپلو بل دا درس باید زده کړو چې که خپل تاریخ ته په فردي او ټولیزه توګه سمه کتنه نه کوو، څیړنې نه ورباندې کوو، د اوس او راتلونکي لپاره یې له تجربو کار نه اخلو ناورینونو به تل راباندې تکراریږي ځکه زموږ ولس او نوي نسلونه به د خپلو نیکونو او خپلو لاسته راوړنو او تیروتنو څخه بې خبره وي او ځان به نه شي اصلاح کولای.
د هغو درسونو په لړۍ کې چې له سترو لوبو، د ډیورند د فرضي کرښې د تپلو د وخت او د ساړه جنګ له تجربو او شرایطو یې اخیستلای شو دا هم دي چې نور موږ افغانان باید د نورو قوتونو سره د مشارکت تر څنګ زیاته ستراتیژیکه پاملرنه باید خپلو ملي نهادونو او وړتیاوو ته وکړو. د ستراتیژیک تمرکز معنی دا هم ده چې موږ افغانان لمړی خپلو کمښتونو او تشو ته ښه ځیر شو، هغه څه لمړی اصلاح کړو چې خپله یې مسؤل یو، خپله مو په ځان کړي او کنترول ورباندې لرو، او بیا وروسته د ستونزو په بهرنیو لاملونو باندې تمرکز وکړو، ځکه بهرني لاملونه ډېری وختونه د چا په کنترول کې نه وي. جاپانیانو تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته همدا لاره خپله کړه او پوهان وایي چې د بریا یو مهم راز یې همدا و.
په تاریخي لحاظ له ځینو کمو وختونو پرته موږ کله یوه او کله بل قدرت ته کتلي، په خپلو وړتیاوو مو نه اړینه پانګونه کړې او نه مو په ځان باور ته پوره پاملرنه کړې ده. که مو په ځان د باور اړتیا درک کړې وای، که مو د غوره ملي لوړ لرلید او هغه وخت واقعیتونو ته سم نظر کړی وای، موږ به له غفلت څخه د وتو خلاقه فشار او ستره انرژي په خپل ملي تفکر کې رامنځته کړی وای، نو بیا به مو سمه تګلاره هم موندلې وای او حتمی به مو بریا او ریښتینې هر اړخیزه خپلواکي تر لاسه کړې وای.
همدارنګه، یو بل مهم تاریخي درس چې باید افغانان یې له خپل تاریخ او د ډیورنډ د تپلو له وخته واخلو دادی چې تر یو څو کسانو پرته زموږ د مشرانو زیاته پاملرنه و لنډ مهاله جنګي مسئلو، یو څه وسلې، مهماتو او پیسو ته وه، په موږ کې د اوږد مهاله توان موندلو فکر زور نه وو اخیستی. دا خبره تر ډېره تر اوسه هم رښتیا ده. اوس هم چې زه ګورم زموږ په ډیری شنونکو او لیکوالانو کې پوره سیاسي شعور نه دی پیدا شوی، د هغوی په تحلیلونو کې د زیاتو خامیو نښې څه چې له عقدو ډک او د ماشومانو غوندې شیان لیدل کیږي. زه فکر کوم چې کلتوري ښکارندې زیات دوام کوي، دا زموږ له پخوا کلتوري او فرهنګي ستونزه وه او تر اوسه هم شته او موږ ټول افغانان په یوه او بل ډول پکې لتاړ دی.
اوس څه کول په کار دی؟
په دې هیله چې افغانان له تیرو ترخو تجربو ګټې واخلي، د اوس او راتلونکي لپاره یو ملي لرلید رامنځته او ورباندې راټول شي.
محمد عارف رسولي
کابل، افغانستان