په غني کې د پښتنو فقر

د (۲۰۱۴)م کال له جنجالي ټاکنو وروسته محمد اشرف غني احمدزی د پښتنو په مېړانه ولسمشر وټاکل شو، خو د خپل بې زړه توب له کبله یې حکومت مقابل لوري سره نیم په نیمه کړو ، د حکومت بنسټ په معاملې سره کيښودل شو چې تر ننه دا معاملې دوام لري او په هیواد کې د شته سیاست پوهانو په اند ولسمشر اشرف غني په کورنۍ ، سیمه اییزه او نړيواله کچه یو ناکام سیاستوال دی ، د دې تر څنګ چې ولسمشر محمد اشرف غني په سیاست کې ناکام دی، په اقتصادي لحاظ هم د یو نامتوازن پرمختګ په لور په ډيرې چتکۍ ګامونه اخلي. د هيواد یوه لویه برخه یې له پامه غورځولې ده . هغه کارونه چې ولسمشر په خپله دوره کې ترسره کړي په لاندې ډول دي :
۱- په حکومت کې د نا اړین تشکیل رامنځته کول او داسې خلک پرې ګمارل چې د هيواد لپاره یوه افغانۍ ګټه هم نه لري، بې له دې چې زموږ ولس پرې نور هم د بې وزلۍ کندې ته ټیل وهي دا په داسې حال کې ده چې په داسې وختونو کې هيوادونه خپل تشکیلات راکموي، ترڅو د عادي لګښتونو مخه ونیول شي او لګښتونه په پرمختيايي کارونو ترسره کړي، دا ټول امتیازات یوازې یوې ډلې لپاره دي.
۲- افغان حکومت په (۵۷) سلنه خاوره واک لري، نیم یې اجرایه ریاست سره ده چې (۲۸.۵) کيږي کله چې همدا نیمه برخه بیا په څلورو برخو (ولسمشر،جنرال دوستم،سرور دانش او احمد ضیا مسعود) سره وویشل شي، نو بيا ښاغلي ولسمشر ته چې په اصطلاح د پښتنو استازی دی (۷.۱۲۵) سلنه واک رسيږي . په دې برخه کې هم یو شمیر کوچني قومونه له ولسمشر څخه برخه غواړي چې دا سلنه شاید پينځو ته راښکته شي.
۳- په پښتنو سیمو کې نا امني لاپسې ډیريږدل ،د کندوز سقوط، هلمند، ننګرهار، زابل، اروزګان، لغمان او یو شمیر نورو پښتون میشتو سیمو امنیت ورځ تر بلې خرابیدل او چیرته چې امنیت نه وي هلته یوه وړه اقتصادي پروژه هم نه تطبیقيږي .
۴- په ملي بوديجه کې پښتنو ته ډيره کمه ونډه ورکول چې ښه مثال یې د لويې پکتیا ولایتونه دي.
۵- د پښتنو سیمو سټراتيژیک اهمیت ورځ تربلې د کمیدو په درشل کې او په دې برخه کې هيڅ کړنه نه ترسره کول، یوازې په دې بهانه چې موږ له پاکستان سره اړیکې نه غواړو، خو دی پښتونخوا هم د پاکستان یوه برخه ګڼي، د ډيورنډ د کرښې په اړه تل بې غوره دی، د ډیورنډ په کرښې د پنجاب له خوا د دروازو جوړول، اوس لا د اغزن تار خبرې هم کيږي .له بلې خوا د پنجاب له خوا د چین د هغې پروژې پنجاب ته اړول چې (۴۶) میلیارده ډالره لګښت لري ورسره به (۷۰۰۰۰۰) پښتنو ته د کار زمینه هم برابره شي ،همدارنګه د مرکزي اسیا او منځنۍ اسیا د سوداګرۍ دروازې پيښور او کويته دي په دې اړه چپ کیناستل که څه هم چین څو ځلې دا مسلې په اړه همکاري ژمنه وکړه چې کندهار او ننګرهار پورې د اورګاډي د پتلی جوړه ول خو افغان حکومت پرې ځان غلی نیولی دی .
۶- دپښتنو په سیمه کې په سلګونه ښونځيو تړل، د افغانستان د پوهنې وزارت د سړو سیمو د نوي تعلیمي کال د پیل په درشل کې وویل، په درست افغانستان کې له ټولټال ۱۷۴۸۲ ښوونځیو څخه لږترلږه ۱۰۰۶ ښوونځي بند دي.اکثره بند ښوونځي د افغانستان په جنوب کې دي چې دا د راتلونکو کلونو لپاره د جنګ بشري قوه رامینځته کوي.
۷- په سیمه کې د چاه بهار په نامه په ایران کې د یو سوداګریز بند رامنځته کول، دا یو ښه ګام دی، خو دلته د متوازن پرمختګ لپاره هم باید نورې سیمې په نظر کې ونیول شي، خپله چاه بهار د سیاسي لوبې لپاره رامنځته شوی هندوستان په کې د پاکستان او چين لپاره پانګونه کوي، ځکه چې چاه بهار په 73 کیلومترۍ کې شتون لري، له بله اړخه هندوستان غواړي له پاکستان څخه د منځنۍ اسیا بازار ونیسي، په همدې ډول جاپان هم د چین په مقابل کې غواړي په چاه بهار کې پانګونه وکړي،ایران غواړي د افغانستان د اوبو په مقابل کې په افغانستان د یو فشار وسیله رامنيځته کړي، تر ټولو مهمه برخه دا چې ایران د نړۍ له ټولو هيوادونو سره چې موږ ورسره ملګرتیا لرو، اقتصادي اړیکې نه لري .په همدې ډول د لويې پکتیا،لوی ننګرهار،لوی کندهار او پښتونخوا له پامه غورځول .
۸- اقتصادي پرمختګ یوازې دا ګڼي چې د لار بدلون ومومي، دا په داسې حال کې ده چې د لار بدلونه هیڅ ګټه نه لري، ځکه دا مسله له ډير پخوا څخه په افغانستان کې دود ده، د هيواد په ختیز کې له پاکستان سره پوله وخت نا وخت د پنجابي پوځ له خوا لاره ټړل کيږي، اوسمهال په شمال کې هم امنیت خراب دی، که نور هم خراب شي، نو امکان لري چې د منځنۍ اسیا لار د امنیتي ګواښ له ویرې لار وتړي له بلې خوا ایران هم د ځان لپاره د فشار وسیله لټوي د افغانستان په وړاندې ځکه همداوس په نیمروز کې د کمال خان بند د جوړیدو مخه نیسي که افغانستان په ایران تکیه وکړي، نو په راتلوونکي کې موږ ته دلارو د بندیدو ګواښ دی .
۹- د هيواد کانونه په بې رحمه توګه کیندل زور واکان پرې حاکم دي، نو په دې اړه دی هیڅ هم نه کوي.
د پورتنیو کړنو له کبله په ټوله کې افغانستان او په ځانګړې توګه پښتانه لسګونه کلونه نور هم شاته لويږي او جګړه به نوره هم په دې سیمو کې اوږديږي .
حل لاره يې په هيواد کې د وارداتو د تعویض لپاره کار کول ورسره د هيواد د اوبو مهار چې په بهرنۍ سوداګرۍ کې افغانستان له شته ستونزو څخه ژغوري .