تصوف او عرفان چې د شرقي نړۍ د ولسونو په زړونو كې تل ځاى نيولى، موږ به د موضوع په اړوند دلته پرې لنډې خبرې وكړئ: د عرفان کلمه (د عین په زېر سره ) په عربي ژبه كې د پېژندنې معنى وركوي . عرفان د اصطلاحي معنى له مخې د خداى(ج) پېژندنې ته وايي ، مګر دا پېژندنه د فلسفي او مادي استدلالونو له اغېزې نه ده؛ بلكې د مسلمان د روح، زړه، ضمير او د عملونو او كردارو د سپېڅلتيا څخه حاصلېږي.
او د عرف كلمه (د عين په پېښ سره ) د پېژندنې، خوى او عادت معنا وركوي، چې په اسلامي حقوقو كې لوى بحث لري او عرف كلمه (د عين په زور سره ) د پوه په معنى سره اخيستل كېږي چې عرف ( د عين په پېښ سره ) يې جمع ده .
عرفان د هغې پوهې او علم نوم دى چې د الله تعالى(ج) د ذات او صفاتو د مباركو نومونو د ذكر د اغېزو سره د اسلامي شريعت پابندي د زړه ، فكر او عمل د سپېڅلتيا او تزكيې له اغېزې د مسلمان روحي سير د الله تعالى (ج) د رحمت او د انوارو د پلوشو پر لوري بشپړتيا ، نږدېوالي او قرب ته رسېږي ، يا هغه لاره چې اهل الله وو د الله تعالى (ج) د پېژندنې او قُرب يا نېږدېوالي لپاره خوښه كړې ده ، عرفان بلل كېږي .
عرفان، چې په لويديځه نړۍ کې د تصوف په نوم پېژندل شوى، د هدف له نظره يو مفهوم ته رسېږي چې هغه د الله (ج) سره د مسلمان د بې كچې مينې او د هغه لوړ ذات (ج) د لطف او مرحمت د انوارو د پلوشو د شناخت او قُرب (نږدېوالي) د حاصلولو څخه عبارت دى چې دا شناخت او قُرب د زړه په سترګو ، روح او ضمير ، كشف او شهود حاصلېږي ، چې د فلسفې ، منطق او استدلالونو له مخې دا كار شونى نه دى .
په هر حال عرفان په واقعيت کې د دين رښتينوالى دى او عارف هغه چا ته ويل کېږي، چې د دين په حقيقت باندې په پوره توګه پوه شوى وي او دين يې پېژندلى وي. عرفان د معرفت او پېژندنې څرګندوی دى، په دې عقيده کې معرفت او د خداى پېژندنه د قلبي کشف او باطني ديد له لارې ده، نه د استدلال او تحليل له لارې.
تصوف پوهانو د تصوف او صوفي د ماناګانو په اړه زياتې خبرې كړي، چې موږ به دلته يو څو معناوې په لنډ ډول سره را واخلو:
د ابو محمد جريري قول دى، وايي چې: « تصوف په هر اعلى خلق كې داخلېدل او له هر رټل شوي خلق څخه د وتلو نوم دى.»
جنېد بغدادي په اړه قول دى چې وايي : «له جنېد څخه د تصوف په اړه پوښتنه وشوه، چې تصوف څه شى دى؟ په ځواب كې يې ورته وويل چې: له څښتن تعالى سره داسې اړيكې ټينګې كړه، چې له بل چا سره دې هېڅ اړيكه ونه اوسي. »
معروف كرخي وايي، چې: « تصوف په رېښتياو عمل كول او د خلكو له مالونو څخه د نا امېدۍ نوم دى.»
بل قول يې دى، چې وايي: « كله چې تاسې كوم صوفي وليد، چې د خپلې ظاهري بڼې په جوړولو يې زيات اهتمام كاوه، نو پدې پوه شئ ، چې د هغه باطن خراب دى.»
نوري وايي: « د صوفي تعريف دا دى چې هغه به د اړتيا او محتاجۍ پر وخت آرام وي او كه چېرې څه ورسره وي، نو ایثار او قربانۍ كې يې نظير او سارى نه وي.»