د خوشال بابا فکري بهير ۱۷۱غونډه له معمول سره سم د تېرې پنجشنبې ورځې د ماسپښين په ۲بجو د قاري حزب الله له خوا د قران عظيم الشان د مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه. ورپسې قاري حنظله د لوی رب حمد بيان کړ او د غونډې ځانګړې وينا د ښاغلي عبادالله طغيان نيازي له خوا وشوه.
ښاغلي نيازي، چې په خوشال بابا فکري بهير کې يې د لومړي ځل لپاره ګډون کړی و، خپله وينا تر ډيره د خپل شخصي ژوند هسکو ټيټو ته ځانګړې کړې وه. نيازي وويل له زده کړو سره مې بې کچې مينه درلوده خو معلوليت او د کورنۍ بد اقتصادي وضعيت مې د مخکې تګ پر وړاندې ستر خنډونه ول. ښاغلی عبادالله طغيان نيازی دوه د لسانس او يو د ماسټرۍ سند لري او د دريو خصوصي کمپنيو د مشرۍ چارې پر غاړه لري. ده د خپلې ځانګړې وينا پر مهال تر ډیره پر لوړې حوصلې او کلک هوډ ټينګار وکړ او ويې ويل، کله چې حوصله لوړه او عزم ټينګ وي، نو هېڅ خنډ به د انسانانو د بريالي کيدو مخه ډب نه کړي. نيازي، چې پر خپلو پښو تګ نه شي کولای او د لېږدوونکي وسيلې (ويلچير) په مرسته له يو ځایه بل ځای ته د تلو لپاره ګټه پورته کوي، خوشال بابا فکري بهير کې د ځانګړې وينا پر مهال وويل:
"زه بايد هره ورځ په ۱۲بجو پوهنتون ته تللی وای. يوه ورځ د سړک پر غاړه موټر ته ولاړ وم. ويلچير مې په ښاري موټرونو کې ځايېدو نه او د ټکسي لپاره راسره پيسې نه وې. د ماښام تر ۶بجو پر سړک ولاړ وم، خو موټر مې پيدا نه کړ. نهيلی نه شوم، له ټولو ستونزو سره سره مې زده کړو ته دوام ورکړ"
نيازي د زده کړو په ارزښت ټينګار وکړ او د خوشال بابا فکري بهير له ګډونوالو يې وغوښتل چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د غونډې په بله برخه کې ښاغلي عبدالرقيب نوري (د اوباما د وينا فن) کتاب غورچاڼ وړاندې کړ. (د اوباما د وينا فن) د امريکایي ليکوالې شل لينه کتاب دی چې ښاغلي عبدالرقيب نوري ژباړلی او اکسوس کتاب پلورنځي خپور کړی دی. د ښاغلي نوري په وينا د کتاب انګريزي بڼه ټولټال ۱۲څپرکي لري چې په لومړيو نهو څپرکو کې يې د اوباما په هغو مهارتونو خبرې شوې دي چې پر مټ يې نوموړی خپلې وينا ته ځانګړی راښکون وربښي او په پاتې دريو څپرکو کې يې بيا په مختلفو وختونو کې د اوباما د عمومي ويناوو متنونه راټول شوي دي. ښاغلي نوري وويل، ده پښتو ته يوازې د کتاب لومړي نهه څپرکې يا د کتاب هغه برخه را ژباړلې چې د اغېزناکې وينا په برخه کې پکې د اوباما پر مهارتونو بحث شوی دی.
د غونډې وروستۍ برخه بيا د افغانستان د اسان خدمت ادارې په تړاو د دې ادارې د مشر ښاغلي شهزاد اريوبي پريزينټېشن ته ځانګړې شوې وه.
ښاغلي اريوبي وويل د افغانستان د اسان خدمت ادارې موډل يې له اذربائيجان څخه هېواد ته راوړی دی. د ده په خبره د اذربائيجان هېواد دې ادارې په ۲۰۱۵زيږديز کال کې د غوره عامه چوپړتياوو د وړاندې کوونکې ادارې لقب واخيست، له دې ادارې د خلکو د رضايت کچه ۹۹سلنه ده او د اذربائيجان ولسمشر ويلي، که چا په دې اداره کې د فساد يوه وړه بېلګه هم ومونده، دی چمتو دی چې ډالۍ ورکړي.
د ښاغلي اريوبي په وينا د اسان خدمت ادارې موخې عامه خدمتونو ته د هېوادوالو د چټک لاسرسي، د دولت او خلکو تر مينځ د باور را مينځته کول او برښنايي چوپړتياوو ته د زمينې برابرول دي.
د اسان خدمت ادارې مشر وويل، تر دې مهاله يې د اوو دولتي بنسټونو ۴۶خدمتونه په نښه کړي، چې د همدې ادارې له خوا به تر پوښښ لاندې راوستل کيږي. ښاغلي اريوبي زياته کړه، په کابل کې د دې ادارې لپاره د يوې پرمختللې او مجهزې ودانۍ د رغونې چارې رواني دي، چې د روان زيږديز کال تر پايه به په کابل کې د اسان خدمت لومړنی مرکز پرانيستل شي.
په پای کې ښاغلي ډاکټر خوشال روهي غونډه و ارزوله او له ګډونوالو يې د هغوی د ورتګ له امله مننه وکړه. د يادونې ده چې د خوشال بابا فکري بهير ۱۷۲غونډه د روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د ماسپښين په دوو بجو د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز په دفتر کې جوړيږي.
وروستي