رسنئ و پېژنئ

رسنیز فعالیت او ژورنالیزم ( په خپل مېکانیزم کې ) مقدس مسلک ، د پرمختګ سمبول او د ټولنو لپاره اساسي اړتیا ده . رسنئ د ملتونو اجتماعي او فردي ستونزې او د هغوی حل لارې د ملتونو په منځ کې شریکوي او په دې توګه د ټولنیزو مشکلاتو کچه کموي .
رسنئ د ملت سترګې ، غوږونه او خوله ده . د رسنیو ږغ د ولسونو ږغ دی او د دوی فعالیت د ولس د ږغ ژوند دی .
له بده مرغه په افغانستان کې د ۲۰۰۱م څخه بیا تر دې دمه په ټولییزه توګه رسنئ د ژورنالیزم د اصولو خلاف د تبلیغاتي ماشین په څېر فعالیت کوي او د نظامي ځواکونو غړيتوب کوي .
د امریکایې یرغل سره همهاله په افغانستان کې د پروژو په توګه رسنیو او ژورنالیستانو داسې فعالیت پیل کړ ، چې د افغان ولس د عقیدې ، ارزښتونو ، مقدساتو او دیني اصولو سره په ټکر کې دی . لکه د ډیموکراسۍ او سیکولرزم خپراوی ، فحشا او بې دینۍ ته تبلیغ ، د اسلام د احکامو انحراف ، تردید او سپکاوی ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او قرآن کریم توهین ، د کفري او غربي عقایدو او افکارو ترویج او په نظامي بخش کې د افغانستان په روانه جګړه کې یک طرفه قضاوت او د یوه اړخ ( حکومت ) غړیتوب او ملاتړ .
موجوده ژورنالیستان د جګړییز حالت راپور د حکومتي چارواکو څخه او د هغوی په اجازه ترتیبوي او په هر ځای او وخت کې یوازي د دولت بریا ښیې . دوی د طالبانو سیمې ته کله هم نه ځي او نه هم د طالبانو واقعي راپور خپروي . د روانې جګړې په اړه ډېر ناسم ذهنیت خپروي او په خلاصه خوله طالبان خارجیانو او بهرنیو استخباراتو ته منسوبوي .
دوی په جګړه کې د ملکي تلفاتو پړه تر ډېره پر طالبانو اچوي آن که ملکي کسان په چاپه یا بمبارد کې د خارجیانو له خوا هم وژل شوي وي .
د افغان ولس سره هم د ژورنالیستانو چلند ناسم دی : کله چې حکومتي چارواکي کوم ملکي کس نیسي او ورپوري د وسلو او ماینونو تور پوري کوي ، سمدستي یې ژورنالیستان د طالب یا پاکستاني په نوم تعریفوي او په رسنیو کې یې نشروي . موږ ډېر داسې شواهد لرو چې حکومتي چارواکو او پولیسو د بازار - دکان - کور - مسجد - او نورو ځایونو څخه یو ملکي بې خبره کس پورته کړی ، له څه مودې شکنجو وروسته یې پر کوم سرک یا چوک په ډزو وژلی او سمدستي ژورنالیستانو خبر نشر کړی چې دا طالب ؤ او د پولیسو د ګزمې پر موټر یې برید وکړ او د پولیسو په ډزو کې ووژل شو . حال دا چې د سیمې ټول خلک شاهدان وي چې نوموړی کس کوم غریب دکاندار او ... ؤ ، او موده وړاندې پولیسو تښتولی ؤ .
زموږ د لیکنې هدف هغه سلګونه ژورنالیسان او لسګونه رسنئ دي چې په پورته اوصافو ملوث دي . هو په تیرو کلونو کې موږ داسې ژورنالیسان هم ولیدل چې د ژورنالیزم حق یې سم ادا او دغه مقدس مسلک یې په خپلو اصولو کې پرمخ بېوی . چې په وروسته کې د خپلو وظایفو څخه لري کړل شول او تهدید شول او د ګوتو په شمار یو - نیم اوس هم شته .
موږ د افغان ولس د بار - بار غوښتنو پر اساس د ژورنالیزم د مسلک اصلاح کېدل غواړو ، موږ غواړو چې رسنئ باید د رسنیو په حیث فعالیت وکړي د تبلیغاتي ماشینو په حیث نه . د طالبانو څخه غواړو چې د ژورنالیستانو او رسنیو لپاره یوه واضحه برنامه او اصولي میکانیزم غوره کړي ، تر څو د رسنیو څخه د اسلام ، هیواد ، ولس او ... پر ضد غلطه استفاده ونه شي ، په نظامي او استخباراتي اهدافو کې ونه کارول شي ، افغان ملت له فکري ارتداد او انحراف څخه وژغورل شي او افغان ولس ته د ژورنالیزم په مسلک کې سالم خدمت وشي .