
معاصر دوران د اعلام او نړیوالتوب عصر بلل کیږي،مطلب دا چې د ټیکنالوژۍ د پرمختګ له امله خلک تر پخوا سره نږدې شوي او ټولنیزو رسنیو خو نړۍ په یوه کلي بدله کړې چې کاروونکي یې کولای شي له مشرق څخه د مغرب خلک مخاطب کړي او خپل پیغام ورته هم مهال ورسوي. دې ته په پام سره هیوادونه او ملتونه یو څه ته ضرورت لري چې د هغې په ذریعه خپلې موخې ته ځان ورسوي او د ځان د کامیابۍ لپاره ترې کار واخلي چې هغه مطبوعات دي مطبوعاتي ډګر په اوس نړۍ که هغه څه دي چې له هغه پرته کوم هیواد یا کوم ملت د خپل ځان وجود او مؤثریت نشي ثابتولی او د قوي مطبوعاتي دستګاه په مټ کولای شي ډیر خلک اغیزمن او خپله خبره پرې ومني. د نظامونو د کنترول لپاره معاصره نړۍ اوس تر هر څه زیات مطبوعات په زیاته پیمانه استعمالوي ځکه مطبوعات نظامونه ړنګولی او له منځه وړلی هم شي او همدا راز د مطبوعاتو پر مټ یو هیواد خپل نظام په بشپړه توګه ساتلی هم شي که یو هیواد وغواړي چې په کوم بل هیواد یا ملت مسلط شي او یا یې ونیسي دوی کولی شی چې د مطبوعاتو په زور په هغه ځای برلاسي شي تر څو چې هغه ځای ته نظامي ځواک رسیږي وړاندې به هغه ځای د مطبوعاتي جنګ له کبله د دوی هر کلی کوي د وخت امپراطوریو او ځواکمن هیوادونو چې کله هم په کوم هیواد یرغل وروړی له وخت وړاندې یې مطبوعات تر خپل کنټرول لاندې راوستلي ځکه د یو هیواد په نیونه او اشغال کې تر هر څه زیات رول مطبوعات لوبولی شي په افغانستان د امریکې له یرغل مخکې بوش وویل چې موږ لس کاله وړاندې جنګیدلي یو او په خلکو کې مو ښه نفوذ کړی دی د بوش د دې خبرې حقیقت هلته روښانه کیږي چې څوک یو ځل په افغانستان له یرغل وروسته حالت مطالعه کړي نو پوه به شي چې دوی(امریکې) له وخته وړاندې د نفوذ لپاره څومره ذهن سازي کړي وه په افغانستان د امریکې له یرغل سره سم ټولو هغه هیوادونو چې له امریکې سره د افغانستان په یرغل کې شریک وو په هیواد کې دننه ټول مطبوعات او چاپي رسنۍ تر خپل واک لاندې راوستلې او د خپلې موخې د رسیدو لپاره یې تر هر څه زیات له مطبوعاتو کار واخست مخالفین یې له همدې لارې وځپل او خواخوږي یې ځان ته راجلب کړل اوس چې موږ له یو داسې دښمن سره مخ یو چې په پر مختللې ټکنالوژۍ او په داسې مطبوعاتو سمبال دي چې پر مټ ېې دوی وکولی شوای هیوادونه اشغال کړي نو د دې لپاره موږ هم پیاوړو او غښتلو مطبوعاتو ته اړتیا لرو ځکه په اوس وخت کې د یو هیواد او ملت لپاره د مطبوعاتو شتون له ضروریاتو څخه او حتی وجود یې حتمي دی که چیرې کوم ملت او یا هیواد مطبوعات ونلري نو دا پریږده چې دی به خپل مخالف لوری وځپي او د خپل فکر لارویان به زیات کړي بلکه خپل وجود هم نړیوالو ته نشي ثابتولی په جهادي مبارزه کې د مطبوعاتو د ډګر غښتلتیا ځکه تر ټولو اړینه ده چې د دې پر مټ موږ کولی شو ویده ملت راویښ کړو او په جهادي روحیه او عقیده یې سمبال کړو د مطبوعاتي ډګر مقابله موږ ته د خوږ نبي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له وخته راپاته ده او دا زموږ د آخرني پیغمبر سنت دي چونکه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې عربو زیات او ښه عمیق شعراء درلودل او شعر جوړول،ویل د هغه زماني یو تود مطبوعاتي ډګر بلل کیده نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم چې یو سیاسي،پوځي قائد وو ویې غوښتل چې له کفارو سره مطبوعاتي جګړه هم پیل کړي چې د لومړي ځل لپاره یې د مکې پر دیوال د انا اعطینا کاالکوثر سورت ایاتونه راځوړند کړل او د مکې ټولو کفارو ته یې چیلنج ورکړ چې مقابله یې وکړي خو د هغه الهي قول په وړاندې د مکې ټول جاهل شعراء ګونګ پاتې شول چې په دې طریقه زموږ خوږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم د هغه وخت فکري جګړه هم وګټله دا چې د زمانې په تیریدو سره هر څه بدلون خوري مطبوعاتي ډګر هم د معاصري نړۍ سره یوه نوي بڼه غوره کړې ده چې له امله یې باید موږ او تاسو هم د معاصرو مطبوعاتو له لارې د خپل دښمن مقابله وکړو کفري مطبوعاتو د نړۍ د خلکو په سترګو کې موږ د وحشت د استازو او د بشر ضد انسانانو په توګه ورمعرفي کړي یو نو زموږ لپاره دا ضروري ده چې د خپل ځان په اړه دنیاوالو ته د ځان سپیناوی وکړو او ووایو چې زموږ داعیه برحقه ده موږ بشر ضده نه ،موږ د خپل حق غوښتونکي یو د مطبوعاتو پر مټ موږ کولای شو نړۍ ته ځان د یو سیاسي او پوځي ځواک په توګه ورمعرفي کړو لکه څنګه چې تر یو بریده دې ځای ته رسیدلي هم یو که مطبوعات نه وي نو موږ به خپله حقه داعیه تر خلکو په کومه طریقه رسوو او که چیرته په اوسني عصر کې موږ مطبوعات ونلرو نو خپل ملت به ټول راڅخه پردی شوی وي لکه څنګه چې د دې واقیعت شاهدان هم یو تنها دا نه ده چې دښمن مو مات کړ دښمن دلته دومره هګۍ اچولي دي چې په پیړیو به یې هم موږ له بدمرغي څخه ونه ژغورل شو نو د دې ژغورلو لپاره په اوسني دور کې تر ټولو ښه لار د مطبوعاتو ډګر تود ساتل او د ښه پیاوړو مطبوعاتو درلودل دي