په پوهنتون کې تحصيلي نصاب

کله چې د نصاب يادونه کېږي نو معنا به ترې د ښوونځيو او پوهنتونونو هغه ټاکلي روزنيز او تدريسي مهم مواد وي، کوم چې له هغه څخه زده کړيالان او زده کوونکي په خپله تحصلي او علمي دوره کې استفاده کوي. معمولاً نصاب هغه ته ويل کېږي، چې د يو ټاکلي او معين هدف لپاره ترتيب کړل شوی وي او په هېواد کې په ټوليزه معنا سره د پلي کولو وړ هم وي.
اوس ـ اوس که د پوهنتونونو تحصلي نصاب ته پاملرنه وکړو نو رامعلويږي، چې د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې، هر چا د خپلو اړتياو مطابق ځانته نصاب چمتو کړی او له هغه څخه په خپل تحصيلي جريان کې ګته پورته کوي.‎
آيا نصاب د اړتيا لپاره وي؟
ښکاره ځواب دا دی، چې هو! ځکه په هر ځای کې نصاب وخت ته په کتو او د ضرورتونو په اساس ټاکل کېږي. په نورو هېوادونو کې هم د وخت مطابق نصاب بدليږي را بدليږي؛ نصاب هېڅ ثابته تحصيلي بڼه نه لري. لکه څرنګه چې مخکې مو وويل؛ نصاب د تحصلي جريان لپاره ځکه مهم دی، چې له مخې يې موږ کولی شو، چې خپله تحصيلي دوره په ښه ډول سره پای ته ورسو او په دغه دوره کې د مسلک او علم له مهمو مسايلو او کړنو خبر وه اوسو. ممکن له ټاکلي نصاب پرته به موږ په لومړيو کې موخه يوه ټاکلې وي او په وروستيو کې به بيا بل څه ته رسيدلي و.
د نصاب د ترتيبولو لپاره اړتيا حتمي مطرح ده ځکه چې څوک د څه لپاره نصاب غواړي نو بايد د هماغې پوښتنې په ځواب نصاب هم ور برابر کړل شي.
‎د هېواد په کچه په علومو کې دا ناانډولي چې هر څوک ولې د خپل ځان لپاره ټاکلی نصاب لري؛ په ځانګړې ډول په پوهنتونونو او تحصيلي موسسو کې دا ددې لامل شوی، چې ټول لوستي او ځوانان يې په خپل مسلکونو او زده کړو کې سره په فکري او علمي ټکرونو کې مخ کړي دي.
د دغسې نصاب زيان هم بيا هم همدا وي، چې فارغان يې په وروستيو کې له ډول ـ ډول ننګونو سره مخ کېږي او په اداراتو کې په هغه سويه کار نه شي کولی، څومره چې تمه ترې کېږي ځکه ممکن هغه څه چې په ادارو کې له دوی څخه غوښتل کېږی نو هغه دوی نه وي لوستلی او په سم ډول کار هم بيا نه  شي کولی.
که فرضاً اوس د پوهنتونونو د تحصيلي نصاب ارزونه وشي او وکتل شي، چې څنګه دي، له يو او بل سره يې توپيرونه شته او کنه؛ نو ښايي تاسو به ډير توپيرونو پيدا کړی  او د محصلانو له غوښتنو او ستونزو څخه به هم په مستقيم ډول کره معلومات ترلاسه کړئ.
بناً تحصيلي نصاب په دغه جريان کې ډير مهم دی؛ ددې لپاره د هېواد په کچه ټول پوهنتونونه بايد سر په سلا شي او په يو داسې اړين او جامع نصاب فکر وکړي، چې هغه نصاب وروسته له فراغته د فارغ التحصيل محصلانو لپاره ګټور وه اوسي.
د هر مسلک او پوهنځي لپاره بايد د دوی د نصاب اړوند هغسې آثار او کتابونه وليکل شي، چې په هغه کې ټول محصلان له انحرافي لوري څخه وګرځي او د مسلک له مهمو ـ مهمو بحثونو سره مخ شي.
د معلومو آثارو ليکلو لپاره که د لوړو زده کړو وزارت يوه پاليسي جوړه کړي او له هغې څخه په استفادې د هېواد په کچه مشران او باتجربه استادان په دې مکلف کړي، چې هغوی يو معلوم او جامع اثر وليکي، وروسته بيا هغه اثر د وزارت په لارښونې چاپ شي او د پوهنتونونو د نصاب برخه وګړځي.
موږ به په دې سره يو ګټور نصاب ولرو ځکه چې د نصاب په برخه کې به د خپلواکو څېړونکو او ليکوالو د آثارو مخه ونيول شي، په ټولو پوهنتونونو کې به يو ډول تدريس کېږي او له فراغته وروسته به ټول محصلان په يو ډول کاري مارکېټ ته هم وړاندې کېږي.
۱۳۹۶هـ ش، وري ۲۴مه