ملتونه ولې ماتیږي؟ د دارون عجم اوغلو او جیمز رابنسن ګډه لیکنه ده، چې له انګربزي څخه علاوه په نورو ژبو هم ژباړل شوي او دا دی زمونږ ځوان ژباړن محمد نظیم سمون صیب مونږ ته د اکسوس کتاب پلورنځي پر مټ په خوږه پښتو دغه لوی اثر تر مونږ راوساوه.
سمون صیب دا کتاب دومره خوږ ژباړلی، چې لوستونکی په کې د ژباړې څرک نه محسوسوي او فکر کوي دا کتاب په پښتو ژبه لیکل شوی. کتاب خورا ګټور، په ریسرچونو او ځیړنو ولاړ او د ځمکنیو واقعیتونو په رڼا کې لیکل شوی. کتاب د لسګونو مثالونو په ورکولو لوستونکی د ملتونو عروج او نزول، بریا او ماتو، سوکالۍ او فقر او بلاخره انتظار او هوډ په ظریفانه انداز ور معرفي کوي. کتاب هوسا ملتونه او او مات شوي ملتونه سره پرتله کوي، کتاب ډیرې پخوانۍ فرضیې، چې د ملتونو په سرنوشت کې ټاکونکې بلل کیدې رد کړي او نړیوالو ته یې په خلاصو سترګو د هغه څه په باره کې رښتیا ویلي کوم، چې تر اوسه لا ډیری ورته متوجه نه وه.
لیکوالانو هڅه کړې تر څو سرمایه داري نظام د تر ټولو ښه او وړ نظام په توګه لوستونکو ته ور معرفي کړي. کتاب کې استعمار د ملتونو د ماتې د لوی فکټور په توګه په ماهرانه انداز له پامه غورځول شوی او یا سر سري پري تیر شوي.
د افغانانو لپاره ددې کتاب اهمیت هله زیاتیږي، چې لیکوالانو په نړۍ کې هغه سیمې، هیوادونه او ټولنې د خپل تحقیق لاندې نیولي، چې په یو ډول زمونږ ټولنې ته ورته دي. کتاب په وروسته پاته هیوادونو کې فساد، ظلم، قانون ماتونه، د زده کړو ناوړه وضعیت، د بنسټون نه شتون او د فاسد نظام شتون له هغو عواملو پیژني کوم، چې ملتونه ماتوي.
د (نوګالس) د سیمې یادونه، چې د یوې کټارې په وسیله د دوه هیوادو په ویش کې سره جلا شوي کافي ده د ټولنو په تکامل کې د جغرافیې فکټور فرضیه رد کړي. زمونږ لوستونکو ته د نوګالس په لیدو د ډیورڼډ لاین دواړه خواوې او د آمو د دریاب دواړو خواوو ته پراته ازبکان ور په زړه کوي.
کتاب په ۳۰۷ مخ کې یو وړوکی عنوان د (خبیسې کړۍ) په نامه لري، چې هو به هو زمونږ د هیواد وروستیو یوې نیمې لسیزې ته ورته ده. همدلته لیکوالان لوستونکو ته هغه څه ور په ګوته کوي، چې څنګه په ماتو ملتونو کې د واک د دوام جګړه د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ په وړاندې دیوالونه جوړوي.
لیکوالانو په دې هکله سرالیون د نمونې په توګه وړاندې کړی، چې څنګه عالي مقامات ټاکل کیږي او بیا څنګه د دوی واک د عمر تر پایه او له مرګه وروسته د میراث په ډول ددوی خاندانونو ته لیړدول کیړي. لیکوالان په سرالیون کې د واک د ویش یوه شورا معرفي کوي، چې د Ruling house په نامه یادیږي او دغه شورا د واکونو د ویش سرالیوني اصلي مرکز ده، چې مونږ یې هم کله د حل او عقد او کله د مجاهدینو د مشرانو تر نامه لاندې لرو.
که همدا د Ruling house شورا په خپل هیواد کې وڅیړو نو په آسانۍ د موندلو وړ ده او دغه شورای د هیواد په کچه ښایي له اته شلې وتلو کورنیو زیاتې نه وي.
د هر ملت د ماتیدو لپاره ضروري نه ده، چې لیکوالان دې د هر ملت لپاره ځانګړی کتاب ولیکي، ډیر ځله په کتاب کې ذکر شوي موارد په لږ تفاوت په هره ماته ټولنه او مات ملت کې د لیدو وړ دي.
لیکوالانو د نړیوالو مرستو د اغیزو، ګټو او تاوانونو په هکله زمونږ هیواد د نمونې لپاره وړاندې کړی، چې د حکومت، خلکو او نړیوالو لپاره د تامل وړ ده.
له بن څخه له یادونې تر ملیاردونو ډالرو راتګ پورې د لیکوالانو څیړنې روانې دي او له دغو مرستو یې زړه بوږنوونکي ارقام را ایستلي. لیکوالان ادعا کوي، چې د ټولو راغلو مرستو یوازې له (لس) څخه تر (شل )سلنه پورې دا مرستې افغانانو ته رسیدلې او نورې ټولې یې په مالومو او نامالومو لارو تللي.
نړیوالو مرستو تر هرڅه د مخه دولت د مسلکي کدرونو له تشې سره په ان جي او ګانو کې د لوړو امتیازاتو په شتون کې مخ کړ. په مرستو کې د ډونرانو له پالیسۍ سره سم زیربنایي کارونو ته هیځ پام ونه شو او له سرکونو، کلینیکونو او څه مکتبونو څخه ور آخوا یوه زیربنایي پروژه هم د کار لاندې ونه نیول شوه.
دلته هر هیواد د خپلو ملي لویو ګټو او موخو په اډانه کې راغلي وه او یوازې همغه کارونه یې وکړل، چې دوی ته یې لومړیتوب درلود. د ریښتیني ملي حکومت نه شتون ډونرانو ته دومره لوی لاس ورکړ، چې آن زمونږ فرهنګ، تاریخ او ارزښتونه له ننګونو سره مخ شول. بهرني مرستې، چې کله د ملي حکومتونو لخوا مدیریت شي په هغه کې د کار او اشتغال له زیړیدنې پرته د ټولنې متعادله وده، سوکالي او پرمختګ هم په نظر کې نیول کیږي، خو که دا بهرنۍ پیسې د پردیو په لاس د پردیو لپاره وکارول شي ملتونه له نفاق، بدبینۍ، تقابل او مخامختوب او په کور کې د کورګیو جوړولو ته مخه ورکوي، چې پایلې یې د ملتونو له ماتې پرته بل څه نه شي کیدای.
د بهرنو مرستو دوام د یوه ملت وګړي تیارخواره، لټ او حکومتونه یې بې کفایته کوي. د ډیرو بهرنیو مرستو په شتون کې د ملتونو د تقاضا ګراف دومره لوړیړي، چې د تنګسیا په وخت بیا ښایي داسې ناخوالې رامنځته کړي، چې د ملت په ماتیدو پای ته ورسیږي.
ملتونه بې کفایته مشرتوب، د ملي پروګرامون نشتوالی، بهرنیو ته په هره چاره کې د لوی واک ورکول، میراثي دبدبې، د قانون ماتونه او نه تطبیق، د ملي هوډ نه شتون، قومي کړکیچونو ته لمن وهل، د شتمنو او بیوزلو تر مینځ د واټن ډیریدل، د بنسټون نه جوړونه او د ملي لوړو ګټو نه تعریفیدل ملتونه ماتوي.
د ملتونه ولې ماتیږي کتاب لوستل او دهغو څیړنو پرتله، چې کتاب را اخستي په افغان هیواد کې د ملي فکر د زیږون او تقویې لپاره ټولو ځوانانو ته توصیه کوم . سمون صیب د داسې کتاب په وړاندې کولو ددې وړ کڼم، چې مونږ ټول هیوادوال د هغه هځې وستایو او د لا بریاوو هیله ورته وکړو.
وروستي