دفاع وزارت په تکتیکي شاتګ کې سنګین او لسګونه پوځي وسائط طالبانو ته پریښودل

تېره شپه په هلمند ولایت کې  سنګین ولسوالۍ د طالب ځواکونو له لوري ونیول شوه. 
د طالبانو ویاند قاري يوسف احمدي نن سهار خبر ورکړ چې د یادې ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، مهمه نظامي قرارګاه ( پې آر ټي ) او ورڅېرمه ټولې پوستې د دوی ځواکونو له یوې میاشتې کلکې محاصرې روسته نیولې دې. 
همدا راز طالبانو ويلي چې په دې ولسوالۍ کې یې ۲۹ شوبلې، ۱ زغروال ټانګ ، ۳۴ رینجر موټر، یو سراچه موټر، ۵ کرولا موټر، یو لنډکروزر، ۸ تراکتوران، ۱ بلډوزر، ۲ دتېلو ټانکرونه، ۷ د برق ماشینان اوپه زیاته اندازه ګڼ شمېر وسلې اومهمات  هم نيولې دې.
بل پلو د دفاع وزارت دا نه مني چې طالبانو دې د سنګین ولسوالۍ نیولې وې او وایي چې له سنګین ولسوالۍ نه د دوی عسکرو د وزارت په امر سره تکتیکي شاتګ کړی او هلته د ملي اردو ځواکونو یوه ثابته اډه پرېښې او ګارنیزیون ته چې په شکر شیله سیمه کې قرار لري تللي دې.
راځئ تکتیکي شاتګ لږ وڅېړو:

د حرانیتا او خندا ځای دا دی چې دفاع وزارت د ولسوالۍ مرکز پریښودل تکتیکي شاتګ بولي؟

که دا رښتيا تکتیکي شاتګ وي، نو ولي امریکایانو د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او مهمه نظامي قرار ګاه د الوتکو په مټ لوټې_لوټې کړه؟
د ولسوالۍ پر مرکز او امنیه قومندانۍ بمبار کول له دې پرته چې امریکایانو جمع حکومت یې د بېرته نیولو خوبونه ناممکن بللې کومه بله مانا لري؟ د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ خو د انتقال وړ نه دې چې امریکایانو دې له دې وېرې چې هسې نه طالبان یې له ځان سره لکه پوځي وسائط انتقال کړي بمبار کړي وي؟
ولي دولتي عسکر د الوتکو په مټ له ولسوالۍ یووړل شول؟ 
که رښتيا هم دا ولسوالۍ د طالبانو له لوري محاصره نه وای او هلته لکه د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک چې وایي کومه جګړه نه وای، ولي عسکر په الوتکو کې انتقال شول؟ 
که رښتيا هم دا تکتیکي شاتګ وای نو لږ تر لږه خو به عسکرو خپل پوځي وسائط او وسایل له ځان سره وړي وای؟ که دا تکتیکي شاتګ وای نو عسکر به د جګړې له ډګره په الوتکو کې نه تښتېدلی؛ که دا تکتیکي شاتګ وي نو د نورو مهماتو ترڅنګ د ۲۹ شوبلو او رینجر موټرو پريښودلو ته دفاع وزارت کوم پرتوګ ګنډلای شې؟ په داسې حال کې چې د ۲۹ شوبلو پرمټ طالبان ۲۹ ولسوالۍ نیولای شې، چې د ناوې او سنګین نیول یې ژوندۍ نمونې دې.
په جګړه ییز ډګر کې تکتیکي شاتګونه دښمن ته د قوي ګزار ورکولو،  پوځونو او مهماتو د ساتلو لپاره ترسره کیږي، خو په افغانستان کې د عسکرو هغو تېښتو ته چې یواځې غوږونه د جګړې له ډګره روغ وباسې او هرڅه مهمات خپل دښمن ته پریږدي تکتیکي شاتګ ویل کیږي؛ د افغانستان په تاریخ کې شاید دا په لمړي ډول تکتیکي شاتګونه وي، چې تر شا یې لسګونه پوځي وسائط او وسایل پاته کیږي؛ طالبان به اوس هغه د استاد ياسر خبره کوي چې » خدای دې دا ډول تکتیکي شاتګونه نور هم ډېر کړي «.
د پورته پوښتنو ځواب څرګند دی چې دا ولسوالۍ او دلته مېشت عسکر له یوې میاشتې راهیسې محاصره پاتې و او هره ګړۍ د طالبانو تر بریدونو لاندې و، بلآخره عسکرو خدای خبر څومره زارۍ او چیغې دفاع وزارت ته کړې وې، چې طالبان مو وژني ژوند مو وژغورئ!! دفاع وزارت یې هم خبره منلې، په الوتکو کې یې انتقال کړي او ایله یې د عسکرو ژوند وژغوره.


دولت او امریکایانو سنګين له ټول زور وهلو روسته هم ونشو ساتلای:
د سنګین والسوالۍ په نيولو سره طالبان کولای شې د ګرشک ولسوالۍ تر برید لاندې ونيسې او په خورا اسانۍ سره یې لاسته راوړي، دا ولسوالۍ خورا مهمه ولسوالۍ ده، ځکه امریکایانو او دولت پرې ډېر زورونه ووهل. 
سنګین کې د سلگونو دولتي ځواکونو تر څنګ امریکایي عسکر هم مېشت ول، د سنګین بازار ته څیرمه د موبايل له خادې سره په مهمه نظامي قرارګاه کې امریکایان هم مېشت دې، د سنګین د سیمې خلګ د دې خبرې عیني شاهدان دې چې څو ورځې وړاندې د طالبانو له لوري یو امریکایي عسکر هم په همدې سیمه کې ووژل شو، د عسکرو او امریکایانو ترڅنګ د امریکایانو هوايي ځواک هم د سنګین ساتلو بې حده کوښښ وکړ، د سنګين ولسي وګړي وایي چې د امریکایانو څو ډوله الوتکې د بمبار کولو لپاره ۲۴ ساته پر فضا ګرځي راګرځي. 
څو اوونۍ وړاندې طالبانو په یو سرتیري برید او مخامخ جګړه کې دولتي عسکرو ته سخته مرګ ژوبله واړوله، له هغه روسته امریکایي الوتکو پر سنګین ولسوالۍ سخت هوايي بریدونه وکړل چې ۳۰ تنه ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله، چې ډېری یې ښځې او ماشومان و. 
په هلمند ولایت کې د امریکایانو له مهمې قرارګاه » شوراب هوايي اډې « نېږدې هره ورځ د سنګين پر ولسوالۍ توغندیز بریدونه کېدل چې ملکي کسانو ته یې ځاني او مالي تلفات اړول؛ خو له دې ټولو هڅو او کوششونه سره سره نه امریکایان وتوانیدل او نه هم دولت چې سنګین تر خپلې ولکې لاندې وساتي او بالآخره طالبان بریالي شول چې هلمند کې یوه بله ولسوالۍ هم ونيسي.


د دولتي چارواکو لاپې او د طالبانو خاموش ځواب: 
نيږدې د دولت او بهرنيانو هر ټیټ پوړی او لوړپوړی چارواکی په لاپو_شاپو وهلو کې خورا مهارت لري، دوه ورځې وړاندې حنیف اتمر د ملي امنیت شورا سلاکار طالبانو ته ګواښ وکړ، چې که طالبان د سولې له پروسې سره يوځای نشې له جدي اقداماتو سره به مخ شي. 
همداراز اشرف  غني هم د مونیخ په نړیوال کانفرنس کې طالبان وګواښل چې که تر راروان پسرلي پوري سوله ونه کړي، د قطر دفتر به یې وتړل شي، نېږدې هره ورځ له رسنیو سره دولتي چارواکي طالبانو ته ورته لاپې وهي، خو طالبان یې ډېر وخت په عمل کې ځواب وایي. 
د حمل په لمړۍ ورځ اتمر طالبانو ته لاپه ووهله چې دا دی طالبانو د سنګين په نيولو سره خاموش ځواب ورکړ. 
یواځې سنګين نه دی بلکې د کندهار پر نیش ولسوالۍ سخت بریدونه روان دې، چې ډېرې برخې یې طالبانو نیولې او پر میشتو عسکرو یې د محاصرې کړۍ راتنګه کړې، شاید هغوی هم د سنګين په څیر ډېر ژر تکتیکي شاتګ کولو ته مجبور شي. د هیواد په کوټ_کوټ کې خو واړه بریدونه او د طالبانو پرمختګونه بې حسابه دې.
د چارواکو وروستۍ هیله هم ناکامه شوه: 
هلمند کې امریکایانو او دولت زر ساعته عملیات اعلان کړل، ترڅو د لښکرګاه ښار محاصره ماته کړي او د سقوط له ګواښ نه یې وژغوري، خو دا دی له همدې عملیاتو څو ورځې تیریږي چې امریکایانو او چارواکو ته ایله له لښکرګاه نه تر نادعلي ولسوالۍ پوري له طالبانو نه د لارې نیول هم خوب ښکاره شو. ګډ ځواکونه د نادعلي ولسوالۍ ته بې لارې ننوتل، له څو ورځو راهيسې له طالبانو سره په جګړه بوخت دې، خو تر اوسه یې د نادعلي ولسوالۍ هم پوره نه ده نیولې د لشکرګاه ښار د محاصرې ماتول خو هسې یې یو خیال پاتې شو، البته یواځې دغه لاسته راوړنه یې لرله چې په یوه چاپه کې یې د طالبانو له روغتیایي زندان نه لسګونه په مخدره موادو روږدي کسان ازاد کړل، چې په همدې زندان کې یې د کورنیو په غوښتنه درمنله کېدله.
نتیجه: 
دولت ته په کار دې چې د لاپو وهلو پر ځای د طالبانو له لوري د سولې اسلامي او انساني شرایط ومني؛ باید پوه شې چې د خارجیانو مرستې د هغوی لپاره همېشنۍ بریا نشې کېدلای یوه ورځ به له ټول افغانستان نه تکتیکي شاتګ کوي، نو ښه به دا وې چې له عقله کار واخلي او بهرنیو ځواکونو ته ځواب ورکړي؛ ولس دې هم خپل بچیان د عسکرو په ډول په دې پردۍ جګړه کې نه قرباني کوي، باید د خپلو بچیانو ژوند وژغوري او د جګړې پر ځای دې سولې ته کار وکړي.