زه ستا تر شاه ولاړه یم، زه په تا باندې باور لرم، ستا خبرو ته مې غوږ نیولی . دو څلوېښت مهم جملې، چې په ویلو سره یې کولای شئ، په ځان باندې د پیاوړي باور لرونکي ماشومان وروزئ . والدین معمولاً له خپلو ماشومانو سره مینه کوي، خو کله وخت د خپلو ورځینو بوختیاوو په لړ کې له ماشومانو سره خپلې خبرې په کافي اندازه نه سنجوي . باید دې ته ښه پام وکړئ، هغه جملې چې په مټ یې هره ورځ له خپلو ماشومانو سره خبرې کوئ، په راتلونکې کې د هغوی د چلند په بڼه او دننني ماهیت باندې اغېزه ښندي . ورځپاڼه لیکونکې او د څو جایزو ګټونکې تر نامه لاندې د یوه مشهور وېب سایټ بنسټ ایښودونکې میشل هورتون میندو ته د لارښوونې په تړاو دو څلوېښت جملې ذکر کړي، چې د هغو په ویلو او یادولو سره کولای شئ، په ځان باندې د لوړ اعتماد لرونکی ماشوم وروزئ . ۱ ـــ مهمه نه ده، چې په غوسه یې ! کولای شم په آرامه کولو کې دې درسره مرسته وکړم . ۲ ـــ مهمه نه ده، چې خپه یې ! تل ستا تر څنګ یم . ۳ ـــ مهمه نه ده، چې د ناهیلۍ احساس کوې ! په دې احساس باندې زه هم پوهېږم . ۴ ـــ هر څه ښه دي . ۵ ـــ له تاسره هغه ډول چې یې، مینه لرم . ۶ ـــ زما له پاره ډېر ارزښت لرې . ۷ ـــ ستا خبروته مې غوږ دی . ۸ ـــ زه دلته یم . ۹ ـــ اړینه نه ده، چې زما د خوښۍ او خوشالۍ په فکر کې واوسې . ۱۰ ـــ ستا اوسنی منفي احساس لنډ مهالی دی . ۱۱ ـــ زه ستا په احساس باندې پوهېږم، قضاوت پرې نه کووم . ۱۲ ـــ هو د لوبو پرمهال دې ننداره کووم . ۱۳ ـــ هو خوښېږي مې، چې د لوبو پرمهال زه هم در سره لوبې وکړم . ۱۴ ـــ هو خوښېږي مې، چې په څنګ کې دې ویده شمه . ۱۵ ـــ ته د دې سبب کېږې، چې زه وخاندمه . ۱۶ ـــ په تا باندې ډاډه یمه . ۱۷ ـــ په تا باندې باور لرمه . ۱۸ ـــ ته کولای شې، چې دا کار ترسره کړې . ۱۹ ـــ هېڅوک بشپړ نه دی . ۲۰ ـــ زما او ستا ترمنځ مینه بېسارې ده . ۲۱ ـــ در نه مننه کووم . ۲۲ ـــ په تا باندې ویاړم . ۲۳ ـــ خوشاله یم، چې په څنګ کې دې یم . ۲۴ ـــ تېروتنه کول، یو طبیعي امر دی . ۲۵ ـــ بیړه مه کوه . ۲۶ ـــ ځواکمن یې . ۲۷ ـــ ویاړم، چې ستا مور یم . ۲۸ ـــ زړور یې . ۲۹ ـــ بښم دې . ۳۰ ـــ کینه دې لرې کړه، وژاړه . ۳۱ ـــ تل ستا په اړه فکر کووم . ۳۲ ـــ نن ډېره درپسې خپه شومه . ۳۳ ـــ کولای شې، خپل باور ته بدلون ورکړې . ۳۴ ـــ کولای شې، د مرستې غوښتنه وکړې . ۳۵ ـــ خبرو ته دې غوږ نیسم . ۳۶ ـــ تاته ګورم . ۳۷ ـــ له تا څخه بښنه غواړم . ۳۸ ـــ ژوند ته مې ښه والی را بښې . ۳۹ ـــ وړتیاوې دې ډېرې زیاتې دي . ۴۰ ـــ د پام وړ یې . ۴۱ ـــ ارزښتمن یې . ۴۲ ـــ لکه څنګه چې یې، تل در سره مینه لرم .