اخــــــتره هر پلــــــــو ژړا ده په ژړا کــې خندا څنـــــــــــــــګه راشي
دلته تياره له هرې خــــــــــــواده په تياره کې رڼا څنـــــــــګه راشي
چا سينـــــــــه په اور سوځلي چـــــــــــــــا ټټر ورته نيولی دی اوس
د هر چـــــــــا خوله با ندې وطن دی دا وطن ته جفـــا څنګه راشي
که بريالئ که تـوريالئ که ننګيالئ دی زما په کور کې شته دي
په يوه آن کې د نفــــــــــــــــــا ق را ګډه شوې بلا څنـــــــــــــګه راشي
نورعلي شاه ځلبلاند
وروستي