
لکه څرنګه چې تاسي ته معلومه ده، د اســـــلام مقدس دین ضـــد غربیانو او د غربیانو مزدورانو شپه او ورځ فعاليت شــــروع کړي، خصوصا د ښځو په برخه کې سخت پروپاګند شــــروع دې، راځي چې د انصاف تله په لاس کې ونيسو او نتیجه راباسو چې اســـلام نه مخکې د ښځو څه حیثیت وو او اســــلام نه وروسته ښځو ته کوم حقوق او اختيارات ورکړل شو.
•┈┈••✾••۰۰۰۰••✾••┈┈•
11 - جاهلیــــت کې به ماشومه ژوندي قبر ته درګور کـــړاي شوه ※ د دوو خبـــرو له وجي
اول : په لورکـــي باندي د مصرف کولو بخـــل
دوهم : بل سړې ســــره نکاح باندي شرمندګي
خو اسلام ددوي دغه فـــعل د قتل برابر جـــرم وګرځولو
2 - ښـــځه به متروکه میراث ګڼلې کیده، د نور جاییداد په څیر به وارثانو کې تقسیمیده , او بیا به اولاد له خوا نه بیرته نکاح کیده، اسلام ددواړو خبرو مخالفت وکو او د پلار منکوحي سره يي نکاح حرامه وګرځوله
3 - ښـــځه اســــلام نه اول د میراث نه محرومه وه اســـلام ښځو ته په هرڅه کې د میراث برخه تعین کړه
4 - جاهلـــیت په دور کې به یو یو نفر لس لس ښځي خپلي نکاح کې ساتلي، اســـلام دغه حالت ختم کړو او اخري حد يې یو نه تر څلورو پریښود خو لاندې قید یې ورته کیښود [سُوۡرَةُ النِّسَاء : 3]
وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِى الْيَتٰمٰى فَانكِحُوا مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَآءِ مَثْنٰى وَثُلٰثَ وَرُبٰعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوٰحِدَةً
كه تاسي وېرېږئ چي له یتیمانو (نجونو) سره به عدالت ونه شئ کړای؛ نو کومي (نوري) ښځي چي ستاسي خوښيږي، د هغو له دوو، درېيو یا څلورو سره نكاح وکړئ، خو كه ستاسي سره دا اندېښنه وي چي له هغو سره به عدالت ونه شئ کړای؛ نو يوه ښځه وکړئ،
5 - ښــځه د نکاح په مـــعامله کي بالکل بي اختیاره وه اسلام ورته د خاوند انتخابولو حق ورکړو
6 - اســلام نه اول یو ســـړي به چي هر وخت وغوښتل ښځي ته به يې طلاق ورکړو، او سمدستي به یې کور نه وویستله، خو اسلام په طـــلاق باندي سختي راوسته چې بندیز ته نیږدي ده، او ورسره يې د عدت په دوران کې د ښځې قــیام او طـــعام ذمه هم په ســړي لازمه کړه
7 - اســـلام حق مهـــر فرض وګرځــولو خو اسلام نه اول دا مهمه نه وه
8 - اسلام ښــځي ته حق ملکیت ورکړو، حال دا چې اسلام نه اول ښځه په خپله ممـــلوکه او مــتروکه مال تصـــور کیده، اسلام کې ښځه ځان ته خاوند نه بیل خپل مال او شتمني ساتلــي شــي، او په خپلې خوښه یې مصرفولي شي
9 - ایلاء , ظهار , طلاق باندي به ښځو ته ډير تکلــیف ورکولي کیدو , هغه ظالــمانو به ښـــځه نه ازادوله او نه به يې ساتله، د ښځي ژوند به عذاب وو، اسلام په دي غلط رســم باندي بندیز ولګولو
10 - اســـلام نه اول ښځي لپاره دویمـــه نکاح کول عیب بلل کیدو، اسلام نه وروسته ښځي ته دویمه نکاح یوازي جایز نه بلکه یو مستحسن او ښه عمل وبللای شو
11 - اســلام کې ښځه د معاشي مصارفو نه بالکل ازاده کړاي شوله، او سړي يې د ښځو لپاره د معاش ذریعه وګرځول، په سړو لازمه شوه چې ښځو باندې مصارف وکړي تر دي پوري که خاوند غریب وي او ښځه مالداره بیا هم خاوند د مصارفو مسؤل دي، که ښځه مصرف کوي دا به يې احسان بلل کیږي
12 - هــغه وخت کې به وینځو باندي فـحش افعال کول کیدل، ترڅو مالک ته مال راوړي اســـلام ددي کار حکــما ممانعت وکړو
زما قدر منو دوســــتانو !!!
قضاوت تاسو وکړي د ښځو د حقوقو مبارزه نور څه ته وایې؟؟؟
نن سبا خو غربیانو او ســــیکولرانو د حقوق زن په نوم ښځه یو بازاري شي وګرځوله، ښځه يې د خپلو مصارفو مسؤله کړه، ښځه یې د کورنۍ ژوند نه محرومه کړه، دوی ښځه حقيقي مینې نه محرومه کړه، تاسي رسنۍ وګورئ زرګونو ښځو غربي نړې کې ځناورو ســـره جنسي اړيکې ساتلې، ښځه د سلګونو سړو په لاس ولوبوي بیا چې کله 50 کالو نه واوړي همدا ښځه په ژوند د مرګ ارمان کوي، او بلاخره يې داسي سپکه او بی عزته له کوره وباسي او ورته ووایې زه لاړه شه د (Old House ) بوډاګانو ساتنځاي یو کونج کې اوسيږه.
ګرانو دوستانو!!
دغه وو اصلې حقیقت چې اســـلام ښځو ته څه ورکړل، او سیکولرانو او د هغوى مزدورانو څه پروپاګند شــــروع کړې
نو مسلمانانو تاسو کوم ژوند انتخابول غواړي؟؟؟