
زه ډاکتر محمد داود مـیرَکی یم او په امـریکا کې اوسـیــږم. هـیله کوم چې په مستعار نوم د سرسپـيــن کچـکول، لاندې اصل لـیکـنه خپــره کړئ. دغه لیکـنه ډاکتر سید خلیل الله هاشمیان ترجمه کړې وه او پرون(۹ اپریل ۲۰۱۷) په افغان -جرمن انلاین کې خپـره شوه. د ډاکـتر هـاشمـیان دغـه خـدمت د ډېــرې ستایـنــې وړ دی! نن (۱۱ اپریل ۲۰۱۷) ښاغلي سید هاشم سـدید هم په افغان -جرمن آنلاین کې د پوهاند هاشمیان د فارسي ژباړې د متن له مخې خپل نظر څرګند کړی دی. دا به ښه وي چې اصل پښتو متن یی هم خپورشي او ډېـر خلک پرې پـه ټــول افــغا نستان کې پوه شي. په درناوي!
مـیــرَکی
طـالــبــانـو تـه د سولې وړانـديز
سرسپـین کـچـکـول
۲ اپرېــل ۲۰۱۷
منلو افغان طالبانو وروڼــو اسلام علیکم!
د ۲۰۰۱ ز د اکتوبر په ۷، په افغانستان بانـدې د امریــکې له بربڼډ یرغــل راهیسې څه د پاسه ۱۵ کالونه تـیر شول. د دغه اوږد یرغل ستراتجیک ګټه پـخــپلـه امریکې او برتانوي پاکستان ته رسیدلې ده او غـټــه بدبختي یې په ټــول (لــر او بـر) افغانستان کې پښتون مـلــت ته رسـیـدلې ده. اوس چـیـن او روسـیـه هــم غواړي چې په افغانستان کـې خپلې ستراتجیک ګــټې خونــدي کــړي. پــاکستان چې یــو دلال (کومپــرادور) دولت دی او د افغانستان په خاوره یی خيـټـه اچولې ده، ځـان د روس او چـیـن په ټـیـم کې شامل ګـڼـي.
اوس ستاسـې درنـو او سر تـیـرو افغـان طالــبــانـو مسـولـیــت دی چې د سـرچـاودنـو په ځای د خــپـل هـیـواد مـلـي ګـټــو ته کلکـه پـامـلـرنه وکـړئ. افغان طالـبان بـایـد د اباسیـن مـیـنــځ خپــله سـیـاسـي پـولـه وګـڼـي، نـه د انګريـز مارتیمر ډیـورڼـډ ۱۲۳ کلنه استعماري او تحمیلي ليــکه. د کابل لاسپوڅې، ګډه وډه او فاسده اداره د ملي ګټو په ارزښت نه پوهيـږي ، ځکه چې سر یې د خــیـټـې لانـدې دی.هـیله ده چــې افــغـان طـالــبان بــه په دې اړه زر تر زره د نیـواکـګـرې امریـکـې د اړونــدو مقاماتوسره تماس ونـیـسي او په دې ډول په ټـول افغـانسـتان (لـر او بـر) کې د سوکالـۍ ژونـد ته لار پرانیـځي.
[افغانستان د نړیوالو قدرتونو د تقارب مرکز دی، او اوس یوځل بیا د نړۍ والو قدرتونو د سیالۍ ډګر ګرځیـدلی دی. موږ افغانان هغسې افغانستان نه غواړو چې د نیواک لانـدې به وي؛ بلکې دا روغه ګڼو چې افغان طالبان دې دامریکې د اړوندو مقامونو سره وګړېـږي او ګډې ګټې او هدفونه دې د یو بل سره شریک کړي ددې لپاره چې د استعمار په واسطه وېـشل شوی پښتون ولس د ټول افغانستان په ټـغـر کښـیني او د ټول افغـان احساس ته په خپل زړه کې ځای ورکړي، او شعورا دهـرې سیمې افغان خپل هیوادوال او خپل ورور وګـڼي.]ـ ډاکترمیرَکی
اسلام په عــربستان کې نـازل شو. نــن د خــلـیج ټــول هـیـوادونـه د خپل ټـینـګوالي،
امنـیـت، او تـجارت لپاره د امـــریـکې ملاتــړ ته اړتـیـا لـري. ټول افغانستان (لـر او بـر) ستاســې په شان د خــپـلو ځامنو کفایتونو ته اړتیا لري. هـــر څومـره چې جګړه اوږدېـږي، هــغــومره پخوانـي فاسـد عناصر فاســدې ادارې ته ورنــنـوځي. هـیـله ده چې خپل نظـر به خپور کړئ.
په درناوي.
کچکول