د ټولو بمونو مور ( (MOAB)

پرون دغه خبر په ډیر درز سره د ورځپاڼو د لومړۍ کرښی ښکلا شوه چی په افغانستان کی میشت امریکایی ځواکونو پّمشرقی ولایت ننګرهار کی د داعشی اورپکو پّ وړاند تر ټولوځواکمنه غیر اتومی وسله (لس زره کیلویی بم) کارولی ده. اوپدی اړه غبرګونونه هم بیلا بیل وو.
 
اصلًا ددی کار اړتیا نشته! داعشیان کومه منظمه جبهه اوډګر نلری،هغوی د خرپ اوترپ (چریکی یا ګوریلایی)جګړه کوی اوهمدا راز ترهګریز بریدونه یی غوره جګړه ایزتکتیک دۍ. دغه نوۍ (د ټولو بمونو مور) لس زره کیلویی بم دوی په امریکا (نیوادا دښته) کی آزموییلۍ وو مګر د جګړي په ډګر کښي اوداچی په انسانو څه ډول اغیز لری هغه کار دوی په امریکا کی نشی کولۍهوری د چاپیریال ساتنی اداری اومدنی بنسټونه اجازه نه ورکوی.مخکی تر دی یی هم د لږ مقدار غنی شویو یوارانیمو ګولۍ په افغاانستان کی کارولی وی اود هغوی د روغتیایی او اروایی اغیز څیړنی اوپآیلی دامریکا د پنتاګون سره دی.که په لنډوکی یی سره ووایو دلته د افغانستان له ځمکی د لابراتوار اوانساناو څخه یی د لابراتواری موږکانو کار اخلی اوپه مقابل کی یی یو څو احمق پولی هیواد پلورونکیو ته ورکوی. ځمکه اوکور زموږ سوځی ،انسانان زمو وژل کیږی اوجګړه ایزی وسلی د دوی پر مختګ کویاولدی ځایه بازار موندنه (مارکټینګ)ورته کوی. دوی کولۍ شوای چی د داعش ترهګرو اورپکوپه وړاندی په لږمصرف د هغو توغندیو څخه کار اخیستۍ وۍ چی دانسانی وجود په تودوخه پسي درومی اویا یی هم  هیل فایر(Hellfire)  یا د دوزخ اور لارمیندونکوټوغندیو څخه کار اخیستۍ وۍ چی همدغه وروستنۍ کار دوی په ۲۰۰۱ کال کی په اورزګان ولایت او د توری بوړی په سمڅو کی هم کړۍ وو، او(Hellfire)  خوپه ټول افغانستان اووزیرستان کی د ډورن بی پیلوټه الوتکو له لاری تر سره کوی.  په پای کی یی هلته په تور بوړه کی بیا هم د هغی مهال تر ټولو ځواکمن غیر اتومی ((Daisy cutter بم وکاراوه. اوس نو راشۍ د ۱۶ میلیونه ډالرو بم+د الوتکی د الوتنی خرڅ او دنوموړی بم راوړل له امریکا نه تر دی ځایه پوری،څه فکرکوۍ په څو به تمامشوۍ وی؟! اوپایله یی د دوی له خولی۳۶ وسله وال داعشیان(؟؟؟) وژل شویدی،هیڅ عقل اومنطق یی نه منی. نه دلته تر کاسه لاندی نیمه کاسه ده. د داعشیانو او تالی څټو پردیپالو طالبانو له منځه وړل او د جګړی له ډګره ایستل ښه کار اودهر افغان د زړه هیله ده.مګرزموږد ژوند د چاپیریال خیال ساتل اود خلکو روحیات په نظر کی نیول بیا تر دی ډیره اړینه ده.د یوینم کیلومتر په شعاع یا د ۸،۲۵ کیلومتر مر بع په مساحت د ځمکی تخریباو په زرهاوو کیلوګرامه زهرجنی خاوری اودوړو پورته کیدل هوا ته اوبیا د انسانانو اوحیواناتوتنفسی سیستم ته داخیلیدل څه روغتیایی ستونځي زیږوی؟! پدی کیزهجن توکی هم شته چی د پیړیوپه اوږدو کی هم له منځه نه ځیاو نسلونه معیوب کوی،دچاودنی ساحی نیږدی ودانیوبنسټونه کمزوری کیږی،تر ځمکی لاندی د اوبو طبعی کانالبزاسیون ګډوډ کیږی اوایکوسیستم تغیر کوی. نوافغانانو ښه پکي خوشحاله اوسۍ .داعش هم د دوی تولیدات دی ،طالبان هم د انګریزانو تولیدات چی د سقاو د زوی نسخه یی د دوی په لاس کی ورکړی ده. بانه می سیل د ګلو ده څه نور به وګورم««»» اوتهچی پکی اوسي هغه کور به وګورم.
موږ دوښمن ضرور لرو اود هغوله منځه وړل د هر افغان د زړه هیله ده مګر د ژوند چاپیریال په قیمت. د دی مورنی ووطن د خاوری سره لږ زړه سوۍ پکار دۍ.