موږ تل اسلام ته ځان ژمن ګڼو او په اسلامي لارښوونو سر ورکوو خو په ځيني وختونو کې چې بيا د اسلام پريکړه زموږ د نظر خلاف وي او او مادي تاوان مو په کې وي هغه وخت بيا اسلامي ارشادات شاته پریږدو او د خپلو مادياتو په خيال کي يو لکه يو څوک چې ځان به په پوره توګه مسلمان ګڼي او په هر حالت کې به ځان د اسلامي لارښوونو ژمن ګڼي خو چي د خور يا لور د ميراث يادونه ورته وکړې هر څه به له ياده وباسي او وايي به زه خو څه بيغيرته نه يم چې زلمي زامن به مې وي او زه به مي شته (دارايي) په لور يا خور ويشم . که ورته ووايي اسلام دا امر کړې. سم له واره به درته وايي زه ته اوس ماته د اسلامي لارښوونو يادونه مه کوه دا خبرې خلک له ما زده کوي. خو د میراث په ورکړه کې باید موږ په خپلو خويندو يا او لوڼو رحم وکړو. او پرته له دې چې لور يا خور مو تاسې دي ته ځير کړي چې د هغوی حق ورکړئ تاسي بايد په خپله دې ټکي ته ځير واوسئ. ځکه په ډيرو وختونو کي خور يا لور په دي فکر کې وي چې که له تاسې خپل میراث وغواړي هسی نه چی تاسو تري خوا بدي شئ.او يا په دي ويره کي وي که له تاسې میراث وغواړي د ټولنې خلک به هغوی ته په سپکه سترګه وګوري. بله دا چې دا خبره اسلام هم کوي چې د لور يا خور څخه د ورکړی (ریشتې) په وخت کي بايد پوښتنه وکړل شي. هغه داسې که چيري مو د لور يا خور د غوښتلو(ریشتې) لپاره يو څوک راشي نو بايد له لوڼو او خويندو پوښتنه وکړئ . خو که زموږ په ټولنه کې که يو څوک له داسې ډول حالت سره مخامخ کيږې نو بيا د اسلام له دې غوښتنی خپل غيرت غوره ګڼي. او دا ډول خلک بيا دا چاره د ځان سپکاوی ګڼي او وايي. ولی زه څه نه پوهيږم .او که زه به د خپلې خور يا لور بده غواړم. مګر نه داسې نه ده چې ته به يا ناپوهه یې او يا به د خپلې خور يا لور بده غواړې بلکې راتلونکی ستاسی د لور او يا خور دی او پريکړه يي هم بايد هغوی وکړي. او که داسې مو ونه کړل او خپله غوښتنه مو په جبر (زور) سره په خپلو لورڼو او خويندو تحميل کړه. ستاسی دا چاره به دهغوی دبربادۍ سبب شي په دي برخه کې تاسې مسووليت لرئ چې هغوی د خپلې پريکړي مثبتو او منفي ټکو ته ځير کړئ. او نور بايد هغوی خپلي پريکړي ته پريږدئ.
وروستي