افغانستان د زبرځواکو د سيالیو ‌‌‌‌‌‌ډګر

د افغانستان اوسني وضعیت او د روس پراخیدونکي نفوذ ته لنډه کتنه : داسې ښکاري چې نړيوال ځواکونه د یو او بل په مقابل کې خپل زورونه په افغانستان کې  په یوه ډراماتیک او ډیر تازه شکل سره پیلوي، چې هر زبر ځواک غواړي چې په افغانستان کې خپل رقیب ته ماتي ورکړي او خپل نفوذ زیات کړي ، دا ځل حالات د ۱۹۸۰ کالونو په پرتله ډیر پیچلي او مغلق شکل لري، ځکه چې زبر ځواکونه ټول یوه یا څو ترهګرې ډلې په افغانستان او یا په سیمه کې لري، چې خپل پراخیدونکی نفوذ  په سیمه کې تامین کړي، او خپل مفاد لاسته راوړي ، نو ځکه دا ځل حالت تر بل هر وخته خطرناک او پیچلي دي، او بل اساسي علت يې دادی چې دا ځل زبر قدرتونه په څو ګروپونو تقسیم شویدي او ددوی هدفونه او ګټې مختلفې دي ، چې کاملآ د یو او بل په خلاف دي ، نو اوس داسې ښکاري چې د امريکا پنځلس کلن موجودیت ساحه په افعانستان کې ورځ تر بلې محدودیږي . چې عمده علت یې تر استعمال څخه وروسته هم پر پاکستان باور کول ؤ ، پداسې حال کې چې د پاکستان او امریکا ملګرتیا د یوې دوه لاري شکل درلود ، چې د دې دوه لاري تر اخر قسمت وروسته د هر چا لارې بیلیدلې ، او عین تردې حده چې د دوی ګټې د یو او بل په خلاف واقع کیدې ، نو ځکه باید د دوه لاری تر اخر وروسته باید پاکستان ځپل شوی وای ، چې داسې ونشول ، نوهمدا سبب و چې پاکستان د خپلو ګټو د خوندیتوب په خاطر له روسیې سره نوي لوبه شروع کړه ، دا چې روس ډیر د مخه د موقع ته سترګې په لار ؤ ، نو ددې لوبې شریک کول يې د پاکستان  قبول کړه ، چې په نتيجه کې د روس لاس په اسانۍ سره تر طالبانو ورسید. دا چې امریکا د لوبې ته په ۲۰۱۴ کال کې پام شو نو ضرور یې وبلله چې د طالبانو بدیل پیدا کړي، نو ځکه اسلامي ډله رامنځته شوه چې په ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په میاشت کې يې په افغانستان کې رسمآ د موجودیت اعلان کړ ، چې د افغانستان وضغیت لا پسې خراب شو ، ځکه چې روس ، ایران او چین هم ترې په ویره کې شول ، چې په نتیجه کې روس ورو ورو په مستقیم ډول خپلې اړیکې د طالبانو سره ښکاره کړې، اوس نو روس د خپل قوي نفوذ پر طالبانو څخه د ګټې اخیستنې د پاره غواړي چې د افغانستان په لوبه کې د یو کلیدي غړي رول ولوبوي، کوم چې امريکا يې نه غواړي ، مګر که چېرې امریکا د روس په راتلونکي کانفرانس کې ګډون وکړي دا به یې ستره غلطي وي ، او روس ته به د افغانستان په قضیه کې رسمیت ورکړي ، چې په نتیجه کې به خدای مکړه په افغانستان کې د سوريې په څېر وضع رامنځته شي ، چې پایلې به یې تر بل هر وخت څخه خطرناکې وي. دا  باید هم یادونه وشي چې په دا ۱۵ کالونو موده کې هیڅ زبرقدرت هم ونشو کولای چې د افغانستان په شته حکومت باندې باور وکړي، ځکه چې شته حکومت کې د پخوانیو مجاهدینو موجودیت او قوت دا فضا له منځه وړي ده ، چې د موضوع افغانستان بهراني حالت خواته روان کړیدی.