آيا طالبان او داعشيان په رښتيا خوارج دي؟

هغه ډله چې قرآن به ناسم تعبیروي، هغه آيتونه چې د کفارو په اړه نازل شوي دي دوی به يي پر مسلمانانو د پلي کيدو هڅې کوي، عمرونه به يي کم وي، ويښتانه به يي اوږده وي، د قرآن د پلي کيدو نارې به وهي خو خپله به هيڅ ترې خبر نه وي. حضرت عمر رضی الله تعالی عنه فرمايي: خوارج د الله تعالی په نزد تر ټولو بد کسان دي ځکه دوی د کفارو په اړه نازل شوي آيتونه په مسلمانانو  پلي کوي.
امام طبري په خپل يو کتاب کې د خوارجو په اړه په کړي لنډ بحث کې ليکي:« ان الخوارج لما خرجوا من العراق فعدلوا الی المداین فجعلوا یقتلون النساء والولدان –ویبقرون بطون الحبالی ویفعلون افعالا لم یفعلوهماغیرهم.» کله چې خوارج له عراق څخه را و وتل او مداين ته متوجې شول، دوی به ښځې او ماشومان وژل، او د حامله وو میرمنو نسونه به يي څيرې کول او داسې اعمال به يي کول چې تر اوسه هيڅ چا نه وي کړي.» ((تاريخ طبري))
خوارج به د خپلو چارو په خاطر علماوو ته رجوع نه کوي، د خوارجو په منځ کې هيڅ ريښتونی عالم نشته دی او نه هم داسې کتاب لري چې ټول منلی دې وي. که يي نه منی د طالبانو دا شته مشران ښه وګورئ آیا ملاعمر تر طالبانو مخکې چا پيژانده، آيا ملامنصور تر مشر کيدو مخکې چا پيژانده، آيا دا شته هبت الله چې ځان شيخ الحديث او يا شيخ القرآن هم بولي چا پيژانده؟ ځواب يي نه دی ځکه دوی هر يو په يو وار را پورته شوي دي او هره دعوه هم په خپل سري ډول کوي که داسې نه وي نو دا طالب چا منلی؟ چا راوستلی؟ او څوک غواړي چې د طالب وحشتونه دې همداسې روان وي؟
په تاريخ طبري کې له حضر علي کرم الله وجهه څخه روایت شوی دی چې فرمايي: خوارج نه د قرآن کريم قاريان دي او نه هم هم په تاويل پوهيږي، او دوی چې څه کوي په اسلام کې هيڅ نشته دي. ښه همدلته د دوی د قتلونو، ظلمونو، تکفير او نورو فتواوو په اړه فکر وکړئ.
اوس نو: آيا په اوس وخت کې د خوارجو په منځ کې تاسو داسې عالم وينی چې مخکې دې پيژندل شوې څيره وي؟ د دوی په منځ کې حتی يو کس هم نشته بلکه ټول تنکي ځوانان او يا په محروميت کې سپين ږیري شوي خلک دي چې ډير کم له اسلامه خبر دي. خوارج تل هغه ته ژمن وي چې دوی ټاکلی وي دا د امیرالمومنين او خليفه لقبونه چې دوی چاته ورکړي دي دا نه د مومنانو منل شوي آمرين دي او نه هم د اسلامي ټولنې په خوښه رامنځ ته شوي خلفا، امرا او يا حکما.
ډيری علما وايي چې خوارج تر ډيره هغه کس ته چې دوی ټاکلی وي ژمنتيا فرض بولي او که څوک يي نه مني بيا يي پر ضد دريدل واجب بولي. علمي کمزورتيا او د دوی په منځ کې ډير جهل، سرتمبه ګي او په خپله خوښه فتوا ورکول يي ستر خصوصيات دي. 
خوارج به اهل ذمه ته په ډيرو مواردو کې هيڅ هم نه وايي خو مسلمانان به يوازې ددې لپاره چې دوی نه مني په قتل رسوي او بیا به وايي چې دا څوک خوشې کوو هغوی له موږ سره تړون لري، چې ښه بيلګه يي د روسانو په ننګه را ميدان ته شوی طالبان، د لويديځ په ننګه افغان وژونکي داعشيان او نورې ترهګرې او تباهکارې ډلې دي. باور وکړئ دا به ډير د افسوس ځای وي چې د طالبانو له سپيڅلي نوم څخه ګټه پورته کونکې پاکستانۍ ډله دې د يو نيم ميلیون افغانانو قاتل مسکو خپل دوست وبولي او بیا دې د دوی په ننګه په افغانستان کې وحشتونه او ظلمونه وکړي.
خوارج به په خپلو اعمالو وياړي او هم به يي يو ډول په خلکو په زوره مني. د خوارجو په اړه د اسلام سپيڅلي پيغمبر فرمايلي دي: په راتلونکې کې به ستاسو په منځ کې داسې اقوام راشي چې ډير ښکلی عبادت به کوي او خلک به ورته هک پک وي او دا ډله به هم خپل کار ته ډير مغرور وي. خو دوی به له دين څخه داسې وتلي وي لکه څنګه چې غشی له کمان څخه وتلی وي: امام احمد.
د خوارجو د بدعت يوه نښه هم داده چې دوی به په وړه خبره خلک له دينه وتلي بولي او تل به خلک په زوره اړباسي چې توبه وکړي. دا کار دوی له حضرت علي کرم الله وجهه سره هم وکړ او ورته يي وويل: ای علي که ته توبه وکړې نو موږ به هم له تیرو کړنو څخه چې زموږ ا و ستاسو په منځ کې تيرې شوي دي تير شو.
د خوارجو به ډيره تکيه پر جګړه وي، حضرت ابن عباس رضی الله تعالی عنه فرمايي: د خوارجو نښه داده چې دوی به تر ډيره په نښته تمرکز کوي او کوښښ به کوي ستونزې ډيرې کړي، ان تر دې چې په عقايدو کې به هم پلټنې کوي چې دا د خوارجو نښه ده، د عقايدو دا پلټنه او توپير شونې ده د طالب او داعش په منځ کې ښه در معلوم شي ځکه طالبان داعشيان تکفيريان بولي او داعشيان بیا طالبان.
خوارج تل نيکې خبرې کوي خو اعمال يي ډير زشت او بدرنګه وي د اسلام سپيڅلی پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي:«یحسنون القلیل ویسیئون الفعل» خبرې يي ښکلې خو اعمال يي ډير ناسم دي.
اوس نو راځئ طالب او داعش ته راشو:
دوی ډيرې ښې خبرې کوي کفري نړۍ تل ګواښي خو وحشت او دحشت يي په اسلامي هیوادونو کې پيل کړی دی او هڅه يي هم د افغانستان د مسلمان او دينداره ولس قتل کول او له وحشتونو سره مخ کول دي،آيا تر اوسه تاسو ليدلي دي چې دوی دې ورته وحشت په کوم کفري هیواد کې کړی وي؟ آيا تاسو تر اوسه ليدلي دي چې طالبانو دې د افغان ولس په خاطر کوم کافر له افغانستان څخه د باندې وژلی وي؟ ځواب نه دی ان تر دې چې د خلکو په کورونو کې د طالب د پټيدو له امله خوار ولس د بمباریو او وحشتونو ښکار شوی دی او بیا هم دلته د دوی پر دې وحشت د تاييد لپاره به د اسلام د سپيڅلي پيغمبر پر هغه مبارک حديث بسنه وکړو چې فرمايي:«خوارج د دوزخ سپي دي»
د اسلام سپيڅلی پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي:«من اعان علی قتل مسلم بشطر کلمه –ای بکلمه – لقی الله مکتوب بین عینیه آیس من رحمه الله. رواه ابن ماجه» هغه څوک چې د يو مسلمان په وژنه کې ډيره کمه مرسته هم وکړي الله تعالی ته به په داسې حالت کې ودريږي چې په ټنډه به يي لیکل شوي وي د خدای له رحمت څخه ناهيلی دی.
اوس نو موږ شکر الحمدالله ټول مسلمانان يو،ټول په اسلام پوهيږو، ټول لږ تر لږه که نه پوهيږو که هڅه وکړو پوهيدای شو تاسو او خدای دا په افغانستان کې په تیرو ۱۵ کلونو کې د طالب د وحشتونو له امله د چا کور وران شوی دی؟ څوک بې کوره شوی؟څوک بې عزته شوی؟ او د چا بچيان يتميان شوي او در په در شوي دي؟ آيا په کلیو کې د روانو وحشتونو، هدفي وژنو، سړي تښتونې، وحشت او بيکارۍ کچه درمعلومه ده؟ آيا د طالبانو او نورو خوارجو تر ولکې لاندې سيمې ته مو سفر کړی دی؟ آيا په يادو سیمو کې مو له چا سره د زړه درد کړی دی؟ آيا د وحشيانو تر ولکې لاندې سيمو کې لومړني خدمات، ښونځي، پاخه سړکونه، پلونه، علمي مراکز،له لمونځ کونکو ډک جوماتونه، برښنا،انساني آزادي او نور حقوق شته او يا هم چیرته هسې  په پام کې نيول کيږي؟ په ټول کې ځواب نه دی ځکه چې پر موږ د امارت او خلافت په نوم مسلط وحشيان په اصل کې هغه د دين ضد ډلې دي چې د بغاوت او طغيان  نعره يي  د حضرت علي کرم الله وجهه د مبارک خلافت پر مهال پورته کړه او پای يي هم په وينو لړل شوې کربلا شوه.
#خوارج