آغلې ایمن احمد عبدل عطی له ۲۵ کلونو وروسته د اول ځل لپاره له خپل کوره په داسی حال کې بیرون شوه چی د وجود غوښې یې یو لوی امبار ښکاریده. آغلې ایمن چی ۳۶ کاله عمر لري ۵۰۰ کیلو ګرامه وزن یې دی چې د نړۍ تر ټولو د زیات وزن لرونکې میرمن ده، نوموړې د مصر هیواد اوسیدونکې چې پرون شنبه د مصر له الکسندریا هوایي ډګر نه د هند پر طرف په یوه کارګو الوتکه کې د علاج لپاره ولیږل شوه.
د هغې کورنۍ مجبوره شوه چی د آغلې ایمن د کوټی دیوال ونړوي ځکه له دروازې یې ویستل ناشوني وو. د دیوال تر نړولو وروسته ډاکټران مجبور شول چی آغلې ایمن د کرین په مرسته د کور نه بیرون په یو ټرک کې تر هوایي ډګر ورسوي. د نوموړې وړونکې الوتکه له ۷ ساعته اوږده سفر څخه وروسته پرون د شنبی په ورځ سهار څلور بجې د هند په بمبیي هوایي ډګرکې ښکته شوه چې هلته ورته د هند ډاکټرانو هم یو لاری موټر راوستو چې آغلې ایمن تر Saifee روغتون ورسوي .
د ډاکټرانو یو ګروپ له تیرو لسو ورځو رادیخوا په مصر کې له آغلی آیمن سره وو چی د هغی څارنه وکړی. نوموړې په یو داسې رنځ اخته ده چی د وخت په تیریدو سره یې د بدن غوښې پړسیږي. د زیږیدلو پر وخت د دې وزن ۵ کیلو ګرامه و او د یولسو کالو په عمر آغلې ایمن دومره وزن کړی و چې په خپلو پښو نه شوه دریدلی.
له آغلې ایمن سره یې د هند په سفر کې خور شمیمه احمد او د مصري ډاکټرانو یوټ یم هم ملګری دی. هندی او مصري ډاکټرانو میرمن ایمن ته داسې دوا شروع کړې چې د هغې په مرسته به یې وینه نرۍ شي تر څو په سفر کې پرې د زړه حمله را نه شي.
وروستي