د مايکروسافټ افيس پښتو پروګرام جوړ شوى



په کا بل کې دکمپيوټرژبپوهنې سيمينار برخه والو بي بي سي ته وويل چې ډېر ژربه دکمپيوټر د مايکروسافټ افيس پښتو پروگرامونه د مينه والو لپاره بازار ته وړاندې شي .
دغه پروگرامونه دافغان کمپيوټر پوهنې د ټولنې لخوا په پښتو ژباړل شوي . او خلک کولاى شي په پښتو ژبه د کمپيوټر د ورډ . اکسل ، اوټ لوک او پاور پاينټ په پروگرامونو کې کار وکړي.
په کابل کې په دغه دوه ورځني سيمينارکې په دې بحثونه کيږي چې پښتو ته دکمپيوټر دژبې د اړولو لپاره توري او کليمې پيداکړي . دافغان کمپيوټر پوهنې ټولنه وايي ددې لپاره چې افغانانو ته د کمپيوټر نه کار اخيستل اسانه کړي نوغواړي چې دکمپيوټر ژبه پښتو ته واړوي.
د لومړي ځل لپاره دکمپيوټر يو شمېر پروگرامونه پښتو شوي او هر څوک کولاى شي چې د انگليسي پر ځاى په کمپيو ټر کې د پښتو نه گټه واخلي .
دافغان کمپيو ټر پوهنې ټولنه چې له ٢ کلونو راهيسي پر دغه ډگر کې کار کوى وايي چې د کمپيوټر سره دافغان ټولنې ستونزو ته په کتو يې د ا کار پيل کړي او غواړي چې په راتلونکي کې دکمپيوټر گڼ پروگرامونه پښتو کړي .
د ټولنې اجرائيوي مشر عمر منصور انصاري وايي دا وخت يې د کمپيو ټر ٤ مهم پروگرامونه پښتو کړي دي چې په ادارو کې ځېنې گټه اخيستل کېږي.
(( له مايکرو سافټ کمپنۍ سره مو دوه پروژې درلودې ،يو د مايکروسافټ افس ٤ پروگرامه ورډ ، اکسل، پاورپاينټ او اوټ لوک چې ټولې مينو گانې او کمانډونه يې پښتو شوي او ژربه بازار ته وړاندې شي او بل وينډوز اکس پي پروگرام دى چې نوي په سلو کې کار يې پاى ته رسېدلى او د ٢ مياشتو په دننه کې به يې لس فيصده پاتې کار بشپړ شي . تر دې وروسته وينډوز اکس پي ٢٠٠٧ پښتو کوو ))
ښاغلى منصور زياتوي چې تردې وروسته به په ډېرې اسانۍ سره خلک کمپيوټر ياد او کار پکې وکړي .
دى وايي د کمپيوټر د پښتو گرامر د پروگرام په جوړولو بوخت دي چې دا به د ټولو هغو کسانو کار اسانه کړي چې د سمې پښتو لېکنې دستونزې سره مخامخ دي .
په همدې اړه کابل کې د پښتو ژبې او دکمپيو ټر د پروگرامونو پوهان په يوه دوه ورځنى سيمينار کې سره غونډ شوي چې د کمپيو ټر دژبې لپاره د پښتو توري پيدا او دکارونې ځايونه يې په گوته کړي .
دغه غونډې ته د ورډ دپښتو پروگرام هغه نمونه وښول شوه چې ټول کمانډونو ياتڼيو ته يې پښتو نومونه ورکول شوي او کار پرې کېده .
په دغه سيمينار کې د معلوماتي ټکنالوژى په اړتيا او گټو رڼا واچول شوه او په ډاگه شوه چې د ددې ټکنالوژى نه دگټې اخيستو پر وړاندې يو مهم خنډ دکمپيوټر ژبه ده . چې دوى ويل د نړۍ په ډېرو ملکونو کې خلکو کمپيو ټر په خپله ژبه اړولى. او په پښتو کې هم بايد دا چاره گړندۍ شي .
دافغانستان دمخا براتو وزير اميرزي سنگين وويل دمعلوماتي ټکنالوژى پښتو کېدل به په افغانستان کې د علم د پر مختگ او دځوان نسل دروزنې سره به ډېره مرسته وکړي . دده په وينا دغه کاربه په دولتي ادارو کې دکمپيوټر نه گټه اخيستل اسانه کړي .
د سيمينار گډونوالپه دې باور وو چې د کمپيوټر د سلگونو زره تورو ته د پښتو معادل پيداکول ستونزمن کار دى خو تر وسه وسه يې ددې کار دکولو يادونه وکړه .
خو ځينو نورو بياد کمپيوټر لپاره د دوديزوتورو دکارولو وړاندېز درلود . ددوى په وينا اوس پکې يوشمېر سخت نومونه او تورې ليدل کيږي .