
د نړۍ په تاریخ کې د زبر ځواکونو تر منځ د ځمکې پر مخ په هر پېر کې زور ازموینې شوي، د دوی ترمنځ جګړې شوې، یو د بل سیمې یې لاندې کړي او په میلیونونو انسانانو په کې خپل ژوند دلاسه ورکړی، ابادۍ له خاورو سره خاورې شوي او د دې لپاره چې بل هغه یې غوښتنو ته غاړه کېږدي، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یې ډول ډول پلمې لټولي او د ځمکې مخ یې د هغو سیمو انسانانو ته د اور په تنور بدل کړي دي .
د نړۍ زبر ځواک دولتونو په مختلفو وختونو کې په مختلفو بهانو د نورو ولسونو حقوق تر پښو لاندې کړي، د دغو دولتونو سیاسي حاکمانو د خپلو جوړو کړو بهانو له مخې ځانونو ته دا حق ورکړی چې د نورو وګړو ازادي صلب کړي، ځمکې یې تر خپل کنترول لاندې راولي، د ځمکې لاندې طبیعي زیرمې یې خپلې کړي، د مختلفو لارو پرې چور او تالان ګډ کړي او د سیاست په ډګر کې یې دولتونه هم د ځان په ګټه وکاروي .
که د نړۍ د سیاسي تاریخ پاڼو ته ورشو، په مختلفو وختونو کې داسې زبر زواک دولتونه تر سترګو کیږي چې په خپل ټول توان سره یې د نورو ولسونو د وژنې او خپلو موخو ته د رسېدنې لپاره داسې لارې غوره کړي چې که څېړنه یې وشي نو د ځمکې پر مخ به یې پرته له سیاسي واک تر لاسه کولو نه بل هېڅ شی هم پیدا نه شو کړی چې هغه دې د دوی لپاره موجه دلیل وي او د دوی وژنو، چور او تالان ته دې قانوني رنګ ورکړي .
موږ په داسې خاوره کې ژوند کوو، چې د هېواد په داخلي چارو کې مو تل د ګاونډیو هېوادونو دولتونو لاسوهنې کړي، د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه هم په دغه ډګر کې غلي ناست نه دي، وخت نا وخت یې د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره زموږ خاورې ته لاسونه غزولي او د خپلو موخو د پلي کولو هڅه یې کړې ده .
د نړۍ د قدرتمندو هېواودونو څارګرې ادارې په دې ښه پوهیږي، چې څه ډول په نورو هېوادونو کې د مداخلې لپاره زمینه سازي وکړي، له کومو لارو بهانې جوړې کړي او په څه ډول د نورو دولتونو پښې د یو کمزوري هېواد خاورې ته را کاږي .
موږ هم نن په دغه ډول وضعیت کې ژوند کوو، له یوه لوري د امریکا سره ستراتيژک تړون لرو، د امریکا یو شمېر متحدین هم په افغانستان کې سرتيري لري، دوی په دې پلمه چې ګواکې ملي ګټې یې له خطر سره مخ دي او له دې ځایه د دوی ملي ګټې تر ګواښ لاندې دي، نو تر همدې عنوان لاندې یې دلته فوځونه رالیږلي او د هغو ډلو پر وړاندې جګړه کوي، چې د دوی په خبره د دوی ګټې تهدیدوي .
بل لور ته روسیه وایي چې د افغانستان اوسنۍ وضعیت ډېر خطرناکه دی، چې دلته وسله والې ډلې د دوی لپاره هم ګواښ را منځته کولی شي، د وسله والو ډلو په اړه بیا روسیه بل ډول دريځ لري، دوی بیا یواځې داعش د ځان لپاره ګواښ ګڼي او له طالب سره د نږدې کېدو په حال کې ده .
کله چې په یوې سیمې کې قدرتمند دولتونه خپلې ګټې سره په ټکر کې وویني، هله نوپه سیمه کې د دسیالۍ ډګر د ګرمېدو په حال کې شي، دلته بیا تر هغو دولتونو چې د رقابت او سیالۍ په حال کې دي هغه سیمې ډېر زیان ویني چې د سیالۍ په ډګر بدلې شوې وي .
په دغسې نازکو حالاتو کې بیا د سیاسي واک هغه چلونکي او هغه دولتونه ګټور تمامېدی شي، چې د ولس ملاتړ ورسره وي، په دغسې حالاتو کې یواځنۍ قوه چې هېواد له ستونزو او کړاونو څخه ژغورلی شي د ولسونو ملاتړ دی، دا هله شونی دی، چې د سیاسي چارو چلونکو د زیرکتیا درلودلو له کبله له وړاندې څخه د ولسونو ملاتړ تر لاسه کړی وي، ولسونه یې پر ځان راټول کړي وي، د ولسونو او دولت تر منځ فاصلې شتون ونه لري، ولس د سیاسي چارواکو د ښې حکومتولۍ له کبله ځان په حکومت کې شریک وګڼي او چارواکي د ولس په غم کې ځانونه شریک وګڼي .